د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د ايران سفير: په افغانستان کې دې ايتلافي حکومت جوړ شي

کمال الدين رنځور 07.09.2009 10:53

په کابل کې د ايران سفير  فدا حسين مالکي د افغانستان د ټاکنو د پايلو په اړه ويلي دي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي ، بايد ایتلافي حکومت جوړ کړل شي، او نړيواله ټولنه هم په دې کار وکړي تر څو مشکلات راښکاره نه شي، خو د دې هېواد  د بهرنيو چارو د وزارت وياند حسن قشقاوي د افغانستان له مشرانو غوښتنه کړې ده چې د ناوړه تبليغاتو څخه اغېزمن نه شي.

د ايران سفير فدا حسين دا څرګندونې د ايران د محصلينو خبري اژانس (ايسنا) ته کړي دي. ايسنا د ايران د اسلامي انقلاب د اندونو څرګندونکی خبري اژانس دی. فدا حسين په خپلو څرګندونو کې ويلي دي چې ((د افغانستان لپاره بهترين حکومت ايتلافي حکومت دی او نړيواله ټولنه بايد په همدې خوا حرکت وکړي)). د اعلان شوو پايلو په اړه فدا حسين ويلي دي چې ((د جهاد د کورنۍ د دوه تنو یانې حامد کرزي او عبدالله عبدالله تر منځ رقابت ليدل کېږي، که دا دواړه په یو ايتلافي حکومت کې برخه واخلي د افغانستان لپاره به بهترين کار ايتلافي حکومت وي. ټول ځواکونه بايد د همدې مسلې ګرچاپېره حرکت وکړي. نړيواله ټولنه هم بايد دې خبرې ته لازمه پاملرنه وکړي تر څو مشکلات راښکاره نه شي.)) فدا حسين په ټاکنو کې د درغليو په اړه ويلي دي چې له ټولو پايلو له اعلان څخه د مخه په دې اړه نظر نه شي څرګندولای ((خو په عين حال کې له درغلۍ انکار نه شي کېدلای)).

د ايران سفير په دې څرګندونو غواړي د خپلې خوښې نوماند عبدالله عبدالله په حکومت کې ننباسي. ځکه که دا کار ونشي نو د ايران ډېره خواري به په سيند لاهو شي. ايران د افغانستان په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله پلوي کوله او په لسګونه مليونه ډالر یې ورته ورکړي وو تر څو ټاکنیز کمپاين وکړي او د خلکو رایې واخلي. عبدالله د همدې پيسو په برکت وکړای شول چې د افغانستان په هغه سيمو کې چې نوموړی ورته په عادي حالاتو کې سفر هم نه شو کولای کمپاين وکړي او یو شمېر رایې هم تر لاسه کړي.

عبدالله عبدالله چې کله د بهرنيو چارو وزير وو نو د افغانستان دا مهم وزارت یې د ايران پلوه مامورينو څخه ډک کړ چې لا اوس هم د بهرنيو چارو وزارت او بهر ټول مهم وزارتونه د همدې ايران پلوه عناصرو په لاس کې دي. له همدې کبله د افغانستان حکومت د دې توان هم نه لري چې د ايران د داسې څرګندونو په ځواب کې عکس العمل وښايي. افغان ولسمشر هم په تېرو اتو کلونو کې په واک کې د پاتې کېدو لپاره په افغانستان کې د ايران د نفوذ مخنيوی نه دی کړی او آن په خپل دفتر کې یې داسې کسانو ته ځای ورکړی دی چې ايران ته په جاسوسۍ تورن دي.

ايران په داسې حال کې د افغانستان د ټاکنو په بهير کې مداخله کوي چې دوه مياشتې وړاندې یې د خپل هېواد د ټاکنو په اړه د بهرنيانو اندونه او څرګندونې د دې هېواد په داخلي کارونو کې مداخله بلله. د يادونې ده چې د ايران ټاکنې د برحال ولسمشر احمدي نژاد په ګټه اعلان شوې چې د نوموړي ټولو مخالفو نوماندانو تسليم نه کړې او په پايله کې یې مرګونې لاريونونه وشول.

د افغانستان په ټاکنو کې د ايران لاس وهنه او د افغانستان د ملي ګټو ضد موقف غوره کول ښايي ولسمشر حامد کرزي ته ښه ډالۍ نه وي. سره د دې چې د احمدي نژاد مخالفينو دوه مياشتې د مخه د ايران په ټاکنو کې د درغليو تورونه لګول او د نوموړي بری یې نه مانه ولسمشر کرزی لومړی ولسمشر و چې احمدينژاد ته یې د بري مبارکي ورکړه. ښايي د ولسمشر کرزي لپاره د ايران  د سفير څرګندونې خوښونکی نه وي.

د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د رپوټ له مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد ظاهر فقيري د ايران  د سفير د څرګندونو په ځواب کې د ايران سره په ښو اړيکو ټينګار کړی دی او افغانستان یې خپلواک بللی دی چې خپله پرېکړه به په خپله کوي.

هغه مهال چې بهرنيو هېوادونو د ايران د ټاکنو په اړه څرګندونې کولې، ايران یا د دې هېوادونو استازي له ايرانه وشړل، او يا یې هم ورته ډېر توند ځوابونه ورکړل او دا کار یې په خپلو کارونو کې د بهرنيو لاسوهنه بللې وه. د ايران دبهرنيو چارو د وزارت وياند حسن قشقاوي پرون په همدې خبره تاکيد کړی دی چې د هيڅ هېواد په ټاکنو بهرنيان اندونه نه شي څرګندولای او دا یې د هېوادونو په کورنیو کارونو کې لاسوهنه بللې ده. خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې د ايران سفير ولې په افغانستان کې دا ډول لاسوهنه کوي.

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې په افغان دولت کې د ايران جاسوسان دومره ډېر دي چې افغان دولت د دې جرائت نه شي کولای ايران ته سخت ځواب ورکړي. باوري سرچينې دا هم وویل چې ولسمشر حامد کرزی د ډېر فشار لاندې دی تر څو عبدالله عبدالله سره ايتلافي حکومت جوړ کړي خو کرزی غواړي د نورو هغو ډلو سره ايتلافي حکومت جوړ کړي چې نوموړی یې د ملي مشارکت حکومت بولي. ښايي دا ځکه چې نوموړي له ټاکنو مخکې د یو شمېر ډلو ټپلو مشرانو سره د واک د ويشلو ژمنې کړي دي او د عبدالله عبدالله سره ايتلافي حکومت به د دغو ډلو ټپلو سره تاوتريخوالی راپورته کړي.

سرچينه وايي ښايي ايران غواړي ولسمشر حامد کرزي ته پيغام ورسوي چې عبدالله عبدالله ته دې په حکومت کې ځای ورکړي که نه نو ايران به ورسره په راتلونکي کې بل ډول چلند وکړي.

ايسنا سره د ايران د سفير څرګندونې