د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندز کې تښتول شوى بهرنى خبريال خوشې او ژباړن يې ووژل شو

عبدالهادي حيران 10.09.2009 00:31

په کندز کې تښتول شوى بهرنى خبريال خوشې او ژباړن يې ووژل شو

برتانوي کوماندو تېره شپه د يو لړ عملياتو په ترسره کولو سره په کندوز کې تښتول شوى د امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز خبريال، سټيفن فاريل، راخوشې کړ خو د هغه افغان ژباړن، سلطان منادي، پکې ژوند له لاسه ورکړ. په افغانستان کې د تېرې اوږدې مودې د جګړې پر مهال تل داسې شوي چې تښتول شوي بهرني اتباع يا د پېسو او يا د عملياتو په بدل کې خوشې شوي خو افغان ملګري يې وژل شوي دي. څلور دېرش کلن منادي د دوو ماشومانو پلار و او په المان کې د يو پوهنتون زده کوونکى و خو د رخصتيو پر مهال افغانستان ته راغلى او د نيو يارک ټايمز د خبريال سره يې د ژباړن په توګه کار کاوه. دوى دواړه څو ورځې وړاندې وروسته له هغې کندز ته ولاړل چې د طالبانو لخوا د تېلو په تښتول شويو ټانکرونو باندې د چهاردرې د ولسوالۍ په ميرعلي کلي کې د ايساف ځواکونو بمباري وکړه او ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د نيو يارک ټايمز دا دواړه کارکوونکي سيمې ته له رسېدو سمدستي وروسته وتښتول شول چې د تښتول کېدو پړه يې د کندز والي انجينير محمد عمر په طالبانو واړوله خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ترې بې خبري وښوده. مګر ډېرو رسنيو راپورونه ورکړل چې په سيمه کې د طالبانو يو قوماندان ورته تليفونونه کړي او د دووى د تښتولو ادعا يې کړې ده.

د ايساف د ځواکونو د يوې خبرپاڼې له مخې د تښتول شوي خبريال او د هغه د ژباړن د راخوشې کولو لپاره عمليات د کندز ولايت په څو سيمو کې ترسره شول چې په پايله کې يې خبريال سټيفن راخوشې خو د هغه ژباړن ووژل شو. په همدې عملياتو کې يو برتانوي سرتېرى هم وژل شوى دى چې د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت يې دم ګړۍ له نوم ښودلو ډډه کوي.

د کندز والي له عملياتو وروسته رسنيو ته وويل چې منادي د طالبانو په ډزو وژل شوى دى خو د نيو يارک ټايمز راخوشې شوي خبريال د خپلې ورځپاڼې يوې مسوولې سره د خبرو کولو پر مهال د منادي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې هغه خبر ندى چې منادي د چا په ډزو ووژل شو خو زياته يې کړه چې هغه زما سره څنګ پر څنګ په منډه روان و او څه خبره يې کوله خو ناڅاپي ډزې وشوې او "زما مخې ته مړ پرېوت."

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې په سمدستي توګه په يو بيان کې د خپل خبريال په خوشې کېدو خوښي او د هغه د افغان ژباړن پر وژل کېدو سخته خواشيني وښوده او ويې ويل: "مونږ ازادي وموندله خو په ډېره درنه بيه!" په افغانستان کې دا د نيو يارک ټايمز دويم ټيم دى چې د وسله والو طالبانو لخوا تښتول کېږي.

بلخوا د ناټو ځواکونو مشر جنرال مکرسټال د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه ومنله چې د کندز په پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ژمنه يې وکړه چې د پېښې په اړه به دقيقې پلټنې ترسره کړي.