د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له اشرف غني احمدزي سره مرکه

فروتن 24.08.2009 11:53

درنو لوستونکو،

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې يوه حياتي مسئله ده. ولسمشريزو ټاکنو ته ۴۱ کانديدانو خپل نومونه ليکلي دي، په دوی کې يو هم د سياست او اقتصاد متخصص ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.

ډاکټر اشرف غني احمدزی په لوګر ولايت کې زېږېدلی، په ۱۳۴۶ کال د حبيبيه له لېسې تر فراغت وروسته يې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې په سياسي علومو، نړيوالو اړيکو او انسان پېژندنه کې ماسټرۍ او دکتوراې تر لاسه کړي دي.

په ۱۳۷۰ کال يې له نړيوالو بانک سره کار پيل کړو چې نژدې لس کاله يې دوام وکړ او په ځينو لويو هېوادونو لکه چين، هند، بنګله دېش، پاکستان او ويتنام کې يې په غټو اقتصادي پروژو باندې کار وکړ.

د بېړنۍ لويې جرګې لخوا د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې د وزير په توګه وټاکل شو.

ښاغلی اشرف غني احمدزی لومړنی افغان دی چې په ۱۳۸۵ کال کې د ملګرو ملتونو د سر منشي د څوکۍ لپاره کانديد و.

نوموړي د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې د استاد په توګه کار کړی او کابل پوهنتون د ريس په توګه يې هم دنده تر سره کړې ده.

موږ له نوموړي سره د هغوی د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه مرکه کې، چې ستاسو پام ورته را اړوو.

مرکه کوونکی: غوث الدين فروتن

پوښتنه: ډاکتر صاحب که له دې رازه پرده پورته کړئ، چې خلک ولې تاسو د کرزي په وړاندې يواځنى حريف ګڼي؟ 

ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم

لومړى له تاسې ټولو نه ډېره مننه.

د خلکو دريځ داده، چې زه يو منظم پلان او پروګرام لرم، دا پروګرام د خلکو په هيلو باندې بنا ده او خلک خپلې هيلې او پېرزوينې په دې پروګرام کې منعکسې بولي او بل دليل يې دا ده، چې د څو لسيزو په چوکاټ کې ما همېشه د افغانستان ولس ته رښتيا ويلي دي، هېڅ وخت ما ولس سره دروغ نه دي ويلي او وختې، چې امکانات د دې وو، چې قربانۍ ته ضرورت و زه را وړاندې شوم او اوس زه فکر کوم، چې ولس هم په دې پوهېږي، چې زه له ښاغلي کرزي سره کومه شخصي ستونځه نه لرم، زموږ ستونځه شخصي نه ده، که کرزي صاحب  سبا له ما نه زما جايداد وغواړي د وطن لپاره به يې وروبښم. زموږ په منځ کې اختلاف په ملي ګټو باندې ده او ځکه چې دا دريځ يو اصولي دريځ ده، نو زه فکر کوم ولس دې نتيجې ته رسېدلى، چې د کرزي صاحب حريف زه يم.

پوښتنه: ډاکتر صاحب په کوم ډاډ مو ځان کانديد کړ؟

ځواب: د ولس په ډاډ.

پوښتنه: که بريالي شئ ستاسو په دوره کې به د افغانستان ستر بدلون څه وي؟

ځواب: افغانستان به بيا د ملي حاکميت خاوند شي؛ ځکه نن د کرزي صاحب په دوران کې افغانستان خپل ملي حاکميت له لاسه ورکړى. کرزي صاحب باندې، چې زور راشي ژاړي، زه ژړا ته نه يم جوړ شوى. زه د دې لپاره جوړ شوى يم، چې د يتيم اوښکې پاکې کړم او د ولس اوښکې وچې کړم او دلايل د دې، چې يتيم وژاړي او يا کونډه کونډه شي او يا ځوان ووژل شي دا دلايل بايد سړى لرې کړي، ولسمشري د ژړا کار نه ده، ولسمشري د تعهد، د پروژې او د قاطعيت کار دى؛ نو ځکه زه هيله لرم، چې د ولس بنيادي ستونځې لرې کړم، تر څو، چې پس له دې دا ضرورت نه وي، چې بيا ولس په ژړا شي.

