د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ميدان وردګ ولایت کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٧٥ طالبان د دولت سره يوځاى شول

بشيرګواښ 19.08.2009 20:00

په ميدان وردګ ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٧٥ تنه طالبان د زمري په ٢٨مه، دخپلو سپکو او درندو وسلو سره له دولت سره د خپلواکۍ د ورځې دبیرته اخیستلو په موخه په جوړو شوو مراسمو کې یوځای شول.

د ميدان وردګ ولايت وياند شاهدالله شاهد ټول افغان ته وويل چې په دغه ۷۵ کسانوکې یوهم قوماندان وزير ګل دی  چې د طالبانو لخوا د چک ولسوالۍ امنيه قوماندان ټاکل شوى و، اوبل تن ، ګل وزير چې په میدان وردګ ولایت کې د وسله مخالفينو د ګرځنده ګروپونو مرستیال وو هم شامل دي.

د میدان وردګ ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په رارسيدلي اعلاميه کې ويل شوي چې دې کسانو له ځانونو سره وسلې هم راوړې دي، چې په کې کلاشينکوفونه، پيکاوې او د اوږې راکټونه هم شامل دي .

د ياد شوي ولايت د امنیي قوماندان جنرال عبدالیمن مظفرالدین په وینا دغه وسلوالو مخالیفینو دمیدان وردګ ولایت د چک ، جغتو ،سیداباد او نرخ په ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ترسره کول چې دياد شوې ولايت د والي، دامنیتي ځواکونو او ولسونو  هلو ځلو يې خپلې وسلې تسلیم او دسولې لارې ونیوله.

د ميدان وردګ والي حليم فدايي، دسولې بهیر سره یوځای شوو طالبانو ته وويل.))ستاسو راتګ دافغانستان په امنیت او برمختګ کې ستر ارزښت لري او دخپلو نورو مرورو ورونو څخه هم غوښته وکړﺉ چې راشي او دغه لاره تعقیب کړي،ترڅو خپل او دکورنۍ ژوند یې په سوله کې تیر شي.((

ددغو يوځاى شويو وسلوالو طالبانو مشر، وزيرګل په خپلو خبرو کې وويل : ))زه له وسلوالو طالبانو سره وم او د دوه کلونو راهیسې مې فعالیت کولو خو نور مې ونه غوښتل چې خپل وطن وران کړم او د دولت پر ضد وجنګېږم ، او نور غواړم دهغو پرضد په کلکه مبارزه پیل کړم چې زموږ سړکونه،پلونه،پلچکونه او ټولنیزې شتمیۍ ورانوي.((

وزير ګل د دولت په نورو مخالفينو هم غږ وکړ، چې له مخالفت څخه لاس واخلي او د ده په ويناد هېواد د ورانولوپرځای دې يې په ابادولوکې ونډه واخلي .

دا لومړى ځل دى چې دمیدان وردګ ولایت کې طالبان د دولت سره يوځاى کېږي  خو د والي وياند شاهدالله شاهد وايي چې دا پخلاينه به نور طالبان هم تشويق کړي څو د دولت سره يوځای شي.