د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تحريك طالبان پاكستان نوى امير حكيم الله مسعود وټاكل شو.

ټول افغان خبري څانګه 22.08.2009 21:50

د تحريك طالبان پاكستان نوى امير حكيم الله مسعود وټاكل شو.

د برطانويې د يوې خبري سرچينې له قوله، د پاكستان د طالبانو ۴۲ كسيزې شورا حكيم الله مسعود د تحريك طالبان پاكستان د نوي مشر په توګه ټاكلى دى او د اعظم طارق په نوم يو بل كس يې د دې تحريك وياند ټاكلى دى.

دا خبرې د تحريك طالبان پاكستان مرستيال امير، مولوي فقير محمد رسنيو ته كړي دي خو ورسره يې د بيت الله مسعود وژنه په كلكه رد كړې ده، نوموړي وايي چې د بيت الله مسعود د وصيت له مخې  د تحريك طالبان پاكستان مركزي شورا دغه پرېكړه كړې ده. بيت الله مسعود هيله لري چې په ژوند يې د تحريك لپاره نوى امير وټاكل شي.

د وادولو وړ ده چې د امريكايي بې پيلوټه الوتكې له بريد وروسته اوس د بيت الله مسعود وژنه يقيني بللى شوې ده.

څارونكي وايي چې حكيم الله مسعود په سيمه كې څه چې په طالبانو كې ښه نوم او محبوبيت نه لري، دا چې اوس د بيت الله مسعود د وصيت خبره كيږي په نيږدې راتلونكي كې به پخپله د حكيم الله مسعود له خولې د بيت الله مسعود د مرګ خبر وركول يوه وړاندوينه ده، حكيم الله مسعود د تحريك طالبان پاكستان د اميركېدو لپاره د بيت الله مسعود نيشت وصيت د تاييد مهر ګرځول غواړي.