پوښتنه: ډاکتر صاحب له ولسمشر کرزي سره له ايتلاف وروسته ځينې شوې وعدې بربنډې شوې، د بېلګې په ډول ولسمشر کرزي ښاغلي کرزي له محقق سره د دريو ولسواليو د ولايت کېدو او د پنځو ولايتونو د ورکړې وعده کړې ده، آيا تاسو هم له خلکو سره دا ډول ژمنې کړې دي؟

ځواب: نه؛ ځکه ولسوالۍ زما حق نه ده، دا بايد د عدالت په چوکاټ کې، د اصولو په اساس باندې فيصله وشي. څو ولايتونه لرو، دلايل يې څه دي؟ که معيار واضح نه وي؛ نو ولې دې شينواري ولسوالي پاتې شي او يو بل ځاى دې په ولايت بدل شي؟ ولې دې شوراوک ولسوالي پاتې شي، يو بل ځاى دې په ولايت بدل شي؟ يا ولې دې بهارک ولسوالي پاتې شي يو بل ځاى دې... يا شينډنډ، غورماچ يا بل ځاى. حساب څه ده، اداري تشکيلات د دې لپاره جوړ شوي دي، چې خلکو ته اسانتيا برابره کړي، اسانتيا په څو رقمه راځي اجتماعي عدالت، وختې چې له ټولنيز عدالت نه خبرې کوو، خو يوه برخه يې دا ده، چې بايد امکانات ټولو ته په اصولو برابر شي، تر څو، چې دا خبرې په اصولو باندې ونکړو موږ به همېشه په ستونځو باندې ګرفتارېږو؛ ځکه خلک بيا فکر کوي، چې يو ځاى د افغانستان کې ارامي ده او ورته ډېرتره توجه ده او بل ځاى نشته او بل دا د کرزي صاحب صلاحيت نه ده، د مثال په توګه؛ که له محقق سره يې دا وعده کړې، چې پېنځه وزارتونه درکوم، دا خو د کرزي صاحب صلاحيت نه ده، چې وزير له ولسي جرګې نه تېر کړي. کرزى صاحب به يې وټاکي؛ مګر ولسي جرګه به يې ومني؟! او سبا يې که ونه منله بيا د ده ژمنې څه کېږي؟! نو دا وعدې اصلاً اساس نه لري؛ ځکه زما شهرت په دې کې ده، چې زه چا ته يا لوظ نه ورکوم او يا که لوظ ورکړم په مرګ ورباندې درېږم او په دې ترتيب باندې بايد سړى بېرته هغه افغاني او اسلامي اصولو ته راشي، چې د سړي قانون معنا ولري؛ ځکه د اعتبار فضا په دې باندې نه ټينګېږي، چې موږ خلکو ته سره او شنه باغونه ورښيو، خلک غواړي، چې پوه شي، چې آيا دا ژمنې، چې کوى شو عملي دي که نه دي.

مننه؛ ډاکتر صاحب اوسني حکومت له طالبانو سره جنګ د جنګ له لارې له منځه وړل غوښتل خو پکې پاتې راغی، آيا تاسو ته يې کومه بله لاره معلومه ده؟

ځواب: بلې؛ زه غواړم، چې لومړى تر هر څه وينه بنده کړم. د يوې ګولۍ قيمت پنځه ويشت افغانۍ دی (د يوه کلاشينکوف ګولۍ)، آيا د يوه ځوان عمر تباه کول په پنځه ويشت افغانيو باندې موږ کوو؟!! نن زه پلار يم، خپل مې دوه اولاده دي؛ مګر په افغانستان کم له کمه زه پنځلس ميليونه اولاده لرم، د دوى له بيولوژيکي يا فزيکي پلرو نه زه ډېرتر دوى ته مسوول يم؛ نو ځکه بايد دا ترتيب برابر کړو.

زما طرحه څه ده، زه غواړم، چې اول يو اوربند راشي (د دريو کلونو لپاره)، چې د دې اوربند د برابرولو لپاره دواړه خواوې بايد په اصلي ستونځو باندې وګړېږو او پوه شو، چې ولې له موږ نه مرور شول، ولې ټوپک ته لاړل او ولې وينه تويوي. پس له دې نه دوه نورې غوښتنې دي، دا غوښتنې دا دي، چې خارجي قوتونه دې له افغانستان نه ووځي. ما تاسې ته وويلې، چې زما لوى هدف دا دى، چې د افغانستان ملي حاکميت بيا ژوندى کړم؛ نو دې کې د اصل نظر نه موږ اختلاف نه لرو، زه نه غواړم، چې خارجي قوتونه يوه ورځ ډېرتر له هغې نه، چې ضرورت ده دې خاوره کې پاتې شي؛ مګر موږ بايد يو اصولي چوکاټ ولرو، چې خپل بنسټونه جوړ کړو، که درې کاله زموږ مرور وروڼه اوربند وساتي، درېيم کال کې به د خارجيانو د وتلو نېټه له دوى سره په ګډه وټاکم او درېيمه خبره دا ده، دوى غواړي، په اساسي قانون کې څه بدلون راشي، اساسي قانون يو قانون  دى، چې د بدلون لاره يې پخپله په قانون کې پرته ده، توبه نعوذ بالله دا خو قرآن شريف نه ده، چې د تغير وړ نه وي، که ډاکتر صاحب عبدالله د انتخاباتو په چوکاټ کې وغواړي، چې نظام بدل کړي له رياستي نه يې پارلماني کړي؛ نو ولې يو بل وګړى د افغانستان حق ونه لري، چې نورو موادو ته تغير ورکړي؛ نو په دې چوکاټ کې زه څه وايم، زه وايم قانوني لاره دا ده، چې په انتخاباتو کې شرکت وکړئ يا لاړ شو پس له هغه نه ريفرينډم ته؛ ځکه چې يو واضح د ولس رايې ته مراجعه په اساسي قانون کې ځاى شوې ده. په دې ترتيب باندې موږ نتيجې ته رسېدلى شو، چې دا دريځ د يوه اقليت دريځ ده، يا اکثريت د ولس يې مني، دا هم د اسلام د مبين دين د اجماع اصل ده او هم د ولس، په ولسي توګه د جرګو اصل ده، چې يو اقليت نشي کولاى، چې په زوره يو اکثريت مجبور کړي، چې... اما په سياسي چوکاټ کې هر څوک حق لري، چې خپلې غوښتنې په مشروع توګه طرحه کړي، چې تر څو موږ نتيجې ته ورسېږو؛ نو لومړۍ خبره معلومه داره دا ده د دې لپاره، چې اوربند ټينګ شي بايد د بنديانو تحقيق وشي او د بنديانو د خوشې کېدو لپاره يوه سمه اصولي لاره وضعه شي، تر څو چې د دواړو خواوو په منځ کې د اعتماد فضا منځته راشي.

