د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عادلانه نظام لار د نیکمرغۍ نوې هیلې

حنان حبیبزی 16.08.2009 21:43

که تاسو پخپله شاوخوا کې  له یو چا وپوښتۍ چې عدالت څنګه  شی دی ؟  نو هغه به پرته له ځنډه درته ووايي چې  دسولې او هوساینې کیلي ده.

خو په افغانستان کې دلسیزو راهیسې د عدالت دروازې تړلې دي . ددې سره سره چې د ټولنې ډیری وګړي د عدالت د رامنځته کیدو هیلې په زړه کې ګرځوي  عادي خلک لا هم  د تاوتریخوالي ښکار دي . جنایتکاران  نه یوازې هسکې غاړې ګرځي بلکې افغانستان دخپلو کړنو پوروړی هم بولي.

هغه وخت چې یو جنایتکار دجنایت پرقربانیانو واکمن کیږي نو هلته دټولنې باور له منځه ځي او ولس   د واکمنو د تیرو جنایتونو په وړاندې  راپورته کیږي او مقابله کوي.

افغانستان د همدغسې یوې تجربې ډګر دی.

 دغه هیواد د ثور د اومې له کودتا وروسته   دیوې خونړۍ جګړې ځای دی. له  دیرش کلنو راهیسې دتیریو ،ظلمونو او ناخوالو ډول ډول بڼې پر دې ولس  دجګړه مارو ډلو له خوا تجربه شوې.

هره ډله یا شخص چې واکته ورسیده د ولس ارمانونه یې  په وینو ولړل  او دا بېوزلی ولس  یې په نښه کړ.

 هغه هیلې چې په هیواد کې د جګړو د پایته رسولو او دنیکمرغۍ د رامنځته کولو سره تړاو لري  تر اوسه نه دي پوره شوي.

هر څه هماغسې دي ،لکه په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې چې وو. څوک نشی کولی چې په کابل کې  دڅو تنو دولتي اشخاصو ددرغلیو په پایله کې له جوړو شو  رنګینو ماڼیو سره   له کابله بهر کلي   پرتله کړي.  له کابله بهر د وینو او انتقام احساسات په خوټیدو دي. خلک له  درغلیو ،تیريو او بد چلند څخه ستړي شوي دي. ولس نور دا نشي زغملی چې ماشومان ، لوڼې ، خوندې او د ژوند د هر عمر انسان بې پته   یا ناببره د هوايی یا مځکني برید لاندې را شي.

نن ورځ په افغانستان کې یو داسې نظام حاکم دی چې د هیواد لوستی پوړ دېته اړوځي چې یا چوپه خوله خپله کړي او یا هیواد پریږدي ،کنه نو د بي بي سي د خبریال شهید صمد روحاني  له برخلیک سره به مخامخ شي.

دهمدې لپاره ډاکټر اشرف غني احمدزی راپورته شوی چې   دعدالت په دودولو سره دټولنې   بد مرغیو ته د پای ټکی کیږدي. 

ډاکټر اشرف غني دولسمشرۍ دکاندید په توګه د افغانستان لومړنی سیاسي  مشر دی چې  دهیواد د نیکمرغۍ ، پرمختګ ،او هوساینې  لپاره ولس ته لیکلی سند ورکوي .

دده کتاب  ( دعادلانه  نظام لار )  یو داسې سند دی چې د افغانستان دسمسورتیا ولسي ارمانونه پکې انځورشوي دي.سوله ، ښه اقتصاد،کار ،عدالت ،یووالی ، ملت جوړونه ، د افغانانو دودونه  او داسې نورډیر څه  ددې اثر منځپانګه جوړوي.

ډاکټر غني غواړي چې د راروانو ولسمشریزو ټول ټاکنو له لارې ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته ورسوي او د خپل کتاب  منځپانګه د خپل سیاسي مشرتابه  د  لارې مشال وګرځوي.

