د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان وناټو ته ماته ورکړه (بشپړ راپور او د نمرو جدول)

بشيرګواښ او الهام ياسيني 06.09.2009 02:57

د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ لوبډلې وناټو ته په اتوو ويکټونو ماتې ورکړه.

د ۵۰ اووريزه يوورځنۍسيالۍ په دې لوبه کې وناټو پچه وګټله اوبيټنګ کول يې غوره کړل. د وناټو ټول لوبډلې د ۱۱۱ منډو په کولو سره اوټ شول او په دې توګه يې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه. افغانستان دغه هدف په چټکۍ سره په دوه ويشتم اوور کې د دوو لوبغاړو د اوټ کيدلو په بيه پوره کړ.

افغان لوبغاړي ذکی الله ذکي د وناټو شپږ لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د وناټو له خوا اوتاتاوا له ټولو ډيرې ۲۹ منډې وکړي. په خواب کې يې افغان لوبغاړو تيزه لوبه وکړه او ټاکلی هدف يې زر ترلاسه کړ. د افغانستان له خوا ايوب احمدزي ۵۰، شير شيرزي ۳۰ او نورالحق ۲۵ منډې جوړې کړي.

افغانستان له دې وړاندې يو لوبه بايللي او بله ګټلې وه.

د يادونې وړ ده چې  د دې سياليوو په لړ کې د امريکا لوبډلې د سيراليون لوبډلې څخه يوه لوبه پرته له کومې سيالۍ ګټلې. هغه داسې چې سيراليوون لوبغاړي لا هم په دې سياليوو کې د برخه اخيستلو لپاره کاناډا ته نه دې رسيدلي. دسيراليوون د امريکا سره د سيالۍ پرته نورې ټولې لوبې له سره په نوي وختونو او ورځو ترتيب شوي. د امريکا سره د سيالۍ وخت يې بدلول ناشوني وو نو ځکه  پايله د امريکا په ګټه او دسيراليوون په زيان تمامه شوه. که چيرته سيراليوون بيا ترتيب شوو لوبو ته هم ونه رسيږي نو د لوبې نومرې به د دوی مخالفې لوبډلې ته ورکول کيږي.

تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول په دې ډول دی:

هېواد کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
ايرلينډ ۵ ۴ ۱ ۸ ۰،۸۹
کاناډا ۵ ۴ ۱ ۸ ۰،۶۳
پاپوانیوګيني ۵ ۴ ۴ ۸ ۰،۵۷
امريکا  ۴  ۴ ۰  ۸  ۰،۹۷
افغانستان  ۴  ۳  ۱  ۶  ۰،۶۸
هالينډ  ۴  ۲  ۲  ۴  -۰،۸۰
یوګانډا  ۵  ۲  ۳  ۴  -۰،۹۲
هانګ کانګ  ۵  ۱  ۴  ۲  -۰،۸۱
واناتو  ۴  ۱  ۳  ۲  -۱،۲۴
سيراليون ۹  ۰  ۹  ۰  -

يادونه: سيراليون ونه شو کړای چې په سيالۍ کې برخه واخلي. د سيراليون ټولې لوبې بايللې اعلان کړای شوې او له دې کبله هر هېواد ته دوه نمرې ورکړل شوې.