پوښتنه: احمدزى صاحب ستاسو په نظر د وخت په تېرېدو سره ولې اوسنى حکومت کمزوى او طالبان پياوړي شول؟

ځواب: ځکه، چې اوسنى حکومت له فساد نه ډک ده، يوه طرحه نه لري، يوه ستراتېژي نه لري، زعامت يې ضعيف ده او مديريت يې ناکامه ده. وختې، چې زه د ماليې وزير وم ما د (٨.٢) ميلياردو ډالرو ژمنه واخيستله له دنيا نه او په عين حال کې مې دنيا ته قناعت ورکړ، چې افغانستان په راتلونکيو اتو کالو کې (٢٦.٥) ميلياردو ډالروته ضرورت لري، دا ژمنې د دنيا له خوا نه تکرارې شولې؛ مګر په دې حکومت کې دومره کفايت نه و، چې دا پيسې مصرف کاندي، په هره برخه کې، چې وګورئ يو نوى ملي پروګرام پس له دې نه، چې زه له دولت نه ووتم طرحه او تطبيق نشو. بالعکس څه وشو، رشوت اوج ته وخوت، ځانځاني عامه شوه، قانون بدل شو په خاني باندې، کاشکې پخوانۍ خاني وای، چې خان په خېل باندې و، اوس په يوه سرداري توګه رفتار کېږي، چې قانون معنا نه لري. قاچاقبر ته ګورئ، په قاچاقبر باندې حکم کېږي، چې شپاړس کاله يا اتلس کاله بندي کېږي، د اساسي قانون متن ډېر صريح ده، چې د يوې محکمې قطعي فيصله بايد اجرا شي، چېرې يې په اساسي قانون کې ويلي دي، چې ولسمشر د دې حق لري، چې قاچاقبر خوشې کړي، ولسمشر يې خوشې کوي د دې لپاره، چې په انتخاباتو کې ورسره برخه واخلي. اساسي قانون ويلي دي، چې ولسمشر د دې حق نه لري چې دولتي ځمکه ورکړي، صريح متن د اساسي قانون ده. ولسمشر څه کوي په زرهاوو جريبه ځمکه بښي. اساسي قانون ويلي دي، چې صلاحيت د رئيس جمهور واضح ده، چې د وزير د انتخاب وړانديز کولای شي اما صلاحيت د ولسي جرګې ده چې ويې مني که نه. ولسي جرګه وزير ردوي، رئيس صاحب څه کوي، هغه سرپرست مقرروي، د  سر پرست معنا څه ده؟ د قانون تر پښو لاندې کول. نو په دې اساس باندې که وګورئ دا ټول په څه باندې ټوليږي، يو فاسد نظام باندې او بيا راشئ په خاصه توګه باندې د افغانستان جنوب ته وګورو، هلمند ته، اروزګان ته، کندهار ته او زابل ته، درې کاله خلک ارام وو. خلکو په انتخاباتو کې برخه واخيسته، خلکو کرزي صاحب ته رايه ورکړه، خلک دوعاوې کولې چې کرزی صاحب دې بريالی شي. کرزي صاحب څه وکړل، داسې اشخاص يې ولسوال، والي او قوماندانان وټاکل، چې د هغوی له لاسه د طالبانو حرکت منځ ته راغلی و او طالبانو دوی شړلي وو. دوی چې بيرته راغلل، څه يې وکړل، خپل قسمونه يې په ياد کېښودل چې دا وار به ناروا نه کوي يا په ولس باندې يې ناروا شروع کړه. دا ناروا سبب د دې شوه چې خلکو وويل دا باطل ده.

