د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بحث کې زغم ته څومره اړتیا لرو؟

سیدعبدالله ولي زی 14.08.2009 15:46

ډېرو درنو لوستونکو تاسو به هرومرو د ډېرو بحثونو سره مخ شوي وی، د کورنۍ له غړوسره، په ګاډي کې له راکبینو سره، په پوهنتون کې د محصلینوتر منځ، د ګردي میزونو تر شاه د کارپوهانو او څانګپوهانو او نورو تر منځ بحثونه به مو اورېدلې وي. ډېری وخت داسې هم پېښېږي چې د دوی بحث آخر په کنځاوو بدل شي، آن تر دې چې یو بل ته پکې سپکې سپورې هم وايي او بې له کومې پایلې هغه بحث په شخړو واوړي.

په بحث کې د یوې موضوع په اړه د دوؤ مختلفو نظریو څښتنان د پایلې د رامنځ ته کېدو لپاره خبرې اترې کوي. د بحث په اړه په قرآن پاک کې هم څو ځایه اشاره شوې او مسلمانان یې فکر او تعقل ته را بللي دي لکه: تعقلون، تفکرون او داسې نورې وراشې، چې څرګندوي تر څو په یوه موضوع فکر وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي.

ویل کېږي چې د عمري خلافت په دوران کې یوه ورځ عمر (رض) د مهر په اړه په یوه ناسته کې بحث کړ. ده زیاته کړه چې د ښځو د مهر اکثر حد باید دومره وي. په دې وخت کې یوه ښځه راځي او عمر (رض) ته وايي چې ته څوک یې چې ښځو ته مهر ټاکې. حضرت محمد(ص) هم په خپل دوران کې دا حق له ښځو نه دی اخیستی. دا د ښځې حق دی دا حق ښځو ته خدای ورکړی ته هیڅ حق نه لري چې دا حق ترې واخلې. په دې وخت کې عمر(رض) وايي چې دا یو بحث دی او په ریښتیا سره چې زه په غلطه وم، هر هغه څه چې خدای پاک او رسول مقبول (ص) نه وي ټاکلي زه هم د هغو د ټاکلو واک نه لرم.

تاسو وګورئ چې دغه ښاغلي په څومره ښه فضا کې بحث کړی، دا په داسې حال کې ده چې عمر(رض) د مسلمانانو امیر وؤ، خو بیا هم هغه په بحث کې دومره ځان ټیټ ګڼلو چې د یوې عادي ښځې منطق ته یې ځان تسلیم کړ. اوس راشه موږ پښتنو ته! ځان خو چاته نه تسلیموؤ مګر ځان هم تر ټولو ښه ګڼو، دا خو لا پرېږده ښځې ته خو لا د خبرو کولو واک هم نه ورکوؤ.

تاسو به دا حتماٌ منئ چې په طلوع ټلویزیون کې ګفتمان ډېر ښه بحث په لاره اچوي، هلته ډېر مسلکي موضوعات په پام کې نه نیسي، خو کله چې تاسو د نورو ټلویزیونو مرکو او خبرواترو ته پام شی، نو بحث به د ټولنیزو پدېدو وي دوی به ورته بېسواده وکیلان کېنولي وي یا به بحث په قانون وي، خو دوی به ورته روغتیايي ډاکټران کېنولي وي او یا به بحث په اسلام وي دوی به ورته د سیاست کارپوهان کېنولي وي. دا ټول هغه موضوعات دي چې باید په بحث کې په پام کې ونیول شي. يوښه سمبال شوی بحث  د ټلویزیونو لپاره د لېدونکو کچه لوړوي او د وګړو تر منځ د تفاهم زمينه برابروي.

سره له دې چې د ګفتمان خپرونې ټول بحثونه مضخرف، له تعصبه ډک او چټیاټ دي، خو بیا هم هغه بریالي بحثونه دي او خپله نظريه په ډېره ښه توګه په خلکو مني.  هلته زموږ له لوري ۱۲ پاسان کېنوي او د خپلو خبرو د ملاتړو لپاره د همغو څانګو ډاکټران راغواړي.