دډاکټر غني دکتاب پښتو بڼه  په ۲۶۷ مخونو کې  سالنګ خپرندوې ټولنې  چاپ کړې ده . په دې کتاب کې  د افغانستان دکړکیچ د اوارولو ټولې هغه لارې چارې  ځای شوي دي چې دسولې لپاره یې د افغانستان دکلیو او لیرې پرتو سیمو خلک وړاندیز  کوي.

جګړې او  د لوږې پایته رسول  په افغانستان کې یوه اړتیا ده چې د هغې لپاره نړیواله ټولنه په افغانستان کې لګیا ده   خو دا چې  افغانستان دا مهال یو نوښتګر مشرتوب نلري نو له اسانتیاوو څخه ښه ګټه نشي اخیستلی.

ډاکټر غني پخپل کتاب کې کاږي  (( خلک پوهیږي چې دولت بې اغیزې شوی ، اقتصادي نظام نلرو،د ملت حیثیت او  ملي هویت موتر بل هر وخت ضعیف او د کمزورۍ پړاوته د رسیدلوپه حال کې دی.))

دی دغه لاملونه  دیو بې پلانه او اماتور حکومت دکړنو پایلې بولي چې هیڅ ډول مسلکي وړتیا نلري او خلکو ته د خوندیتوب ډاډ نشي ورکولی.

ډاکټر غني د افغانستان اوسنی حالت د نړیوالې ټولنې لپاره د اندیښنې وړ بولي او وايي  ((  له نړیوالې ټولنې سره اړیکي په خطرناک حالت کې دي او په هیواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي په اړه د ډار او نهیلۍ فضا حاکمه ده. امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي.))

دډاکټر غني  دسولې پلان  دګاونډیانو د لاسوهنو مخه تر ډیره بریده نیسي او دا پرټاکل شوو  دوه اړخیزو اړیکو بدلوي.

 د حاکم دولت شته والی خلک باوري کوي چې دحکومت ملاتړ ته راودانګي. ډاکټر غني وايي   په یو هیواد کې چې دولت حاکم وي ، ددولت د مامور مکلفیت د ملت پر وړاندې څرګند  وي  نشي کولی چې د دولت  له څوکۍ څخه د خپل ځان ، کورنۍ او دوستانو په ګټه  کار واخلي او که داسې څه وکړي نو دا به  د قانون  د ماتولو څرګنده بیلګه  وي.

اداري فساد بیا یوه بله توده  مساله ده چې ډاکټر اشرف غني پرې خبرې کړي دي اودافغانستان د اوسني کړکیچ  د اوږدیدو  لوی لامل یې بللی دی.

اشرف غني غواړي چې د خلکو پر ټپونو د مرهم ټپۍ کیږدي او د هغو خوابدو خلکو زړونه وګټي چې له دې حالاتو څخه نهیلي دي او ددولت د مخالفینو په کړیو کې ولاړ دي.

ټولې هغه غوښتنې  چې د یوکړیدلي افغان په زړه کې ګرځي نو د اشرف غني په کتاب (دعادلانه نظام لار ) کې موندل کیږي.

را روانې ټول ټاکنې یو فرصت دی چې د کړاوو ،وینې تویدنې ، نهیلۍ ،بیوزلۍ او بدمرغیولړۍ ته د پای ټکی کیږدي. په دې وروستیو کې داسې اوازې دي چې ښايي دا ټاکنې حامد کرزی وګټي او ددوهم ځل لپاره ولسمشر شي . که احتمالا دا کار وشي نو  حامد کرزي   به  له دولتي واک ،پیسو او اسانتیاوڅخه ګټه پورته کړي وي چې  افغانان به  د حامد کرزي د مشرتابه مشروعیت تر پوښتنې لاندې ونیسي او  داسې څه  به ونه مني چې نور پنځه پرله پسې کلونه یې دبد مرغۍ  ،ځورونې  او خونړي  برخلیک  لامل وګرځي  ، د همدې لپاره به راتلونکي پنځه کلونه بیا د خونړیو جګړو او ناکراریو ډک انځور وي.