ډاکټر صاحب تاسو مخکې د اداري فساد خبره وکړه، ستاسو په نظر د ښاغلي کرزي په اداره کې اداري فساد ولې زيات شو، د دې لاملونه څه دي؟

لومړی دليل يې دا ده، چې د مخدره موادو پاچايي منځ ته راغله. په لومړيو کلونو کې، په حدود د څلور سوه زرو خلک د افيوم په تجارت باندې بوخت ول. د کرزي صاحب د حکومت په دوران کې دا بدله شوه په هغه شي باندې چې په انګريزي کې ورته کارټل وايي، يعنې يو لوی شرکت له دې نه جوړ شو چې انحصار يې تر لاس واخيست، ۳۵ نفره د دې کارټل يا شرکت اساسي غړي دي، ۱۵ نفره يې د نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د ضد دفتر د اټکل له مخې په کندهار کې ژوند کوي. بيا دا څېړنه شوې چې ډېره دقيقه ده، دوی په دې وتوانېدل چې پوليس د خپل لاس اله وګرځوي. د دې پر ځای چې پوليس ولس وساتي، پوليس د دې موجب شول، چې د افيمو تجارت ټينګ کړي او دلته سرتاسر فساد راغی، ځکه ټول ولس ته معلومه ده چې عمده څوکيو نرخ درلود. د ولسوالۍ د قومانداني نرخ هم معلوم و، د ولايت او مخصوصا د حساسو ولايتونو نرخ هم معلوم و. کله چې په ۶۰ ډالره باندې شپږ سوه زره ډالره کته پورته کېدل او هغه هم د شپږ مياشتو لپاره، نو تاسو پوهېږئ چې دا يې اوله برخه ده. دويم دليل يې دا و چې د ځمکو غصب شروع شو، دولتي ځمکې چارواکو ونيولې، ابتدا يې له کابينې نه پيل شوه او هغه شېرپور و. د کابينې اکثريت څو نفره وو چې موږ په دې کې دخيل نه وو، دا فيصله وکړه چې د شېرپور پنځه بسوې په ۱۲۰۰ ډالرو باندې د ځان کړي په داسې حال کې چې په ازاد بازار کې هره بسوه تر ۲۰۰۰۰ ډالرو پورې رسېدله او کله چې ولس غږ پورته کړ، نو بيا دا ټول جنابان سره کېناستل او ويل يې: والله اوس خو مو کړي دي، راځئ چې په ځان باندې نرخ لوړ کړو او دا وار يې په ځان باندې د بسوې پر سر ۱۰۰۰۰ ډالره کېښودل. ځينو يې پيسې ورکړي او ځينو يې تر اوسه هم پيسې نه دي ورکړي اما که د ښار جوړولو وزير ويناوو ته د قيق شئ، په سلهاوو زره جريبه دولتي ځمکه چارواکو تر لاسه کړې. دريم دليل يې د عوايدو و. زما ملګرو او ما د ماليې په وزارت کې بنيادي اصلاحات راوستل. تقريبا ٪۶۰ رشوت موږ لری کړی و. مګر رشوت په يوه ورځ کې نه ورکيږي، دې پنځه کال غوښتل چې په رښتيني ډول يو اوله درجه د ماليې وزارت منځ ته راشي. پس له هغه نه د عوايدو په منابعو باندې يو بل تجارت شروع شو، مثلا د خاصو اشخاصو په ګومارلو او په ځينو قراردادونو باندې. بله برخه لوی فساد دا ده چې قرارداديان راځي او د يوې امضا لپاره، معلومداره ده چې حاضر دي په سلهاوو زره ډالره حتی بعضي وخت مليونونه ورکړي، اما نتيجه يې دا ده چې د افغانستان له لاسه په سلهاوو مليونه ډالره وځي، دا په پورته کچه اداري فساد ده، دا يې علايم دي، علت څه دی؟. علت يې دا دی چې پوښتنه نشته. زموږ په ټولنه کې يوه ډېره عظيمه خبره ده، ځکه لويې خبرې همېشه ډېرې اوچتې او پاکې وي، هغه ته مکافات او مجازات وايي، د کرزي صاحب په نظام کې نه مکافات شته نه مجازات. 

ډاکټر صاحب که تاسو د ولسمشر کرزي پر ځای وای، څه به مو کړي وای؟

ما به يو وزارت پس له بل نه په بنيادي توګه اصلاح کړی وای، ما به يو ولايت پس له بل نه په اساسي توګه اصلاح کړی وای او ما به ځان قانون ته تسليم کړی وای. زما دريځ به دا وای، چې کم تر کمه ۲۰ نفره به مې روزلي وای چې زما ځای ونيسي. ما به د يوې ډېرې اساسي ستراتيژي په اساس باندې د افغانستان هر ګوټ ته په يو نظر کتل او دا شرايط به مې برابرول، چې د افغانستان ملي حاکميت په اساسي توګه ټينګ شي او موږ د داسې يو دولت، اقتصاد او ملت جوړونې پروسه پيل کړو، چې د هغې په اساس باندې يو موټی افغانستان، موړ افغانستان او روغ افغانستان زموږ راتلونکی وي. 

