د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټاکنې: رایه شمېرنه پای ته رسېدلې،۵۰٪ خلکو برخه اخيستي،کرزي او عبدالله د بري دعوه لري

د ټول افغان خبريالانو تازه جزيات 20.08.2009 12:58

درنو دوستانو، ستاسي د بريښناليکونو او زمونږ  د درنو او تکړه خبريالانو د کار له ستاينې څخه مو يوه نړۍمننه. هيله ده چې مونږ سره د راپورونو په برابرولو کې تل همداسې مرسته وکړئ او په خپلو  معلوماتي تبصرو راته خبري سوژې راکړئ. دلته درته نوي جزيات پرليکه کوو.ـــــ .....ــــــــ د ټول فغان اداره.

د الهام ياسيني راپور:

په ټاکنو کې ۵۰٪ خلکو برخه اخيستي ده او د حامد کرزي کمپاين د بري دعوه کړې:

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې رایه شمېرنه پای ته ورسېده او اعلان یې کړی چې په ټاکنو کې د راجستر شوو کسانو ۴۰٪  تر ۵۰٪ رایه ورکونکو برخه اخيستي ده. ټولټال ۱۷ مليونه افغانانو د ټاکنو کارتونه اخيستې و. که ۵۰٪ رايه ورکونکو په ټاکنو کې برخه اخيستي وي نو دا د دې مانا لري چې په ټاکنو کې له ۸ مليونه ډېرو افغانانو برخه اخيستي ده.

له بله پلوه د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين مشر حاجي دين محمد رسنيو ته ويلي دي چې د لومړنۍ شمېرنې په اساس حامد کرزی په لومړي پړاو کې بريالی ښکاري او دویم پړاو ته به اړتيا ونه ليدل شي. خو د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي دي چې رایه شمېرنه یې سرته رسولې ده او پايله به یې راتلونکې اونۍ اعلان کړي.

د عبدالله د کمپاين وياند فاضل سنچارکي هم دعوه کړې ده چې ټاکنې یې په لومړي پړاو کې ګټلي دي.

د يادونې وړ ده چې په لومړي پړاو کې د بري لپاره بريالی نوماند له ۵۰٪ څخه بايد زياتې رایې واخلي.

په سوېل کمې ۸۰٪ خلکو رایه اچولې ده:

له بله پلوه په سویل کې د ټاکنو کميسيون وايي چې په سويلي ولايتونو کې چېرته چې امنيت نشته ۸۰٪ خلکو برخه اخيستي ده، چې تر ډېره بريد حيرانونکي ده ځکه چې تمه دا وه چې په کندهار او نور سويلي ولايتونو کې ناامني ده او ډېری خلکو رايه ورکولو ته زړه نه ښه کاوه.

خو لږ مخکې د کندهار والي الجزیره ته وویل چې له ۵۰٪ زياتو خلکو په کندهار کې برخه اخيستې او امنيت بېخي ډاډمن و. نوموړي وویل چې ټاکنې په داسې شان سرته ورسېدې چې دوی یې تمه لرله. توريالي ويسا تمه وښوده حامد کرزی به یې وګټي ځکه چې په کندهار او نږدې ولايتونو کې خلکو په ټاکنو کې پراخه برښه واخيسته.

ويسا دا خبرې په داسې حال کې کوي چې رسنيو پرون خبرونه ورکړل چې په سوېل کې په کندهار او شاوخوا ولايتونو کې د طالبانو د بريدونو له امله ډېری خلکو په ټاکنه کې برخه وانخيسته.

----------------------

رايه شمېرنه پيل شوه او کرزي پروسه بريالۍ وبلله:

دبشير ګواښ راپور

رايه شميرنه په داسې حال کې پيل شوه چې ولسمشر حامد کرزي ټولټاکنې بريالۍ ګڼلې. هغه له خلکو څخه مننه وکړه چې په زړورتوب يې د خپلي خوښي کانديدانو ته رايي ورکړي.

طالبان بيا وايي چې په جنوبي ولايتونو کې يوازې ۲۰ په سلو کې رايې اچول شوي خو د ټاکنو کميسيون دا خبره ردوي او وايي چې  ۸۰فصده خلکو په رايه اچولو کې برخه اخيستې.

رايه ورکوونکو دهيواد له بيلابيلو ځايونو څخه ټول افغان ته وويل چې ټاکنې ښې تيرې شوي خو د ځينو درغليوو سره مل وي. د بېلګې په توګه ځينو چارواکو خلکو ته ويل چې يو ځانګړي کانديد ته رايې ورکړي. په ځينو سيمو کې خلکو دوه او درې وارې رايې اچولي. ځينو خلکو خو د تير کال کارتونه هم کارولی.

