د افغانستان او زيمبابوی دویمه پاڼۍ برابره پای ته ورسېده، لوبډله به اوس هالينډ ته ځي
20.08.2009 11:47افغانستان او زيبمبابوی د لویو وچو یا انټرکانټننټل په سیالۍ کې د څلور ورځنې لوبې په څلورمه ورځ خپله دويمه پاڼۍ برابره پای ته ورسوله. په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان له زيمبابوی مخکې وو.
په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان د مخکيتوب له امله افغانستان له زيمبابوی ۶ نمرې زياتې واخيستې. د دویمې پاڼۍ د برابرېدو له امله افغانستان او زيمبابوی دواړو ته درې درې نمرې ورکړل شوې چې په نتيجه کې یې افغانستان ټولې ۹ او زيمبابوی ۳ نمرې لاس ته راوړلې.
د دواړو پاڼو د لوبې حال په لاندې ډول وو:
دويمه پاڼۍ:
هېواد | منډې | سوځېدلي |
زيمبابوی | ۴۴۶ | ۹ |
افغانستان | ۲۱۱ | ۴ |
لومړۍ پاڼۍ:
هېواد | منډې | سوځېدلي |
افغانستان | ۴۲۷ | ټول |
زيمبابوی | ۳۵۰ | ټول |
تر دې دمه د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د لوبډلو د نمرو جدول په دې شکل دی:
لوبډله |
لوبې |
ګټلې |
بایللې |
نمرې |
کينيا |
۲ |
۱ |
۰ |
۲۳ |
سکاټلينډ |
۱ |
۱ |
۰ |
۲۰ |
ایرلينډ |
۱ |
۰ |
۰ |
۹ |
هالينډ |
۱ |
۰ |
۰ |
۹ |
افغانستان |
۱ |
۰ |
۰ |
۹ |
کاناډا |
۳ |
۰ |
۰ |
۳ |
زيمبابوی |
۱ |
۰ |
۰ |
۳ |
هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا برابرې پای ته رسېدلي دي.
د افغانستان لوبډله پس له دې د هالينډ امستردام ښار ته ځي. په امستردام کې به د هالينډ دملي لوبډلې سره یوه څلور ورځنې او دوه یوه ورځنۍ لوبې کوي.
هالينډ مېشتي افغانان کولای شي د دې لوبو په اړه د هالينډ کرکټ له ویباڼې نور معلومات هم لاس ته راوړي.
د هالينډ د لوبو مهال ويش:
۱. څلور ورځنۍ لوبه: د اګست له ۲۴ څخه تر اګست ۲۷ پورې
۲. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه:د اګست په ۳۰ ورځ
۳. دويمه یوه ورځنۍ لوبه: د سپتمبر په لومړۍ ورځ
د لوبو کتل وړيا دي.
د هالينډ د لوبو مهال ويش په دې لاندې پوسټر کې هم شته دی.