ډاكټر صاحب را به شو د ټولټاكنې برخې ته، له ډېرو خلکو سره د ولسمشرۍ د راتلونكو ټولټاكنو د شفافيت په اړه له خلكو سره اندېښنې موجودې دي، د بېلګې په ډول دوی فکر کوي چې ممکن بهرنيان به د کوم مشخص کانديد د برياليتوب لپاره هڅې وکړي، د بېلګې په ډول په دې برخه کې د ښاغلي کرزي نوم ياديږي، په دې اړه تاسو څه واياست؟

دا حكومت د دنيا پنځم فاسد حكومت دى، نو له دې نه څه توقع لرئ؟ كه دوى ته ووايې چې قانون تر پښو لاندې كوي نو څه وخت يې قانون ته اطاعت كړى؟ مګر دلايل د دې لپاره چې په ټاكنو كې درغلي وشي ډېر دي. كرزى صاحب څه راولي، يوه ورځ به ډوډۍ وركړي څه چاى به هم شايد پيدا شي او يو څو روپۍ به مو په جيب كې وي. زه څه غواړم، زه غواړم دې وطن ته سل كاله د عزت ډوډۍ وركړم، چې دوى وكړى شي خپله ماړه شي او بيا هيڅ وخت دې ته محتاج نه وي چې د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل حق او امانت تر پښو لاندې كړي.

د ولسي ستونزو د خبرېدو له پاره به له ولس سره مستقيم تماس ولرئ او که به په څو محدودو مشاوروينو اتکا کوئ؟

نه باالعكس، ولس سره به په دوامداره تماس كې اوسم، زما طريقه همېشه دا ده چې زه ولس ته ځم، نه دا چې د دروازو شا ته كېنم چې ولس ما ته راشي. نو څو طريقې به په اول كې راولو: لومړۍ به دا وي چې له هر كلي نه لس نفره، له هرې ولسوالۍ ۲۵ نفره او له هر ولايت نه ۵۰ نفره د يوې ټيليفوني منظمې شبكې له لارې له ارګ سره په تماس كې وي. زه غواړم چې هره ورځ له دې خلكو نه د ارګ لخوا معلومات راټول شي، چې دوى د امنيت، اقتصاد او د ژوند په اړه ګذارش راكړي، چې د امنيتي چارواكو د ګذارشو په څنګ كې موز يو ولسي ګذارش هم ولرو. دويم: زه غواړم چې ولس دې په كال كې درې ځله د هر ولايت ټول چارواكي تر څېړنې لاندې ونيسي او دوى ته دې د امتحان يوه پارچه وركړي. اعلى، مكافات به وركړو، ادنى، مجازات به وركړو. كه وسط كې و ورسره كښېنو به چې ولې وسط يې؟ ځان اوچت كړه. زه به په هر كال كې درې ځلې له هر ولايت سره كښېنم او همدارنګه له وزارتونو سره. موږ كه غواړو چې په افغانستان كې يو قانوني حكومت راولو نو شروع يې بايد له ولسمشر نه وكړو. ولسمشر بايد تر ټولو ډېرتر په قانون اتكا ولري او هر عمل يې بايد قانوني وي، ځكه چې د ولسمشر هر عمل يا د ښه كار يا د بد كار يو تهداب دى.

ستاسو په نظر د ملت جوړولو بنسټونه څه دي؟

د دې لپاره چې موږ ملت جوړونې ته لاړ شو، درې اصولو ته ته ضرورت لرو. لومړى بايد په اسلام باندې پوه شو. اسلام د دې خاورې ملا ده. بې له اسلامه دلته د سياسي تفكر چوكاټ وجود نلري، موږ کوښښونه نكړل، مختلفې مفكورې راغلې، خو هيچېرې ونه رسېدو. دا ولس مسلمان ده، مسلمان و او تر ابده به مسلمان وي، راشئ دا د يوه اصل په حيث ومنو، له دې نه بغير كار نه شئ كولاى. دويم، موږ بايد افغانيت خلق كړو، ځكه تر څو چې دا ونه منو چې افغانيت په يووشتمه پېړۍ كې څه معنى لري. ډېرې ژبې لرو، په دې كې ستونزه نشته، ځكه يو ماشوم كولاى شي، چې يوه ژبه زده كړي او يو ځوان كولى شي يوه ژبه هېره كړي. مګر د افغانيت چوكاټ دا ده، چې د ملي ګټو چوكاټ بايد معين شي. د هغه په منځ كې موږ كولاى شو چې ډېر بحثونه يو بل سره ولرو او هره ټولنه بحث لري. كه د محروميت بحث وي، يو دوامداره بحث دى، د ښكلا بحث وي، يو دوامداره بحث دى. مګر چوكاټ بايد معلوم وي چې موږ د يو وطن خلك يو او حقوقو او وجايب مو يو دي.

