د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله پرون کاناډا ته ورسيدله

احمدشاه هوتکي 03.09.2009 22:33

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله پرون د کابل څخه د کاناډا ټورنتو ښار ته ورسېدله.

کاناډا ته د افغانستان د کرکټ د ټیم تلل د ویزی د ستونزو له امله یو څه وځنډیده چي په وروستیو شیبو کي یی دافغانستان د سفیر ښاغلی جاوید لودین په هلو ځلو سره ویزه تر لاسه کړه .

دافغانستان د کرکیت ملی لوبډله د ۲۰۱۰ نړیوالو کرکیټ لوبو د اتلوالی لپاره د کانادا ټورنتو ښار ته پرون ورسېدله او نن یی د ایرلیند د ټیم سره لومړۍ لوبه وکړه. دا لړۍ د سپتمبر د میاشتی تر ۱۳ پوری د کاناډا په ښارونو کی تر سره کیږی .

د کاناډا او په تیره بیا د ټورنټو ښار هغه محترم افغانانو څخه هیله کیږی چي د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله د تشویق لپاره په پدې مسابقو کي برخه واخلی او د دوی هلی ځلی وستایی.

په کاناډا کي افغانی لوبډله د لاندو هیوادونو سره لوبی کوی :
پنجشنبه ــ ۳ سپتمبر ــ د ایرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
جمعـــــــه ــ ۴ سپتمبر ــ د هانګ کانګ د ټیم سره د ټورنټو په ښار کي د سهار پر لسو بجو
شنبــــــــه ــ ۵ سپتمبر ــ د وانیوتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
یکشنبــه ــ ۶ سپتمبر ــ د سیریلیون د ټیم سره
دوشنبــه ــ ۷ سپتمبر ــ د امریکا د متحده ایالاتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
سه شنبه ــ ۸ سپتمبر ــ د یوګنډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
پنجشنبه ــ ۱۰ سپتمبر ــ د نیدرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
جمعـــــه ــ ۱۱ سپتمبر ــ د پاپو نوی ګینو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
یکشنبه ــ ۱۳ سپتمبر ــ د کاناډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

افغان رساله د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلې راتګ کاناډا ته ښه راغلاست وایی او د لوی خدای(ج) له دربارڅخه دوی ته د بریاوو هیله کوي.