د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د۹۰کلیزې له امله د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د مبارکۍ پیغام

یوسف هېواددوست 17.08.2009 16:19

قدرمنو هېوادوالو !

په ډنمارک کې د افغانستان د علمي او فرهنګي خدماتو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي  تاسو ټولوپه هېواد کې دننه او له ګران افغانستان څخه د باندې  په خپلواکۍ مینو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۰ مې کلیزې او یادونو له امله د زړه له کومې مبارکي  وړاندې کوي .

۹۰ کاله مخکې د همدغو اوسنیو افغانانو زړورو او په خپلواکۍ مینو پلرونو او نیکونو د خپلو وینو په بیه او د هېواد د ملی مشر ارواښاد غازي امان الله خان په مشرئ وکولای شول د وخت ستر ښکېلاکګرانګریزي  ځواک   په ګونډو کړي ، او په دې توګه یو ځل بیا د افغان ستر کهول ته خپلواکي ډالۍ کړي ، یو ځل بیا مو ځکه وویل چې دا خاوره د پېړیو په اوږدو کې په وار وار د لرې او نږدې ناښادو  او شرمېدلو ښکېلاکګرو هېوادو لخوا تر یرغل او تا لان لاندې راغلې او ښایي همدا وجهه وي چې دغو یرغلګرو هېڅکله هم ( اپګانان ) په کراره نه دي پرې ایښي او تل یې ددې خاورې د تر لاندې کولو او د تاریخي افغانستان د وګړو د مریي کولو هڅه کړې ، له همدې امله ده چې تر ننه افغانان تل د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره سترو قربانیو ته غاړه ایښې .

سږکال هم افغانان د انګلیسي ښکېلاک څخه د خپل ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۰ کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې لا هم  افغانان خپلواک نه دي او د برخلیک ټولې چارې یې د بهرنیانو لخوا ټاکل کیږي او د بشر د حقوقو د نړېوالې اعلامیې د لومړۍ مادې له هغو ښېګڼو څخه بې برخې دي چې وایي (( د بشر ټول وګړي نړۍ ته خپلواکه راځي ، او د حیثیت او حقوقو له پلوه یو د بل سره یوشان دي ...)).

موږ په دې هیله یو چې افغانان به ډېر ژر په دې بریالي شي  چې د خپل برخلیک د ټاکلو دغه مهم اړخ  ترلاسه کړي  .موږ د افغانستان له راتلونکي زعامت څخه چې د روانو ټولټاکنو له لارې به  د افغانستان دولت د ادارې  صلاحیت ترلاسه کړي ، په کلکه غوښتنه کوو چې تر هر څه دمخه د یو خپلواک افغانستان او یو خپلواک افغان ملت پر مهمه اصل ټینګار وکړي او په دې توګه  د خپل پلرني هېواد د ملي او نړېوال  له ویاړه ډک آزاد هېواد نوم او اعتبار څرګند او روښانه کړي .نوی ولسمشر به په دغه کار سره د خپل تاریخي او مبارز ملت پر وړاندې خپل تاریخي او ملي رسالت په ښه شان ترسره کړي او ځان او ملت ته به تل پاتې ویاړ ور په برخه کړي .

آزادي تر پادشاهیه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

 ( خوشال بابا )

تل دې وي خپلواک افغانستان

په درنښت

یوسف هېواددوست