د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ په تاريخ کې نور علي څلورم لوبغاړی دی چې په دوه پاڼيو کې سل پوره کوي

الهام ياسيني 24.08.2009 09:43

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د ملي لوبډلې اوپنر یا پيلونکی نور علي ځدراڼ د کرکټ په تاريخ کې څلورم لوبغاړی دی چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې پرله پسې سل منډې پوره کوي.

۲۱ کلن نور علي ځدراڼ دا کارنامه تېره اونۍ د زيمبابوی د لوبډلې خلاف د زيمبابوی په موتاري ښار کې ثبت کړه. نور علي په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۰ او په دويمه پاڼۍ کې ۱۰۰ منډې وکړې. په دې لوبه کې سره د دې چې لوبه مساوي پای ته ورسېده، افغانانو ۹ نمرې لاس ته راوړې.

تر نور علي دمخه آرتر موریس (په ۱۹۴۰ کې د سويلي افريقا او کوينزلينډ لوبه)، ناري کانتراکتر (په ۱۹۵۲ کې د ګجرات او بارودا لوبه)، او عامر ملک (په ۱۹۸۰ کې د لاهور الف او پاکستان ريلویز لوبه) کې دا ډول کارنامه ثبت کړې ده.

د افغان لوبډلې روزونکي کبير خان ويلي دي چې نور علي ته نور هم هيله مند دی. کبيرخان وایي چې هر کله زه فکر کوم چې د نور علي بهترين کردار مې ليدلی،نور علي زما اټکل غلط ثابتوي او یو بل ځانګړی کار کوي.