د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او زيمبابوی څلور ورځنۍ کرکټ لوبه نن ۵:۳۰ بجې پيل کېږي

الهام ياسيني 16.08.2009 14:47

د کرکټ د نړیوالې شورا د لويو وچو په سيالۍ یا (ICC Intercontinental Cup) کې د افغانستان ملي لوبډله نن د کابل په وخت په ۵:۳۰ بجو خپله لومړۍ لوبه د زيمبابوی سره د زيمبابویموتاري په ښار کې پيلوي.

دا لوبه به څلور ورځې دوام کوي او د ټيسټ د لوبو په رنګ اورونه په کې محدود نه دي. هره لوبډله به کوښښ کوي چې لوبغاړي یې ډېره لوبه وکړي، زر ونه سوځي او ډېر منډې جوړې کړي.

د لویو وچو په څلور ورځني لوبو سيالیو کې له افغانستان، زيمبابوی او هالينډ برسېره کاناډا، ايرلينډ، کينيا او سکاټلينډ هم لوبې کوي.

تر اوسه د دې سيالۍ پايله په لاندې ډول ده:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۱

۱

۰

۲۰

ایرلینډ

۱

۰

۰

۹

هالينډ

۱

۰

۰

۹

کاناډا

۲

۰

۱

۳

کينيا

۱

۰

۰

۳

افغانستان

۰

۰

۰

۰

زيمبابوی

۰

۰

۰

۰

 

 

 

 

 

 

هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا پوره شوي نه دي او نيمګړې پاتې شوي دي.

د يادونې وړه ده چې په همدې ترڅ کې به افغان لوبډله د هالينډ د لوبډلې سره د اګست له ۲۴ څخه تر ۲۷ پورې د  هالينډپه امستردام ښار کې لوبې کوي.

د افغانستان په لوبډله کې دوه مهم لوبغاړي هر یو هستي ګل او د هغه ورور کریم صادق نشته دی. هستي ګل د ادارې له خوا دې لوبو ته نه دی غوره شوی او کريم صادق د نيوکې په توګه په لوبو کې د نه لوبېدو اعتصاب کړی دی.