د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان كركـټ لوبډله به سبا په امستردام کې د هالينډ د لوبډلې سره لوبه پيلوي

الهام ياسيني 23.08.2009 12:17

د افغانستان د كركـټ ملي لوبډله به د انټرکانټننټل په سياليو کې خپله دویمه څلورورځنۍ لوبه سباته د هالينډپه امستردام ښار کې د هالينډ د ملي لوبډلې سره پيلوي.

د هالينډ د لوبو مهال ويش:

۱. څلور ورځنۍ لوبه: د اګست له ۲۴ څخه تر اګست ۲۷ پورې. لوبه هره ورځ د سهار په ۱۱ بجو پيل کېږي.
۲. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه:د اګست په ۳۰ ورځ
۳. دويمه یوه ورځنۍ لوبه: د سپتمبر په لومړۍ ورځ

د لوبو کتل وړيا دي. هالينډ مېشتي افغانان کولای شي د دې لوبو په اړه د هالينډ کرکټ له ویباڼې نور معلومات هم لاس ته راوړي.  هالينډ د لوبو مهال ويش په دې لاندې پوسټر کې هم شته دی.

له هالينډ مېشتو هېوادوالو هيله لرو که د لوبې انځورونه یا خبرونه ولري موږ سره یې په دې پته  (webmaster@tolafghan.com)  شريک کړي.

تر دې دمه د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د لوبډلو د نمرو جدول په دې شکل دی:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۲

۱

۰

۲۹

کينيا

۲

۱

۰

۲۳

ایرلينډ

۲

۰

۰

۱۲

افغانستان

۱

۰

۰

۹

هالينډ

۱

۰

۰

۹

کاناډا

۳

۰

۰

۳

زيمبابوی

۱

۰

۰

۳

 

 

 

 

 

 

هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا  Draw شوي دي.