د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان له زيمبابوی څخه په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې شو

الهام ياسيني 17.08.2009 11:07

افغانستان وکړای شول چې ۳۵۸ منډې وکړي او له زيمبابوی څخه په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې شي. د افغانستان ۷ لوبغاړي وسوځېدل. په داسې حال کې چې د زيمبابوی ټول ۱۰ لوبغاړي وسوځېدل. افغانستان دا مهال له زيمبابوی څخه ۸ منډې او درې لوبغاړي مخکې دی چې دا کار به د افغانستان د نمرو په ښه کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

سبا به دويمه پاڼۍ پیلېږي او د هغې په پايله کې به د دې لوبې بريالۍ ډله معلومېږي.

د دې لوبې اصول: د بشير ګواښ ليکنه:

د دې لوبو اصول داسې دي چې هره لوبډله دوه وارې منډې جوړوي. دواړه سره جمع کيږي او د هرچا چې زياتې وي نو هغه يې ګټي.

د بېلګې په توګه: زيمبابوی په لومړی پاڼۍ کې ۱۵ منډې وکړي او افغانستان په لومړۍ کې ۲۰ وکړي. افغانستان د ۵ منډو برتري لري. زيمبابوی بيا منډې کوي. د بېلګې په توګه يې په دوهمه پاڼۍ کې ۳۰ وکړي نو مانا دا چې د افغانستان د ۵ منډو قرض يې ورخلاص کړ او ۲۵ +۱ يې د بري لپاره هدفه وټاکه. افغانستان به بيا ۲۶ منډې کوي ترڅو بری تر لاسه کړي. 

که چيرته مثلاٌ زيمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵ او افغانستان ۸۰ منډې وکړي نو مانا دا چې د افغانستان برتري ۶۵ شوه. زيمبابوی په دوهم وار بيټنګ کوي او دبیلګې په توګه له ۶۵ کمې منډې کوي نو بيا نو افغانستان په يو اننګز او ۵ منډو وګټله. 

موخه مې دا ده چې د لومړۍ پاڼۍ دمنډو زياتوالی او کموالی پر دوهمه پاڼۍ تاثير اچوي خو مانا يې دا نه ده چې که يوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلې سيالې لوبډلې څخه وړاندې وي، هغې ګټلې ده.

يوه بله بېلګه: 
زيمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۵۰ منډې کړي او داسې وګڼه چې افغانستان ۴۵۱ منډې وکړي. زيمبابوی بيا بيټنګ کوي او د بيلګې په توګه په دوهم وار کې ۳۰۰ منډې جوړوي نو مانا دا چې افغانستان ته د ۲۰۰+۱ هدف ټاکي. اوس نو افغانستان په دوهمه پاڼۍ کې خدای مه کړي، داسې وګڼه چې ۱۵۰ منډې وکړي او تر ۲۰۰ ونه رسیږي نو سره له دې چې په لومړۍ پاڼۍ کې له خپل سيال څخه په سلو منډو مخکې وو، لوبه بايلي.

ـــــــــــــــــــــــــــــ
د لوبې مخامخ حال

افغانستان وکړای شول چې ۳۵۸ منډې وکړي او د زيمبابوی د ۳۵۱ منډو هدف پوره کړي. د افغانستان ۷ لوبغاړي وسوځېدل. په داسې حال کې چې د زيمبابوی ټول ۱۰ لوبغاړي وسوځېدل. افغانستان دا مهال له زيمبابوی څخه ۸ منډې او درې لوبغاړي مخکې دی چې دا کار به د افغانستان د نمرو په ښه کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

افغانستان له زيمبابوی څخه په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې دی. سبا به دويمه پاڼۍ پیلېږي او د هغې په پايله کې به د دې لوبې بريالۍ ډله معلومېږي.

اوس د بري لپاره ۲ منډې پاتې دي. د افغانستان ۳۴۹ منډې دي.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د بري په درشل کې دی. ۵ منډې ورته پاتې دي او پاڼۍ اخري ساعت دی.

له دې لوبې وروسته په افغان لوبډله هالينډ ته ځي او هلته به یوه څلور ورځنۍ او دوه یو ورځنې لوبې کوي. په هالينډ کې به لوبې د امستردام په ښار کې کېږي.

دا د دې پاڼۍ اخري ساعت دی. ننۍ لوبه په یو ساعت کې پای مومي. افغانان بايد پاتې منډې په همدې پاتې یو ساعت کې وکړي.

منډې ۳۳۵ ته ورسېدې. افغانانو ته د بري لپاره ۱۶ منډې پاتې دي او څلور ويکټې وسره شته دی. دا مهال محمد نبي او سميع الله شينواری بيټنګ کوي.

ریس احمدزی راغی خو بېرته په منډه لاړو. یواځې ۱۰ منډې یې جوړې کړې. منډې دا وخت ۳۲۲ ته ورسېدې. د بري لپاره ۲۹ منډې په کار دي.

منډې ۳۰۸ شوې.

بښنه غواړم. شهزاد په ۷۹ منډو سوځېدلی دی.

د افغانستان سره تر اوسه ۵ ويکټې لا پاتې دي.

د افغانانو د بري لپاره ۴۵ منډې پاتې دي. افغانانو تر اوس ۳۰۶ منډې کړي دي او هدف ۲۵۱ دی.

شهزاد هم وسوځېد. په ۷۶ منډو. سل یې پوره نه کړل.

اصغر  وسوځېد.

يادونه:منډې 288 ته ورسېدې. د افغانستان د بري لپاره اوس د اوو لوبغاړو په لرلو سره 63 منډې پاتې دي.

