د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ د کمکيانو لوبډلې په ارمانونو خاورې واوښتې، د کاناډا له سيالۍ پاتې شوه

کمال الدين رنځور 02.09.2009 12:39

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د ۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبډله د نړیوال جام د غوراوۍ له سياليو بې برخې شوه.

د دې لوبډلې لوبغاړو په وخت د کاناډا ويزې ترلاسه نه شوې کړای.

د کمکيانو د نړيوال جام د غوراوي لوبې د سپتمبر په لومړۍ نېټه په کاناډا کې پیل شوې. د کرکټ نړیوالې شورا هيله منده وه  چې افغان لوبډله به کاناډا ته د سپتمبر له ۵ نېټې مخکې ورسېږي او خپلې لوبې به د نورو سره د ارام په ورځو کې وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې که لوبغاړي د کاناډا ويزې لاس ته را هم وړي، کاناډا ته د سپتمبر تر ۵ نېټې نه شي رسېدلای.

د کرکټ نړيواله شورا وايي چې د ټولو هېوادونو د کرکټ بورډونو ته یې د ويزو د اخيستلو په اړه ويلي وو او د کرکټ بورډ مسوول دی چې لوبغاړو ته په وخت ويزې واخلي.

هیله وه چې د کرکټ د بورډ د نوې ادارې سره به په هېواد کې د کرکټ اداري چارې سمې شي، خو ښکاري چې په هېواد کې لا د کرکټ نصیب  بيدار شوی نه دی. پخواد کرکټ مينه والو د ادارې له بې کفايتۍ ګېله لرله، خو ښکاري چې کرکټ اوس د بې کفايتۍ تر څنګ په نورو چارو د چارواکو د مصروفيتونو او بېروکراسۍ ښکار شو. موږ د کرکټ د بورډ مشر ډاکټر عمر زاخېلوال د دفتر سره په دې اړه اړيکي ټينګې کړې  خو داسې څوک نه وچې موږ ته یې په دې اړه معلومات راکړي. د کرکټ د بورډ نورو غړو سره هم په اړیکو نېولو بریالي نه شو.

د يادونې وړ ده چې د ماليې د وزير ډاکتر عمر زاخېلوال، د ولسمشر مشاور وزير شهزاده مسعود او یو شمېر نور د کرکټ د بورډ غړي له ټاکنو مخکې ولسمشر حامد کرزي ته په کمپاين او دا مهال په سياسو چنو وهلو مصروف دي.

د کمکيانو لوبډلې نړيوال جام ته د وتلو ډېر ښه فرصت لرلو ځکه چې له دې سياليو شپږ هېوادونه نړیوال جام ته ووځي. افغانستان د دې سياليو د څلورو مخکښو لوبډلو په کتار کې شمېرل کېده.

د کرکټ نړیوالې شورا له دې سياليو د افغانستان په وتلو خفګان ښودلی دی. د سياليو مشر ډيويډ ترولي ويلي دي چې ((دا د افغان لوبډلې لپاره یوه ستر ضایعه ده او شرم دی چې سيالۍ دا ډول رنګ غوره کړ)).

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان له محرومېدو وروسته د پاتې لوبډلو لپاره مهال ويش بدل کړی دی.