په ننګرهار کې درايو شميرنه پای ته ورسيده. کرزی لومړی، اشرف غني دوهم او عبدالله دريم نمبر دی.
21.08.2009 21:05سرچينه : خبرونه
دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد سربېره په ټولو ولسواليو کې دولسمشرۍ رايې شمېرل شوي او دغه پروسه پاى ته رسېدلې ده .
ولسمشرۍ څوکۍ ته دراى شمېرلو پروسه چې تېره ورځ په ننګرهار ولايت کې پنځه بجې پيل شوې وه دجمعې په ورځ له دولسو بجو وړاندې پاى ته ورسېده .
دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد سربېره د ټولو ولسواليو لپاره پنځه سوه اووه مرکزونه او يو زرو نهه سوه درې محلونه جوړ شوي وه چې سلګونه زرو ښځو او نرانو په کې رايې ورکړې . سره له دې چې يو شمېر تخنيکې ستونزې موجودې وې او په يو شمېر ولايتونو کې کم عمره هلکانو رايې ورکړې دي .
دجلال اباد ښار په اتو مرکزنو کې دبېلګې په توګه ترټولو ډېرې رايې دغو نوماندانو وړې دي .
دجلال اباد ښار په سپين جومات مرکز کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٥٦ اشرف غني ١٥٢ او حامد کرزي ٩٤٦ رايې وړي دي .
دجلال اباد ښار دعيدګاه جومات مرکز کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٨٨ اشرف غني ٢٨٧ او حامد کرزي ١١٩٠ را يې وړې دي .
دجلال اباد ښار په عبدالو وکيل لېسې مرکز کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٦١ اشرف غني ٢٦٨ او حامد کرزي ٩٨٢ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار د الائي لېسې په مرکز کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٦٨ اشرف غني ١١٥ او حامد کرزي ١٠٧٢ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار دسراج العمارت په مرکز کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٧٤ اشرف غني ١٨٠ او کرزي ١١٠٣ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار داستقلال لېسې په مرکز کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤١ اشرف غني ١٦١ کرزي ٩٢٥ او بشردوست ٢٦ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار په امير شهيد باغ مرکز کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ٤ اشرف غني ٣٠ او کرزي ١٥٣ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار د نازو انالېسې په مرکز کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ٧٢ اشرف غني ٣٢٢ او کرزي ١٠٧٨ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار دښوونې او روزنې د پوهنځي په مرکز کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ١٠٣ اشرف غني ٣٠٦ او کرزي ١٠٩٨ رايې وړې دي .
دجلال اباد ښار دعالي دارالمعلمين په مرکز کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ٧٣ اشرف غني ٢٨٠ او دکرزي ١٦٤٧ رايې وړې دي .
همدا راز په کونړ او لغمان ولايتونو کې دنوماندانو يو شمېر نمائينده ګانو ويلي چې دغو درېو کسانو ډېرې رايې وړې دي چې لومړى کرزى ، دويم ډاکټر اشرف غني او درېيم ډاډ کټر عبدالله عبدالله .
خو په نورستان ولايت کې بياد ډاکټر عبدالله عبدالله رايې له کرزي او از اشرف غني څخه ډېرې دي .
په ننګرهار ولايت کې دولايتي شوراګانو درايو شمېرل روان دي او تر دې دمه لا پاى ته نه دي رسېدلي .