د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او د هالينډ د لوبې انځوريز رپوټ

الهام ياسيني، بشير ګواښ او سعيد کاکړ 03.09.2009 14:59

د سې شنبې په ورځ افغانستان د هالینډ د امتسفلين په ښار کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې خپلې هالينډۍ سيالې ته په دویمې یوې ورځنۍ لوبه کې په  ۶ ويکټو ماتې ورکړه.  انځوريز رپوټ یې په لاندې ډول دی:

 
 هالينډ پچه وګټله او د بيټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.  
افغانستان د هالينډ سره په دې لوبه کې هستي ګل هم ولوباوه. هستي ګل د کرکټ د ادارې له خوا په څلور ورځنۍ لوبه کې نه و اخيستل شوی.


د چې په مقرره پنځوسو اورونو کې هالينډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۱ وکړل . ډسوچټ په ۱۳۲ بالونو ۹۸ رنزونه وکړل.

د افغانستان لخوا نوروز منګل شپږ اورونه وکړل چې  ۳۵ رنزونه يې ورکړل او درې ويکټې يې واخستې .همداسې حميد حسن دوه ،هستي ګل يوه او شاپور ځدران هم يوه وېکټه واخسته .

بيا افغانستان بيټنګ پيل کړ. شهزاد په هر توپ ورغورځېدو. دلته یې هم د یو توپ پسې ټوپ وهلی دی خو ارمان چې ونه یې دومره جږه نه وه چې وهلی یې وو. محمد شهزاد له ټولو ډيرې ۱۱۰ منډې جوړې کړې او لومړی افغان دی چې په یوه ورځنۍ لوبه کې سل منډې پوره کوي.

شهزاد ۱۱۰ منډې داسې په اسانه پوره نه کړې، داسې ګوذارونه یې ه مپه کې خوړلي، اوف. 

شهزاد د سل منډو په پوره کولو خوښي کوي.

محمد نبي هم خواري وکړه.

 
اصغر ستانکزي ۳۰ منډې جوړې کړي.

سميع الله ۳۹ منډې وکړې. افغانستان د ۲۳۱ منډو هدفه په اسانۍ سره په ۴۷ اوور کې دڅلورو لوبغاړو په سوځيدو تر لاسه کړ. او په دې ترتيب يې هالينډ سره د دوو ورځنيوو سياليو دویمه لوبه وګټله او سيالي یې د هالينډ سره مساوي کړه.  د دې سيالۍ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه هالينډ ګټلې وه.


محمد شهزاد دخپل ښه بيټنګ له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو. 
 
د لوبې نور اتلان په هالينډ او اروپا کې مېشت افغانان وو.

افغانان به منې، هر چېرته چې وي په خپل هويت فخر کوي او ملې لوبډله نمانځي.