د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ناخوالو څخه د خلاصون لاره

ګل آغا احمدي وردګ 05.09.2009 11:18

که د بشري ټولنو تاریخ ته لنډ نظر وشي چې د تمدن او پرمختګ تر ټولو لوی عامل یې څه وو نو ډیر ژر به څیړونکي ته پته ولګیږي چې د انسانانو د ښیرازۍ تر ټولو لوی عامل سیستماتیکه ښوونه او روزنه ده چې یوه ټولنه د خپل ژوند د معراج هسکو پوړیو ته رسولی شي.
دا سمه خبره ده چې د ښوونې او روزنې تر څنګ په یوه ټولنه کې د غوره قانون، ځواکمن اقتصاد، پیاوړې امنیت، اغیزمن اداري سیستم موجودیت هغه څیزونه دي چې له ښوونې او روزنې سره ګام په ګام د ژوند د پرمختګونو رخسار ته نږدې کيږي او پر غومبورو یې د ښکلا زرغون خالونه ږدي خو بیا هم که په ژوره توګه ورته وکتل شي نو بنسټیزه ښوونه او روزنه د دې ټولو څیزونو د موجودیت تر ټولو ستر عامل دی.
که ټولنه په منظمه ښوونه او روزنه سمباله شي نو هلته بیا د جهل پردې څیرې کیږي، د تورتم لوغړنې بلاوې د ناوړه فعالیت شونتیا نه مومي او د پرمختګونو روښانه بهیر د ځمکې او آسمانونو په کنارو کې د آبادۍ سندرې وايي.
اساسي خبره دا ده چې سیستماتیکه ښوونه او روزنه په څه ډول د یوې ټولنې میلمنه کیدای شي؟
د دې خبرې ځواب موندل که څه هم چې آسانه خبره نه ده خو داسې هم نه ده چې ناممکنه دې وي بلکي بنسټیزه ښووونه او روزنه زموږ د ټولنې په فعلي شرایطو کې باید له کورنۍ څخه سرچینه واخلي او کورنۍ ده چې د یوه ماشوم لومړنۍ ښوونځۍ یا اولینه مدرسه ګڼل کیږي.
مور، پلار، خویندې، وروڼه، ملا امام او نور اړوند اړخونه د ماشوم په روزنه او د ښوونې او روزنې بهیر ته په آماده کولو کې لویه اغیزه لري او هغه ماشوم چې د زده کړې د لومړنیو اساساتو زده کولو ته د خپلې کورنۍ له خوا آماده شوی وي نو په ډیره آسانۍ سره کولی چې د ښوونځۍ یا مدرسې د زده کړې لومړی بهیر په بریالیتوب سره طی کړي. له کورنۍ روزنې څخه موخه نه یوازې د څو مختصرو کلیمو زده کړه نه ده چې ماشوم ته باید ور و ښودل شي بلکي کوښښ وشي چې هغه د خپلې سویې سره سم ماشوم د ژوند په ټولو چارو پوه کړای شي. له همدې ماشومانو او د کور له خلکو کلي جوړیږي او له همدې کلیو بیا ټولنه جوړښت مومي نو که چیرې د ټولنې لومړۍ خښتې او یا په بله مانا د ښوونیز نظام د بنسټ لومړني کاڼي په سمه توګه ولګیږي نو بیا دغه بنسټ تر بشپړیدو پورې په روغه توګه مخ پر وړاندې درومي او ټولنه د سیستماتیکې ښوونې او روزنې لاره پیدا کوي.
د زده کوونکي له تعلیمي غوښتنو او سویې سره سم په ښوونځۍ کې د لیک لوست او ټولنیزو آدابو د بهیر برابرول هغه بل ګام دی چې یو ماشوم په خپله ټولنه کې د پرمختګ، خوښۍ او آبادۍ په لاره برابروي. نو په دې توګه ویلای شو چې کله د یوې ټولنې افراد د سالمې روزنې بهیر ته ولویدل نو د ټولنې ټول وګړي به اصلاح، د پرمختګ په لاره به برابر او د نیکمرغۍ وړانګې به یې په لاسونو کې د رڼا د خوریدو په تکل نیولې وي چې ټولنې ته پرته له نیکمرغۍ بل څه نه راوړي. نو له دې حقیقت څخه جوته شوه چې له ټولنیزو رنځونو، تورتم او هراړخیزو ستونزو څخه د یوې ټولنې د خلاصون یوازینی لاره منظمه ښوونه او روزنه ده چې لوی خدای (ج) یې زده کړه پر ټولو مسلمانانو فرض ګڼلې ده.
سوله او په ټولنه کې ریښتنی پرمختګ د هر بااحساسه افغان غوښتنه ده او نوموړې غوښتنه یوازې له دې لاره ممکنه ده چې د سالمې زده کړې په وسیله د نوي افغان نسل روزلو ته مټې را ونغښتل شي او دغه زده کړه د ماشوم له زانګو او د کورنۍ له انګړ څخه پيل شي.
افغانان هغه مهال د پرمختګ په لاره کې د نړۍ له نورو ولسونو سره د سیالۍ ډګر ته راوتلی شي چې د یوه عمومي هوډ له مخې د ښوونې او روزنې ډګر ته مخه کړي او په داسې ډول خپل نسل و روزي چې ټولنه مو د بختور ژوند څخه برخمنه او وګړي یې د راتلونکو نسلونو لپاره د ویاړ او مشال بیلګه وي.
که په ټولنه کې روان تاوتریخوالي، ناوړه پیښو، ورانۍ، جګړو او بدمرغیو ته په ژوره توګه ځیر شو او د هغه علتونه را وسپړو نو له ورایه به راته معلومه شي چې دغه ټولې ناخوالې زموږ د ټولنې وګړو ته د تورتم، بیسوادۍ، او له پوهنې څخه د لرې والي له کبله متوجه شوې دي چې زموږ مادي او معنوي زیرمې یې له نشت سره حساب کړې دي.
خدای دې زموږ افغاني ټولنه د پوهې په ریښتنې، ویاړمنه او رنګینه ګاڼه باندې سمبال کړي. آمین