دريمه خبره دا ده چې موږ بايد تخنيكي ظرفيت ولرو. د دې معنى څه ده؟ كه غواړو چې ملت جوړ كړو بايد په پوهه باندې او مخصوصا پوهنتونونو باندې لويه پانګه واچوو. ځكه تر څو چې يو ځوان، مسلمان افغان او د تخنيكي پوهې خاوند نه وي، موږ نه شو كولاى چې په دې خاوره كې ثبات راولو.

ډاكټر صاحب په اوسني پړاو كې د ملت جوړونې لپاره سرتاسري سوله ډېره ضروري ده، تاسو په هېواد كې د سرتاسري سولې د راوستو لپاره كوم پلان لرئ؟

دا څو برخې لري، يوه برخه يې د سولې د راوستو لپاره له دريو تر اوو كلونو يو چوكاټ ده. دويمه خبره دا ده چې زموږ امنيتي بنسټونه بايد په بنيادي توګه اصلاح شي. نن پوليس ملي نه دي، اردو نيمچه ملي ده او په ملي امنيت باندې ټول ملت اعتبار نلري، نو ځكه زه غواړم چې په لومړۍ ورځ د اردو د اعلى سرقومانداني دنده بيرته په لاس كې واخلم. معنى يې څه ده؟. يو منظم دفتر به جوړ شي، چې د ورځې درې واره يعنې هر اته ساعته كې به يو منظم امنيتي راپور ما ته راكوي او زه به هره ورځ يو ساعت امنيتي جلسه ولرم تر څو چې ثبات په مطلق ډول ټينګ شي. د كورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنيت، دا ټول به په يو منظم چوكاټ كې خپل ګذارشونه به په ليكلي ډول راكوي او دا به بيرته له ولسي ګذارشونو سره پرتله كيږي، تر څو چې موږ په نتايجو باندې پوه شو چې رښتيا چيرې ده او دروغ چيرې دي او څه كوو.

دريمه برخه دا ده چې موږ بايد يو سياسي قشر يا سياسي طبقه منځ ته راوړو، چې دا به په افغانستان كې شايد ۲۰۰۰۰ يا ۳۰۰۰۰ مخور كسان وي چې ديني عالمان، جهادي منزه قوماندانان، قومي مشران، د ځوانانو د سازمانونو او د ښځو د سازمانونو غړي به وي، دغه د نوي افغانستان يو سياسي قشر ده. چې يو ترکيب د پخوانيو بنسټونو او د نويو بنسټونو ده.

په دغه چوکاټ کې دغه شل تر دېرش زره نفره د سل زده اردو کار کوي. که نن موږ غواړو چې افغانستان کې په رښتيا سوله راولو، نو بايد بېوزلي لرې کړو او د کار د منځته راوړلو لپاره جدي اقدامات وکړو.

د همدې لپاره چې ما ويلي دي، يو مليون کارونه او يو مليون نوي کورورنه زما د ستراتيژۍ يوه عمده برخه ده.

همدا اوس په زرګونو افغانان د بګرام، څرخي او ګوانتانامو په زندانونو کې د غلطو معلوماتو په بنسټ بنديان دي؟؟؟

هو، د دريو کلونو په چوکاټ کې بايد د بګرام زندان وتړل شي. ځکه دا د خپلواکۍ يو بت او يو مهم عنصر ده، چې د يو وطن وګړی د بل چا په بنديخانې کې نه شي ساتل کېدای. دا څه غواړي، د دې لپاره چې بګرام وتړو، بايد څه وکړو. قاضيانو کې بايد اساسي اصلاحات راوړو تر څو چې قاضيان په بډو او رشوت اخته نه وي او کله چې يو څوک محکمې ته ځي نو بايد د محکمې حکم ته د يو عادل حکم په اساس وګوري. تر څو چې محکمه د ولس د يو غړي له نظر نه د عدالت د يوې مرجع په توګه تعبير نه شي موږ ثبات نه شو راوستلای. بله برخه يې د بنديخانو اصلاح ده. زموږ بنديخانې په ډېر بد حال کې دي، مخصوصا د ښخو بندیخانې.

موږ ځان ته يو ډېر غيرتي ولس وايو، مګر ايا خبر يو چې زموږ په بنديخانو کې زموږ له خويندو سره څه کيږي. قاچاقبران خوشې کېږي، اما يوه کونډه، ددې لپاره چې خپلو ماشوماتو ته ډوډۍ ورکړي او غلا يې کړې، کلونه کلونه په بنديخانه کې تېروي.

موږ بايد په اصولي توګه بيرته وګورو چې دليل د بنديخانو څه ده او ولې بنديخانې لرو. بنديخانې د دې لپاره نه دي چې ډېرتر غله او بدمعاشان راته تربيه کړي، بلکې بنديخانې د دې لپاره دي چې ټولنه له بدمعاشانو نه محفوظه وساتي. نو اصل به دا وي چې که موږ غواړو بهرنۍ قواوې موږ بنديان نکړي نو بايد خپل قضايي نظام او د بنديخانو انتظام په ډېره اصولي توګه ونيسو.

