د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بی ځایه ټولتاکنی او بی ځایه مصرفونه

ي. سادات 08.09.2009 11:19

د ټولتاکنو څخه مخکی می د ټولتاکنو خبرونه او لیکنی په ډیر شوق او مینی سره لوستل او فکر به می کولو چی په دي وران او ویجاړ او ۳۰ کالن جنګ ځپلی هیواد به هم پسرلی راشي، افغانان په خوښۍ ټولتاکنو کی برخه واخلی او د خپلی خوښی ولسمشر به وټاکی کوم به چی جنګ، ظلم، ستم، او زور ته د پای ټکی کیږدی او دا وران او ویجاړ هیواد به راجوړ کړی،او افغانان به په سوله او سوکالۍ ژوند وکړي، لیکن بده مرغه ټولتاکنی وشوی او نتیجه یی په نشت حساب ده، ددی لپاره چی د خپلی موضوع نه لری لار نشو خپلی موضوع ته داخلیږو،

پدی تیرو ټولتاکنو او کمباینونو شوی مصرفون که حساب کړو نومیلیونونو میلیونونو افغانیو ته رسیږی کوم چی د هری نګاه نه ناروا دی، که همدا پیسی په افغانانو ویشل شوی وی نو شاهد که کال نه نو څو میاشتی خو به په ګیډه ماړه وای،

لیکن د بده مرغه دغه پیسی بی ځایه او بی نتیجه مصرف شوی، او اوس هو ‌لا داسی هم ویل کیږی چی ټولتاکنی دوهم پړاو ته وځی او یا به یو ایتلافی حکومت جوړی شی، چی پدی دواړو کی هم افغانانو هم افغانستان او هم یی تاریخ او جغرافی ته ضرر دی کوم چی په لاندی ډول بیانوم:

۱- که ټولټاکنی دوهم پړاو ته وځی نو بیا به پری څومره پیسی مصرفیږی او دا پیسی د افغانستان په بودیجه مستقیم تاثیر لری، او سبا همدا زما او ستا نه بیرته ویستل کیږی، بیا به پری د څومره افغانانو پزی او غوږونه پری کیږی، په دوهم پړاو کی به خلک کاندید ته رای نه بلکی ژبی ته به رای ورکوی کوم چی د ژبنی تعصب سبب ګرځی او داسی نور..

۲- که یو ایتلافی حکومت مینځ ته راشی په کوم چی ایران ډیر زور اچوی، نو ډاکتر عبدالله عبدالله به په یو وزارت اکتفا ونکړی نو څو وزارته به اخلی او بنځه وزارته خو لا د مخه هزاروو جر کړی دی، او همداسی جنرال دوستم، مارشال فهیم، مجددی او داسی نور هم په څلورو یا پنځو وزارتونو قناعت نکوی، او پښتانه به ځبل وطن کی لکه د میلمنو د تاجیک، هزاره او ازبک د لاس لاندی شبی ورځی سبا کوی .

۳- د جغرافی له نګاه نه ځکه آفغانستان ته خطر دی ،داسی ویل کیږی چی که ددوی زور ته ورسی نو افعانستان شمالی ولایتونه به افغانستان څخه جدا کړی او یو بل هیواد په جوړ کړی او دا کیداشی د ایران مفکوره هم وی.

۴- د تاریخ له نګاه هم افغانستان ته خطر دی ځکه دافغانستان تول ملی قهرمانان به د تاریخ د صفحو څخه وغورځوی او پرځای به خپل جنګ سالاران د تاریخ په صفحو کی سفت کړی، داسی خو لا د مخه ویل شوی دی که دوی کامیاب شی نو د پیسو په نوټونو به د مسعود عکسونه چاپ کړی.