د چارواکو په وينا د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ۱۳۵ امنيتې پېښې او ۵ ځان مرګي بريدونه وشول چې ۲۶ تنه يې ووژل لو ۴۱ تنه يې ټپيان کړل. د کورنيوو چارووزير، حنيف اتمر وايي چې په زيانمن شويو خلکو کې نهه تنه امنيتي افسران او باقي پاتې يې ملکي خلک وو. همداراز چارواکې د ۳۷ وسله والو د وژنې، ۱۶ د نيونې او ۱۹ د ټپي کيدنې خبر هم ورکوي.

په کابل کې دوه ځان مرګي بريدکوونکي وژل شوي او يو نيول شوی. په تخار کې دوه ځان وژونکي وژل شوي او په ننګرهار کې يو ځان مرګ بريدکوونکی ژوندی نيول شوی.

په بغلان کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوی.

په هرات کې د يوه محلي قوماندان زوی د رايي اچونې صندوقونو ته اور واچاوه. دا پيښه په شينډنډ کې رامنځته شو. په هرات کې چارواکي وايي وايي چې نوموړي قوماندان دامريکا له خوا د وژل شوي قوماندان امان الله زيرکوهي زوی دی چې نه يې غوښتل ټاکنې په سوله ييزه توګه ترسره شي.همداراز په بغلان کې طالبانو درايو پر ۵ مرکزونه بريد وکړ او د ځينو صندوقونو د سوځولو ترڅنګ يې نرو په سيند کې وغورځول.په غزني کې د ټاکنو کميسيون وايي چې په دې ولايت کې يوازې ۴۹ فيصده خلکو رايي ورکړي ځکه چې ډيرې لارې د طالبانو له خوا بندې شوي وي.

په ټولټاکنوکې له څو ژورنالیستانو څخه کيمرې، ټيپ ريکارډر او ميني ډيسکونه هم غلا شوي. 

په کابل کې يو جاپانی او اته افغان ژورناليستان نيول شوي دي. د ملي امنيت رياست وايي چې جاپانی به ډير زر خپل هيواد ته وشړي. د نيولو لامل يې نه دی په ډاګه.

 

-------------------------------------

دارين احمدزي راپور 

د لوګر د برکي برک په ولسوالۍ پورې په اړوندو سیمو کې ټاکنې ونه شوې:

د لوګرڅخه عیني شاهدان وایې چې د دې ولایت په ډيری سیمو کې بیخي رایه نه ده اچول شوې . ځکه آن سهار مهال د دې ولایت د خروار اوڅرخ په ولسوالیو کې د طالبانو د پرلپسې بریدونو له امله خلک دې ته مجبور شول ترڅو د رایه اچونې مرکزونوته لاړ نه شي اوټول په خپلو کورونو کې پاتې شول.د دې ولایت په مرکز پل علم کې عیني کتونکي وایې چې حتی دلته هم رایه داسې په سمه توګه وونه کارول شوه ځکه دلته هم خلک د دې څخه بیریدل چې د طالبانو لخوا به پرې بیرد وو شي او یا به یې ګوتې غوڅې.د برکي برک د شاه مزارپه سیمه کې راته یو عیني شاهد خالد احمدزي د تلیفونوپه کرښه وویل چې دلته د سهارڅخه د ورځې تر دوه بجوپورې د طالب وسله والو او ملي اردو د سرتیرو ترمنځ څوڅو ځله جګړه وشه او خلک ته د دې زمینه برابره نشوه چې د رایه اچونې مرګزونوته ورشي او خبل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.خو په لنډ ډول ویلای شو چې په دې ولایت رایه اچونه په نشت شمیرلای شو ځکه په دومره پرنفوسه ولایت کې د دومره خلکو رایه اچونه په نشت شمار ده.

----------------------

د صفي الله مسلم راپور

د بدل رنګ کارولو په اړه شکايت شوی:

د افغانستان پلازمېنې کابل په ځينو ټاکنيزو مرکزونو کې د بدل رنګ له کارولو شکايت شوی دي .
دغه مساله هله په ډاګه شوه، چې د ملي محاد مشر پيرسيد احمد ګيلاني د کابل په امانيه لېسه کې د رای ورکولو پروخت د بدل رنګ کارولو ته پام شو .

د ټاکنو په دې مرکز کې ولسمشر حامد کرزي هم خپله رايه اچولې وه .

خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء مرستيال زکريا بارکزي بيا دغه ادعا رد کړه او وويل چې دا ډول ستونزې موږ ته هم رسېدلې دي، خو دومره جدي نه ده .

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عزيزالله لودين هم دا خبره په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال رد کړه .

-------------------