د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي ګن حکومتي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېل ګڼل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟

لومړۍ برخه يې دا ده، چې د اداري فساد د لرې کولو لپاره بايد درې زره عالي رتبه چارواکي د تقوی روژه ونيسي. معنی يې دا ده چې خپل ټول جايداد به موږ اعلان کړو او په هرو شپږو مياشتو کې يې بايد بيرته تر اولسي څېړنې لاندې ونيسو، چې ايا نوي مو څه پيدا کړي؟ او که پيدا کړي مو دي مدرک يې څه ده؟

دويمه برخه يې دا ده چې زموږ په امنيتي بنسټونو کې بايد اساسي اصلاحات راشي، ځکه بې له هغه نه موږ نه شو کولای چې د مخدره مواد له تاثير نه ځان خلاص کړو.

دريمه برخه يې دا ده، چې موږ بايد د کرنې رغونې ته لومړيتوب ورکړو او زما طرحه دا ده چې د يو بزګر ورځنی عايد بايد له ۵۰ افغانيو نه ۲۰۰ افغانيو ته اوچت شي او دا بې له دې نه چې موږ هم په اوبو او برق باندې له يوې خوا نه، د کرنې د علم نه له بلې خوا کار وکړو نه کېږي، مګر مهم ترينه برخه يې دا ده چې موږ بايد د خپلې کرنې د توليداتو لپاره نړيوال او سيمه ييز بازار ولرو.

تر څو چې زموږ د وګړو ژوند هغه حد ته ورسيږي، چې دوی ځان محفوظ وبولي. په ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ هغه حد ده چې له اقتصادي نظره  بيا د کوکنارو کرل واره نه کوي. نو دا يې اقتصادي برخه ده چې زه غواړم نړۍ په دې قانع کړم چې که موږ کوکنار کرو، دليل يې تاسو ياست. که د دوی په وطن کې هيروين قانوني وای سبا به دوی خپله کرل، ځکه دوی يې هلته مخه نشي نيولی او په موږ باندې دلته فشار اچوي، مګر مسئوليت د دواړو ده. دوی بايد خپل مسئوليت زموږ په مقابل کې اجرا کړي، ځکه چې زموږ زامن، ماشومان په دې اخته شوي، بې له دې نه چې دوی امکانات ولري.

بله برخه مې دا ده چې زما فشار به د هيروينو د توليد کوونکو او د قاچاقبرانو په مقابل کې وي.

ډاکټر صاحب دېر خلک فکر کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيو د ګټو د ټکر نتيجه ده؟؟؟؟؟؟

 موږ يو ضرب المتل لرو. وايي چې، مال دې وساته، ګاونډی دې غل مه نيسه. اوس ګورئ ايا فاسد قاضي پاکستان ټاکلی؟، غل والي ايران ټاکلی؟، مردار قوماندان ازبکستان ټاکلی؟. دا خو ټول د کرزي صاحب د حکومت له خوا ټاکل شوي. بېکاره وزير چا معرفي کړی او چا منلی؟.

زما په نظر زموږ ستونزې حد اقل ۶۰ ٪ زموږ د چارواکو د بېکارۍ له امله دي. دوی يا عقل نه لري، يا نه پرې پوهيږي او يا له دې وطن سره مينه نلري. دا زمينه بايد بدله شي چې ولس سره مو يو ټينګ تړون منځ ته راشي، تر څو چې د ولس او دولت تر منځ بيرته د اعتبار فضا حاکمه شي.

 عامه رفاه او زير بنا؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

زه غواړم چې تعليمي سيسټم په بنيادي توګه بدل کړم. لومړی به له پوهنتونونو نه شروع وکړو. زموږ يو پوهنتون هم د سيمې په کچه نه دی. زموږ ځوانان ډېر عظيم استعداد لري او زموږ پوهنتونونه دا استعداد ضايع کوي.

زه غواړم چې زموږ پوهنتونونه د انسانانو د توليد په فابريکو باندې بدل شي. زه له پوهنتونونو نه څه غواړم، زه غواړم چې هغه سويه ورکړي لکه زه يې چې لرم، دغه زما هدف ده.

زه په هر افغان ځوان کې هغه استعداد ګورم چې په ما کې و، ځکه زه د دې خاورې محصول يم. زما او د يو اوسني ځوان تر منځ هيڅ فرق نشته. اسانترينه لاره يې دا ده چې زموږ ځوانانو ته د بعيد درس اسانتياوې برابرې شي. د بعيد درس معنی څه ده؟ موږ د نړۍ د بهترينو پوهنتونونو نصاب د هغوی له معلمينو سره دلته راړولای شو، يعنې معنی دا ده، هغه درس، چې په البرډ کې، يا کولمبيا کې يا ايم، اي، ټي کې ورکول کېدای شي، په خوست، باميان، مزار او جلال اباد کې يې هم بايد زموږ ځوانان تر لاسه کړي. نن ورځ اوسنۍ ټيکنالوژۍ دا کار اسانه کړی.

