د کابل په تره خېلو او لسمه ناحيه کې د کرزي په ګټه درغلي او په هرات کې موږ سره زياتی
20.08.2009 11:05مطبوعاتي اعلاميه او د ټاکنو خپلواک کميسيون ته شکايت
د زمري ۲۹، ۱۳۸۸
کابل تره خېل:
نن سهار د کابل ولایت په تره خیلو کې د پارلمان وکیل ملا ترخیل د حامد کرزي لپاره د ټاکنو بکسونه کور ته وړي او د حامد کرزي لپاره يي په خپل کور کې ډک کړي دي. دغه خبره موږ ته عيني شاهدانو هم کړې ده او د یوناما هغه موټر ډرایور چې بکسونه يي د تره خېل کور ته وړي موږ ته کړې ده.
او نور هغه کسان هم عینې شاهدان دي چې د رايي مرکزونو ته ورغلي وو صندوقونه په ځای کې نه و.
په ترخیلو کې د مرکز کوډ : ۰۱۰۱۳۳۰
بختیاران، مکتب بختیاران: ۰۱۰۱۳۲۰
مکتب محمدیه: شهرک محمدیه: ۰۱۰۱۵۰۸
کابل لسمه ناحيه:
همدار از د کابل په ۱۰ ناحیه کې د کرزي ناظرین د صندوقونو په سر ولاړ دي او خلکو ته وايي چې کرزي ته رایه ورکړي. او د یوناما مسولین يي نه منعه کوي، د ميرويس یاسیني نظارت کوونکو د یوناما کسانو ته په دې اړه ويلي دي خو څه تاثیر يي نه دی کړی، او د مرکزونو څخه د ميرويس یاسیني نظارت کوونکې شړل شوي دي.
د ځای نوم او کوډ:
چهار قلعه وزیر اباد : ۰۱۰۱۰۰۲
مسحد شبیرها : ۰۱۰۱۰۰۴
مسجد سید نظام: ۰۱۰۱۲۰۰
هرات:
د هرات په ولایت کې د کوشک کونه په سیمه کې خلکو په ګډه ميرويس یاسني ته رايي ورکولي خو د یوناما مسولینو منع کړي دي، دا داسې سیمه ده چې ټول خلک يي میرویس یاسیني ته رايي ورکوي.