د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوس هم په تخرګ کې لا چرګوړي دنظارساتې

محمدامین بسمل 01.09.2009 09:49

دسپینې ماڼۍ واکمنانو ته

غله ته وایې غلا کوه دکور څښتن بیدارساتې
څو به یې دوه مخې څو به داسې اقتدارساتې

دا درغلۍ نه دي چې دا ته یې شپه او ورځ کوې؟
ولې دا غدار دوستم افغان ولس ته مار ساتې

ریچرد هولبروک تا خپله ترکې ته پسې ولېږه
اوس ولې پرشا سوې دغه ځان څنګه کنار ساتې؟

ستا ماڼۍ خوسپینه خو بلاوې پکې تورې دي
تورې نقشې ته باسې ترهګر ساتې کوکنارساتې

هم به شهیدان هم به غازیان هم به وي روغ اوجوړ
ته چې دکابل قاتلان داسې دوامدار ساتې

زموږه دلستوڼي ماران غلي لکه مړي وو
ته یې نازوې راته هریو لکه ښامار ساتې

ستا په نړیوال برم دشمال ټلوالې څه وکړل؟
اوس هم په تخرګ کې لا چرګوړي دنظارساتې

ښه بازار دتود دی دچړو او باروتي وسلو
یو حلالوې بل په اورونو کې حیصارساتې

دا دهمت غولی داحمد او دمیرویس کوڅې
اوروې پرې غشي په لمبو کې قندهار ساتې

بیا دې کړه ناولې په ناولو پښوزموږ خاوره
څو به دملالې او ایوب سیمه په څار ساتې؟

هم مرداري ته وکړې هم نور په کاڼو ولې ته
نور څوک غولولی نه شې ولې ځان ناګار ساتې

ستا دا فرعوني لښکر به مات ته به تري تم شې
ته چې زموږ کونډې یتیمان همېش ازار ساتې

ای بسمله لوی خالق ته لپه کړه لاسونه خپل
ولې دومره سوځې ولې زړه کې سور انګار ساتې