په دې چوکاټ کې زه غواړم، چې کم تر کمه د ټيکنالوژۍ د يوه پوهنتون خاوندان شو. تر څو چې موږ د دې ظرفيت پيدا نکړو چې سافټ وير په خپله وليکو او د ابتکار مرکز شو، موږ نه شو کولای چې دا د پرديو په پيسو باندې تمويل کړو. يا دا چې په دې ډاډه اوسو چې د کمپيوټر څو پروګرامونه مو زده کړي، موږ بايد د کمپيوټر پروګرامونه وليکو.

دويمه برخه تخنيکي تعليمات دي، زه غواړم هر ځوان چې له نهم يا دولسم صنف نه وځي بايد دومره تخنيکي پوه ولري چې سمه ډوډۍ پيدا کړي. نن ورځ وګورئ، يو عادي کاريګر په ورځ کې ۱۵۰ افغانۍ پيدا کوي او يو برقي په ورځ کې ۹۰۰ افغانۍ پيدا کوي. د دې فرق ته وګورئ، يو برقي بې له دې نه چې سواد ولري په څومره وخت کې روزل کېدای شي، په شپږو اوونيو کې. که يو ولس په رښتيا هم په خپل منځ کې زړه سواند وي، نو د دولسم صنف فارغ التحصيل نن وږی ګرځي. دومره موقع چا نه ده ورکړې چې برقيګري هم زده کړي.

دريم لومړني تحصيلات دي، په دې کې زه غواړم چې جومات او مکتب بيرته يو ځای شي، په دې معنی چې د افغانستان په هر کلي کې يو يا څو جوماتونه دي. له دې نه بايد د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره ډېره ګټه واخلو. هر جومات بايد تجهيز شي، هغه وخت تېر شوی چې موږ به خپلو ملا صاحبانو ته په دې سترګه کتل چې دوی بايد د کلي يو من غنمو او يا جوارو ته محتاج وي. موږ بايد په خپلو علماوو باندې په رښتيا پانګه واچوو او جومات ته هم د خدای (ج) د کور او هم د ملت د کور په حيث وګورو. نو په دې اساس باندې جومات بيا مرکزي کيږي، مدرسي په يو داسې چوکاټ کې راشي چې زموږ د اسلامی هويت برخه وي. په دې اساس باندې زه بيا غواړم چې ووايم د تعليماتو نتايج بايد درې شيان وي. ټينګه اسلامي عقيده، افغان شمول فکر، په منلو د دې چې موږ مختلفې ژبې لرو، واړه هويتونه لرو، په دې کې هيڅ شرم نشته او دريم تخنيکي پوهه. هر څوک بايد ددې دريو شرايط واجب وي او په دې باندې پوه شي چې يو افغان مسلمان هم ملي وجيبې لري، هم اسلامي وجيبې لري او هم بايد د يوې پوهې خاوند وي چې د هغې په اساس باندې حلاله روزي په سمه کچه پيدا کړي.

ډېره مننه ډاکټر صاحب، په پای کې ولس ته مو پيغام څه دی؟

ولس ته مې پيغام دا دی، چې په څو زره کلن تاريخ کې ولس هيڅ وخت د دې حق نه درلود، چې د ولسمشر د ټاکلو په اړه فيصله وکړې. په اساسي توګه تېر وار واقعا د انتخاب مسئله نه وه، ځکه په کرزي باندې ولس اجماع درلوده او د ده کاميابي يې غوښته نو رښتيا هم رقابت مطرح نه و.

زما پيغام ولس ته دا ده چې اوس بايد موږ د حق او باطل توپير وکړو، که فکر کوئ، چې تېر پنځه کلونه د حق کلونه وو، ژوند مو بهتر شوی، امنيت مو بهتر شوی او ملي وحدت مو ټينګ شوی، نو دوام ورکړئ. کرزی صاحب او د ده ملګري لايق وبولئ او ورته رايه ورکړئ. مګر که فکر کوئ، چې په تېرو پنځو کلونو کې ناروا شوې، حق نه ده ساتل شوی، عدالت نه ده ټينګ شوی، دولت غېزناک شوی نه دی، اقتصاد ته توجه نه ده شوې او ملت جوړونې ته پاملرنه نه ده شوې، نو دې خوا ته وګورئ چې د يو عادلانه نظام بديل موجود ده. يو متعهد شخص او ډله موجود دي چې وکړای شي خپل ژمنې په عمل کې پلې کړي، د حکومت او د حکومتدارۍ بڼه په اساسي توګه بدله کړي.

که ما سره کار کوئ، يوه ورځ پياز او ډوډۍ وخورئ، اما سل کاله به تاسو، ستاسو بچيانو، لسميانو او کړوسيانو ته د سم عزت، د سمې ډوډوۍ او د سم کار شرايط برابر شي. دغه د ولس فيصله ده او د ولس رايه يو امانت ده.

 ډېره مننه ډاکټر صاحب

مننه له تاسو نه فروتن صاحب