د آيرلينډدکرکټ لوبډلې له افغانستان څخه وګټله
04.09.2009 04:02نن د ۱۹کلونو څخه کم عمره لوبغاړو د۲۰۱۱کال د کرکټ د نړيوال کپ د غوراوي په لوبو کې دآيرلينډد ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو ډلې دافغانستان ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو ډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه .
افغانستان پچه وګټله او آيرلينډ ته يې د لومړي بيټنګ کولو وويل. د آيرلینډ لوبډلې په مقرره ۵۰ اوورونو کې د۷ لوبغاړو په سوځيدو ۲۸۹ منډې جوړې کړي. د آيرلينډ کپتان بيلبرين ۱۰۲، نيسلن ۵۵ او اکليڼد ۵۰ منډې جوړې کړي. د افغانستان له خوا نورالحق، ذکي الله او جاويد دوه، دوه لوبغاړي اوټ کړل.
په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي د ۲۱۷ منډو په جوړولو اوټ شول. په دې منډو کې د اضغر حسين ۵۱، د نورالحق ۴۹ او ايمل ۴۵ منډې شاملې وي. د آيرلينډ له خوا بيلبرين او ميکډونلډ درې درې لوبغاړي اوټ کړل.
د آيرلينډ کپيتا بيلبرين دلوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
افغانستان به خپله دوهمه لوبه د سپتمبر په ۴ د هانک کانګ سره کوي.
د يادونې وړ ده چې افغان لوبغاړو د کاناډا ويزې پرخپل وخت لاس ته رانه وړي او له همدې کبله ناوخته )پرون( دغه هيواد ته ورسيدل. د افغان لوبډلې د کپتان،شير شيرازي په وينا لوبغاړي يې ستړي او ستومانه وو او په راتلونکو لوبو کې به ښه سيالي وکړي.