د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه د سرور احمدزي پلوي نه يم

نويد قاضي خيل 15.08.2009 11:08

  د ټول افغان په درنه ويب پاڼه کې مې وړمه ورځ ، د هغې مناظرې په هکله چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو د جرګه ګيو لخوا جوړه شوې وه ، د ښاغلي سليمان دولت زي ليکنه (( د سرور احمدزي بد تميزي د منلو وړ نه ده  )) تر سرليک ﻻندې تر سترګو شوه ، چې تر لوستلو وروسته يې ، دې نتيجې ته ورسيدم چې موږ افغانانو ته بايد بل پيغمبر راشي ، تر څو موږ ته دمنلو وړ وي .  مخکې تر ټولو بايد ووايم ، چې زه د سرور احمد زي له کمپاينرانو او پلويان څخه نه يم ، خو د يو انسان ، افغان او مسلمان په توګه  د دولت زي صاحب پر ليکنه ، چې د کرکې ، نفرت ، تعصب او يو طرفه قضاوت څخه ډکه ده ، خپل انګيرنې تاسو درنو لوستونکو سره شريکوم .

  زه د ښاغلي ډاکټر رمضان بشر دوست سره  کومه دښمني نه لرم او بشردوست صاحب ته د زړه له کومې احترام لرم او واقعا ، چې ښاغلي بشر دوست  د قوم ، سرحد او ژبې سرحدونه مات کړل او هغه يو رښتينی افغان ګڼم ، چې د کرزي صيب د شمالي ټلوالې د غلو او لنډغرو په حکومت کې د وزارت د څوکۍ څخه د هېواد د ګټو په خاطر استعفا وکړه او په دې عمل سره يې د رښتينو افغانانو په زړونو کې ﻻ محبوبيت زيات کړ .  

  دا چې د ښاغلي احمد زي او ښاغلي بشر دوست تر منځ له دې پخوا څه تير شوي وو ، زه پرې نه يم خبر او په هېڅ صورت د ښاغلي احمد زي دا ډول کړنه نه تائيدوم خو ددې عمل درک يې  په دې ﻻندې دﻻيلو کوم :

لومړی _ بشر دوست صيب بايد په دې پوه وای ، چې ښاغلی احمد زی نه بېژن او نه پدرام دی چې ځانونه افغانستانيان ګڼي او ددې وړتيا نه لري ، چې ددوه خرونو وربشې هم بېلې کړي . افغانستان او سيمې د قومي او جغرافيايي جوړښت څخه او د جرګو او مرکو په اصولو او اهميت هم خبر نه دي . مګر برعکس احمدزی يو ځوان ، هېواد دوست ، اخلاقي ، لوستی د لوړو زدکړو خاوند ، د نړۍ او افغانستان په سياست خبر او دخيل شخص دی .

دويم _ ښاغلی بشردوست د طالبانو او  اسلامي حزب سره خبرې اترې ، خپل وياړ او ابتګار ګڼي او په هېڅ صورت د بل کانديد له خولې نه ددې مسالې په هکله د اوريدو زغم او حوصله نلري  او  تل د مقابل لوري په اړخ کې واقع کيږي .

درېيم _ بشر دوست صاحب تل پر نورو نوماندانو غورځي کوي او هغوی له خپلې سويې نه ټيټ ګڼي او کله ناکله خبرې تر ښکنځلو بريده هم رسيږي  ، چې په تيره اوونۍ کې يې له متعصم بالله مذهبي سره په مناظره کې نوموړي ته ښکنځله وکړه او ورته يې وويل ، چې ستا ښځه خو فاحشه ده !

دا څو لنډې خبرې وې ، چې ما دبشر دوست صاحبت  په هکله وکړې او اوس راځم د ليکوال لېکنې ته ، چې د سرور احمدزي په هکله څرګندونې په کې شوي وې او د ليکنې يو څو بېلګې کټ مت ستاسو مخې ته ږدم :

دولت زی صيب ليکي : دا ډېر د شرم ځای دی ، چې يو کانديد راپاڅيږي او بل ته  سپکې سپورې وايي .  زه فکر کوم ، چې دولت زی صيب د متمدنې نړۍ نه مطلق بې خبره دی او په دې نه پوهيږي ، چې د ټاکنو پر مهال  د کانديدانو تر منځ شخړې تر کوم حده  رسيږي او بل که چېرې  د خپل ځان ، خپلې خبرې او خپل نظر نه دفاع کول شرم وي ، بيا خو نو ټول وګړي بايد بې شرم وګڼل شي .

 ليکوال بل ځای ليکي ، چې يو سړی د نيوکې توان نه لري نو بد کوي ، چې ځان ولسمشرۍ ته کانديدوي او بيا هسې د پښتون نوم دې نه بدوي او وﻻړ دې شي امريکا ته او په خپل سيون اليون دکان کې دې شراب خرڅولو ته ادامه ورکړي . زه د ښاغلي دولت زي صاحب په دې جملو کې صرف اوصرف کرکه وينم ، ځکه دی په دې نه پوهيږي ، چې څوک نيوکه کوي نو دخپلې نيوکې د حل ﻻره دې هم نورو ته واضح کړي ، چې له بده مرغه د بشر دوست صاحب لخوا دا کار ونشو .

