د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لومړۍ پاڼۍ کې هالينډ ۱۸۱ او افغانستان ۱۰۷ منډې وکړې

الهام ياسيني 24.08.2009 11:50

لومړۍ پاڼۍ:

هېواد منډې سوځېدلي اورونه
افغانستان ۱۰۷ ۱۰ ۳۶
هالينډ ۱۸۱ ۱۰ ۵۷

مخامخ حال:

- حميد حسن هم وسوځېد.

- شاه پور ځدراڼ هم وسوځېد.

- نوروز هم  وسوځېد.

- اوس نوروز او ميرویس اشرف ولاړ دي.

- سميع الله شينواری هم وسوځېد.

- محمد نبي هم اوټ شو.

چ- د افغانستان ۵ لوبغاړي سوځېدلي دي. افغانستان د توقع خلاف لوبه وکړه. او لوبغاړي یې ډېر زر وسوځېدل. اوس نو هیله نوروز او نبي ته دي چې دواړه سره همدا مهال ولاړدي.

- نور علي وسوځېد

- نور علي په لومړي اور کې منډه وانه خيسته. ښه ده چې ارامه لوبه وکړي. موږ چې لومړۍ پاڼۍ وګټو دا یواځې په خپله ۶ نمرې لري.

- نور علي ځدراڼ ته دعاګانې کوﺉ چې الله ج یې بيا وځلوي.

- د افغانستان بيټنګ پيل شو. نور علي او احمد شاه پيلوونکي يا اوپنران دي.

- د چای وقفه ده او ورپسې د افغانستان بيټنګ پيل کېږي.

- په لومړۍ پاڼۍ کې حميد حسن او محمد نبي څلور څلور او شاه پور ځدراڼ ۲ ويکټې واخيستې.

- د لوبې ژوندی حال په دې پاڼه هم ليدلای شﺉ.

http://www.cricinfo.com/icccont2010/engine/current/match/415171.html

- پنځم کس هم اوټ شو.

- څلورم کس لاړو وسوځېد. محمد نبي اوټ کړ.

- ولاړو بيټسمينانو تر اوسه د ۶۳ منډو شراکت کړی دی.

- ګروت په سميع څلوريزه ووهله.

- محمد نبي اور وکړ او درې منډې یې ورکړې.

- ۳۱ اور سميع شينواري وکړ. ۱ منډه یې ورکړه.

- لوبغاړي ميدان ته راغلل. محمد نبي اور وکړ.

- اوس د غرمې ډوډۍ وقفه شوه.

- سميع الله شينواري په لومړي اور کې ۷ منډې ورکړې.

- سميع الله شينواری توپ اچونې ته راغی.

- محمد نبي بالينګ ته راغی او په لومړي اور کې یې ۸ منډې ورکړې.

- ولاړ دوه لوبغاړي سره ډېر ودرېدل، الله ج دې خير کړي.

- د هالينډ درېم لوبغاړی هم وسوځېد. درېم لوبغاړی حمید حسن ال بي ډبليو کړ.

- ميرويس اشرف دوه اورونه وکړل او دواړه یې ميډين کړل.

- د هالينډ دویم لوبغاړی هم وسوځېد. دا لوبغاړی زېدرنت نومېږي او په صفر وسوځېدو. د شاه پور ځدراڼ په توپ سمیع الله شينواري کيچ واخيست.

- ۹م اور شاه پور کوي. تر اوسه یواځې شاه پور او حميد توپ اچوي.

- د هالينډ یو لوبغاړی وسوځېدو. سوځېدلی لوبغاړی برېسي نومېږي او شاه پور ورته ويکټې وويشتې.

- شپږم اور حميد ميډين کړ، يانې یوه منډه یې هم په کې ورنکړه. اووم اور شاه پور ځدراڼ کوي. افغانانو ته په کار دي چې لوبغاړي زر زر وسوځوي.

- شاهپور زدراڼ تر اوسه په درې اورونو کې یوه منډه هم نه ده ورکړې.

- شپږم اور حمید حسن کوي.

- که افغانستان له خيره دا لوبه وګټي نو نمرې به یې ۲۹ ته ورسېږي. تر دې مهاله یواځې سکاټلينډ د دوه لوبو په پای کې ۲۹ نمرې لري.

- تر اوسه دوه اورونه حميد حسن کړي دي او دوه شاهپور، پنځم اور هم شاهپور کوي.

- هيله لرو که هالينډ مېشتو افغانانو د دې لوبې انځورونه اخيستي وي چې موږ ته یې په دې پته راولېږي: webmaster@tolafghan.com

- هالينډ په دویم او درېم اور کې خپلې منډې ۸ ته ورسولې. یوه یې څلوريزه ووهله او څلور یې اضافه منډې تر لاسه کړې.

- لومړی اور شاهپور ځدراڼ وکړ او هالينډ په کې منډه وانخيسته.

- لوبه پيل شوه.

- پچه هالينډ وګټله او لومړی یې توپ وهنه یا بيټنګ غوره کړل.

تر دې دمه د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د لوبډلو د نمرو جدول په دې شکل دی:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۲

۱

۰

۲۹

کينيا

۲

۱

۰

۲۳

ایرلينډ

۲

۰

۰

۱۲

افغانستان

۱

۰

۰

۹

هالينډ

۱

۰

۰

۹

کاناډا

۳

۰

۰

۳

زيمبابوی

۱

۰

۰

۳

 

 

 

 

 

 

هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا  Draw شوي دي.

هالينډ مېشتي افغانان کولای شي د دې لوبو په اړه د هالينډ کرکټ له ویباڼې نور معلومات هم لاس ته راوړي.

د هالينډ د لوبو مهال ويش:

۱. څلور ورځنۍ لوبه: د اګست له ۲۴ څخه تر اګست ۲۷ پورې
۲. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه:د اګست په ۳۰ ورځ
۳. دويمه یوه ورځنۍ لوبه: د سپتمبر په لومړۍ ورځ