د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزمري په ۲۹مه مطبوعات څنګه اوولي زندۍ سول

احمد«سادات» 05.09.2009 19:53

دزمري په ۲۸مه دکورنیوچارووزارت په یوې اعلامیه کي پرټولوخبریالانواوخبري اژانسونوږغ وکړ،چي دزمري په ۲۹مه نېټه یعني دانتخاباتوپه ورځ دي دسهارڅخه ترماښام پوري په ټول افغانستان کي داحتمالي (حتمي )بریدنودهرډول خبرورکولوڅخه ډډه وسي .په اعلامیه کي داخلي اژانسونواورسنیوته کلکه کوتڅنډنه سوې چي دسرغړوني په صورت کي به یې پرکاراوفعالیت بندیزلګول کیږي اوبهرنیوهغوته بیا له دغه هیواده دشړل کیدوګواښ سوی دی .

په تأسف سره چي په تېرواتوکالوکي دامریکااودهغې دیارانوله لوري په عراق اوافغانستان کي په پیل سووجنګونوکي دډیموکراسۍ دپلي کیدواوعامیدوپه خاطر تریوملیون زیات بېګناه انسانان وژل سوي اوتردې څوواره زیات دخپلوکورنوپرېښوولوته اړایستل سوي اوپه بېلابیلوډولونوترهول سوي اوشکنجه سوي دي .آن تردې چي په عراق کي دصدام حسین رژیم اوپه افغانستان کي دطالبانوامارت دډیموکراسۍ په خاص ډول دبیان دازادۍ سره دمخالفت په جرم دډیموکراسي ابۍ دبچیانواولمسیانوله لوري دکلسټربمونواوکروزتوغندیوترباران لاندي ساه ورکړه .ولي بل طرفته بیاپه اصطلاح دهمدې ډیموکراسي سالارانولخواډیموکراسي تهدیدیږي اودډیموکراسۍ په نامه دډیموکراسۍ بنسټونه نړیږي اوپایمالیږي .دنمونې په توګه په افغانستان کي دانتخاباتوپه ورځ دچارواکوله لوري په لسهاووخبریالان دواقعیتودراسپړلواوافغان ولس اونړیوالوته یې دروښانولوپه جرم بندیان اووهل سول .
دخبریالانودملاتړدازادوټولنوپه ویناپه افغانستان کي یوازي په تېروڅه باندي دوومیاشتوکي په لسهاووژونالیسټان وهل سوي ،ګواښل سوي اوتښتول سوي دي .دغه راز دافغان خبریالانودڅاردټولني یوتن چاواکي صابرفهیم رسنیوته ویلي چي یوازي دانتخاباتوپه ورځ دخبریالانوسره ددولت له لوري شل دخشونت څخه ډکي پیښي درج سوي دي ،په دغه ورځ دچارواکوله لوري په کابل کي پنځلس اوپه هرات کي پنځه تنه خبریالان بندیان سوي اوډبول سوي دي.دغه رقم په کندهارکي بیادکرزي دیوه کمپاینر په امردهغه دساتونکولخوایولیکوال اوژونالسیت په کونداغونواوسوکانوتروهلوټکولووروسته زندان ته واچول سو.

څه موده مخکي کرزي په یوې خبري ناسته کي دخارجي قواوودموجودیت څخه په ننګه خبریالانوته ډاډورکړچي :«که نن داخارجي ځواکونه دلته (په افغانستان )کي نه یې نه مووالله که ازادي دمطبوعاتووي ،نه مووالله که کامرې وي اونه مووالله که ږغ وي حقیقت دغه دی ».خو اسوشیټیډپریس اژانس بیادژورنالیسټانودنړیوالي ټولني دشکایت پربنسټ حقیقت برعکس په ډاکه کوي اولیکي چي :کوم خبریالان چي غواړي دافغانستان دجګړې راپورونه چمتوکړي لومړی دامریکادپوځ اوعامه اړیکودکمپنۍ لخواڅارل کیږي چي ایادهغوی راپورونه دامریکایې پوځیانوپه ګټه دي اوکنه ؟ که یې په ګټه وي اجازه ورکوي اوامنیت یې ساتي اوکنې بیایې ترټي .

افغانستان ته دخارجي قواووپه راتګ سره په ډیروکي داهیلي راوټوکیدلي چي ګني دلته به هم تنکۍ ډیموکراسي په مدارمداردپیغلتوب پړاونوترسره کړي اودجنګونوپرځای به سوله دزورپرځای به رضااوبالاخره ددیکتاتورۍ ځای به ولسواکي ونسي ؛خودبدمرغه چي دا هیلي موهله په اوبولاهوسوې چي ځوانه ډیموکراسي مودبهرنیوقواوواودهغوی دډیموکراټو+ټوپکماروملګرودنامشروع هوسونواوتېریوښکارسوه اودې ښاغلوهم دنوروهغوپه شان هرڅه دبرچې اوچړې په زورپرافغان ملت تحمیل کړل اونورلاهم غواړي چي دامظلوم ولس دزورواکواوبلواکوډلواوافرادوپه خوني پنجوکي وساتي اوپه همدې ډول یې دخپل حقه حقونوڅخه بې برخي کړي اوهرڅه (نظام اوزعامت )یې دبهرڅخه پروتپي ولوکه ۹۰سلنه یې ورسره مخالفه هم وي .اخرترکومه به په افغانستان کي دډیموکراسۍ پښې یاني داکثریت خوښه اودبیان ازادي تهدیدیږي اودرښتونوملتپالواوبې دفاع خبریالانووهل ،نیول اووژل به روان وي .

پورتنیوزړه دردونکوواقعیتونوته په پام دیودردمن افغان په توګه پرټولوهیوادوالواوپه ځانګړې توګه دژونالیزم دکاله پرمشرانواوځوانانوږغ کوم چي راځئ ! ټول یوموټي سواوپه یوه اوازدراروان خوني توپان مخه ډب کړواودخپلوحقونودترلاسه کولوپه لارکي دهرډول ناخوالوپه وړاندي دغره په څېر ودریږواوپرېنږدوچي هرکس اوناکس مودیتیموماشومانوپه شان پرسروټکوي .والسلام په همدې هیله