  سرور احمد زی لکه چې ما مخکې وويل يو پوخ او با تجربه  سياستوال دی ، هغه هېڅ کله د پښتون نوم نه بدوي ، ځکه نوموړی هغه بااحساسه افغان دی ، چې د هېواد اوملت په خاطر يې خپلې دنيوي چارې هېرې کړې دي او يوه پښه يې په امريکا او بله يې په اروپا کې وي  تر څو د دې نړۍ زبرځواکونه په دې وپوهوي ، چې پښتون نه ترهګر دی او نه هم القاعده !!! او نه هم نړۍ ته کوم ګواښ دی !!! او د پښتنو سره د جګړې پر ځای د خبرو اترو ﻻره غوره کړئ ، چې دا به هم ستاسو او ستاسو د هېوادونو او هم زموږ د هېواد او ملت په ګټه وي !!!

  که چېرې ښاغلي احمد زي  د بعضو په شان د دې هېوادنو سره د پښتون وژنې هوکړه کړې وای نو اوس به  د زر او ځواک دواړو خاوند وای  او په امريکا کې به يې د زلمي خليلزاد له موقف  څخه لوړ مقام او څوکۍ درلودی .

  دولت زی صيب بل ځای ليکي ، چې احمد زي صيب بشردوست ته وويل ، چې زه پښتون يم طالبان زما قوم دی او زه يې ښه پېژنم .  ښاغلي ليکواله ستا په خيال احمد زي بايد ويلي وای ، چې زه پښتون نه يم او طالبان ستاسو قوم دی او تاسو يې ښه پېژنئ ځکه مو ترې نه د ليلي دښته ډکه کړه ، ژوندي مو دخاورې ﻻندې کړل ، د پښتنو پر نواميسو مو تيری وکړ ، کورونه او ځمکې مو غصب کړې ، کډوالۍ ته مو مجبور کړل او له خپلو کليو او سيمو څخه مو وشړل.

ښاغلي ليکوال بل ځای کښلي دي ، چې سرور احمد زی د هر پښتون پر تندي داغ دی ، پښتانه داسې بې همته خلک نه دي . زما ګرانه د پيل په غوږ کې ويده هېوادواله ، اصلا همت څه ته وايي ؟ ته هم پېژنې ؟ او کوم همت ؟

  ايا دا همت دی ، چې ته په خپل وطن کې مهاجر يې !؟ ايا دا همت دی ، چې تاسره د خپلې خاوې واک نشته !؟ ايا همت دې ته وايي ، چې ستا دولس کلن او سل کلن هېوادوال د ګوانتانامو ميلمانه دي !؟  ايا همت دې ته وايي ، چې هر ورځ په لسګونو لسګونو ستا هېوادوال په شهادت رسيږي !؟ او دا همت دی ، چې ته په خپله ژبه خبرې نشې کولی او په پلازمېنه کابل کې د خپل بچي لپاره په پښتو ژبه ښوونځی نه لرې !؟  ايا ته دې ته همت وايې ، چې رباني ، مسعود ، فهيم ، قانوني ، عبدالله ، مقبل ، ضيا ، مزاري ، خليلي ، محقق ، دوستم ، مالک ، سياف ، چې دين ، وقار ، ناموس او خاوره يې وپلورله ، د هېواد پر برخليک يې پردي حاکم کړل په لسګونو زره افغانان يې په قتل ورسول ، دښځو څخه يې سينې پرې کړې ، رقص مرده او رقص واسکټ به يې ورباندې کول ، په کانتينرونو کې يې وسېځل ، هېواد يې په کنډوالو بدل کړ يو قوم او يوه سيمه يې پر ټول هېواد مسلطه کړه ، افغان ميندې او ماشومان يې په سپو وداړل ، ودونو او ښاديګانې يې په غم بدلې کړې ، افغان يې نړۍ ته د وحشي ، ترهګر ، بې فرهنګه نشنلست او فاشست په نوم ور معرفي کړل!؟

  دغه جنابان د خپلو قومونو د تندي د شرم داغ نشول خو سرور احمدزی ، چې يوازې يې ويلي چې زه پښتون يم او طالبان زماقوم دی ، دپښتون د تندي داغ شو ؟

  بل ځای ليکوال کاږي ، چې احمد زي ته پکار دي چې د خپلو کاکا زامنو هريو زرداري او حاجي شمالي کارونه دې نه کوي .  د تعصب څخه ډکه وروره ، سرور احمد زی د لوګروﻻيت څخه دی او حاجي شمالي ، چې يو پياوړی او په وطن مين جهادي قوماندان و ، د ننګرهار وﻻيت اوسيدونکی و او که چېرې د وينې او قوم پر بنسټ محاکمه وي ، نو بايد د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمانوف نه پيل وشي ، چې د احمدشاه مسعود هم قومي او په تيره کې وطندار و .

  د ليکنې په پای کې ښاغلي ليکوال  ليکي : (( که چېرې احمدزی نر وي نو په عبدالله او پدرام دې سترګې راوباسي )) .  ګرانه دومره بايد درته ووايم ، چې دا د احمدزي غوندې د بريتورو شاه ځلمو برکت دی ، که نه نن ورځ به زما او ستا برخليک سيدوف او احمدوف ټاکلی .

  نن چې د امريکا اداره د افغانستان په هکله په خپلې ستراتيژۍ له سره غور کوي ، دا هم د همداسې ځوانانو برکت دی .