په پرونۍ لوبه کې حمید حسن ډېر وټکول شو. په ۱۶ اورونو کې یې ۱۰۰ منډې ورکړې او ۲ ويکټې یې واخيستې. محمد نبي بيا په ۲۹ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۳ یې  چپه کړل.

د يادونې وړ بولم چې دولت احمدزي پرون د زيمبابوی خلاف ډېره ښه لوبه وکړه. په ۹ اورونو کې یې یواځې ۱۴ منډې ورکړې او دوه ویکټې یې هم والوزولې. په ۹ اور کې ژوبل شو او بيا یې نور بالينګ ونه کړ. دعا ورته کوﺉ.

د افغانستان د بري لپاره اوس د اوو لوبغاړو په لرلو سره 63 منډې پاتې دي. ياده دې وی چې ریس احمدزي لا تر اوسه لوبه نه ده کړې.

منډې 288 ته ورسېدې.

نوروز منګل هم وسوځېد. نوروز په ۲۵ منډو وسوځېد. په ځای یې اصغر ستانکزی راغی. شهزاد لا کلک ولاړ دی او تر دا مهاله یې ۷۳ منډې کړي دي. که خیر وي دی هم سل پوره کوي،

منډې ۲۷۳ ته ورسېدلې او د چای وقفه ده. د نوروز منګل څو څلورمنډو د افغانانو وضعيت ډېر ښه کړی دی. افغانان ډېر ښه روان دي. دا مهال ورته د لومړۍ پاڼۍ د ګټلو لپاره ۷۹ منډې پاتې دي. تر دې پاڼۍ ورسته به دواړه لوبډلې دويمه پاڼۍ هم کوي. چې د هغې په پايله کې به د هرې لوبډلې نمرې معلومېږي. که افغانستان دواړه پاڼۍ وګټي نو ۲۰ نمرې اخلي.

دا مهال شهزاد او نوروز منکل بيټنګ ته ولاړدي. شهزاد ۷۰ منډې کړي دي او هوډ لري چې له ۱۰۰ یې واړوي.

د افغانانو منډې ۲۶۳ ته ورسېدې او تر اوسه دوه لوبغاړي (نور علی او احمدشاه) سوځېدلي دي. نور علي په ۱۳۰ منډو او احمد شاه په ۴۰ منډو.

منډې ۲۰۲ ته ورسېدې.

كركـټه وروره: همدومره معلومات موږ هم تر لاسه کوو چې خپروو یې. په کابل کې مو د کرکټ له چارواکو په زيمبابوی کې د لوبډلې سره د اړيکو نمره وغوښته خو داسې ښکاري چې لوبډلې له په زيمبابوی کې سيم کارت نه دی اخيستی.

د افغانستان منډې ۱۶۲ شوې. احمد شاه وسوځېد. شهزاد راغی. نور علي ۱۰۰ پوره کړې او اوس هم ولاړ دی.

ریس احمدزی وایي چې هوا ډېره ښه ده او د بري لپاره بېخي مناسبه ده. نوموړی وایي چې هيله مند دی چې نور علي سل پوره کړي.

رییس احمدزی په ټويټر لحظه په لحظه د لوبې حال ټويټ کوي. په دې پته.

افغانستان تر دا مهاله ۱۴۱ منډې کړي دي. نور علي ۸۵ منډې کړي او لا ولاړ دی.

ـــــــــــــــــ

په هغه څلور ورځنۍ لوبه کې چې افغانستان پرون د زيمبابوی  سره په د لويو وچو د سيالۍ په ترڅ کې د زيمبابوی په موتاري ښار کې پيل کړه ، افغانستان د زيمبابوی ټول لوبغاړي په ۳۵۰ منډو وسوځول. افغانستان به اوس د بري لپاره د  ۳۵۱ منډو هدف پوره کوي.

د کرکټ د بورډ اداري رییس سيد شاه امينزي ټول افغان ټکی کام ته د ټيلي فون په ليکه وویل چې افغانستان خپل بيټنګ پيل کړی دی او تر اوسه یې ۳۲ منډې جوړې کړي دي. نورعلي او احمدشاه د افغانستان پيلونکي یا اوپنران دي چې اوس هم لا ولاړ دي.

د سيالۍ په اړه نور معلومات:

دا لوبه به څلور ورځې دوام کوي او د ټيسټ د لوبو په رنګ اورونه په کې محدود نه دي. هره لوبډله به کوښښ کوي چې لوبغاړي یې ډېره لوبه وکړي، زر ونه سوځي او ډېر منډې جوړې کړي.

د لویو وچو په څلور ورځني لوبو سيالیو کې له افغانستان، زيمبابوی او هالينډ برسېره کاناډا، ايرلينډ، کينيا او سکاټلينډ هم لوبې کوي.

تر اوسه د دې سيالۍ پايله په لاندې ډول ده:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۱

۱

۰

۲۰

ایرلینډ

۱

۰

۰

۹

هالينډ

۱

۰

۰

۹

کاناډا

۲

۰

۱

۳

کينيا

۱

۰

۰

۳

افغانستان

۰

۰

۰

۰

زيمبابوی

۰

۰

۰

۰

 

 

 

 

 

 

هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا پوره شوي نه دي او نيمګړې پاتې شوي دي.

د يادونې وړه ده چې د  همدې سيالۍ په ترڅ کې به افغان لوبډله د هالينډ د لوبډلې سره د اګست له ۲۴ څخه تر ۲۷ پورې د  هالينډپه امستردام ښار کې لوبې کوي.

د افغانستان په لوبډله کې دوه مهم لوبغاړي هر یو هستي ګل او د هغه ورور کریم صادق نشته دی. هستي ګل د ادارې له خوا دې لوبو ته نه دی غوره شوی او کريم صادق د نيوکې په توګه په لوبو کې د نه لوبېدو اعتصاب کړی دی.