په همدغه ټلویزیون کې د انتخاباتو په اړه یو بحث روان وؤ، چې په هغه کې میلمانه یون صاحب او د هرات یو وکیل وؤ. یون صاحب د ډېر قوي منطق خاوند وؤ خو هغه بل وکیل په هیڅ هم نه وؤ خبر. د دوی بحث داسې روان وؤ، چې یون صاحب به کله کومه منطقي خبره کوله نو هغه وکیل به ورته ویل چې ته ولې د کرزي سره کار کوې. نو د کرزي سره کار کول د یون صاحب د خبرې ځواب نشي کېدلای. ډېره جالبه خو راته دا ده چې د همدې ګردي میز په کتو سره ماته هغه د کیسه رایاده شوه چې ویل یې: «یک شخص به درخت بالا شده بود، صاحب درخت برایش ګفت! به درخت چرا بالا شدی، شخصیکه به درخت بالا شده بود پاسخ داد، چرا به زنت چپلق نه ګرفتی؟ صاحب درخت پرسید؟ ای ګپه به او ګپ چه غرض؟ شخص که در درخت است پاسخ داد: از ګپ ګپ میخیزد».

په شمشاد ټلویزیون کې د اسماعیل یون او بشیر بیژن تر منځ بحث وؤ. یون صاحب به چې کله کومه خبره کوله، نو بیژن صاحب به ورته ویل: «مه برایت همینطور نه ګفته بودم.» دا منطقي ځواب نشي کېدای. نو مطلب دا دی چې کله څوک په موضوع حاکمیت و نه لري، هڅه کوي تر څو موضوع بلې خوا ته بوځي او له بحثه وتښتي، چې دغه ډول چلند بحث له ماتې سره مخامخ کوي. اوس مهال زموږ ټلویزیوني بحثونه اکثراٌ د پښتنو پر ضد پای ته رسي، ځکه چې دلیل ته یې ما مخکې اشاره وکړه. ډېر کم داسې پېښېږي، چې د پښتنو لخوا دې هم په بحث کې یومسلکي کس برخه واخلي. کله چې زریاب په ګفتمان کې خبرې کوي، که څوک به بحث کې هغه ته ګنځا هم وکړي، نو بیا هم هغه په ډېره سړه سینه ځواب ورکوي او همدغه شان ځينې نور.

په ملي ترمینالوژۍ باندې په نور ټلویزیون کې بحث روان وؤ، چې  پرتو نادري د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته په بحث کې توهین وکړ، خو په هغه ځای کې زریاب د هغه خبره ډېره ښه ترمیم کړه او خبره یې داسې جوړه کړه، چې ګواکې په ريښتیا توګه وزیر ملامت دی. اوس هم که تاسو له تاجکو وروڼو پوښتنه وکړئ، چې زریاب تاسو ته منلی دی که نادری؟  نو هغوی خامخا دا وايي چې زریاب، ځکه چې هغه یوه ډېره بېځایه مسئله د منطق په چوکات کې وړاندې کوي او له هغې بېځایې مسئلې یوه ډېره مهمه او جدي مسئله جوړوي. د طلوع ټلویزیون د ګفتمان خپرونه ځکه بریالی ده، نو لامل یې دا دی چې سلاکار یې زریاب دی.

پښتانه، هر کله له منطق نه احساساتو ته ترجیح ورکوي، دوی دا فکر کوي چې اوس هم هغه د تودې جګړې وخت دی او ټول کار احساسات کوي او په دې اند دي چې ګواکې احساسات به موږ لوړ پوړ ته ورسوي، خو اوس هغه خبره نه ده. اوس سړه جګړه روانه ده د اوسمهال لپاره باید منطق په کار واچوو. دا منم چې پښتانه تر نورو د قوي منطق څښتنان دي، خو په ګردي میزونو کې پرته له يو څو تنو پښتنو څانګپوهانو په نورو پښتنو کې ما منطقي خبرې نه دي لیدلي. دوی خپله خپلې خبرې ردوي او هرکله یې پخپله خپل بحث په خپل تاوان پای ته رسولی.

په بحث کې له ټولو نه مهمه خبره دا ده، چې بحثکونکی بايد د بحث په موضوع بشپړ حاکمیت ولري. که چېرې داسې نه وي، نو له مقابل لوري به په ډېر ضعيف منطق سره  ماتې وخوري او ډېر ژر به په بحث کې احساساتي شي، چې په بحث کې احساساتي کېدل د بحث د ناکامۍ پیلامې دي. په دې اړه حضرت سليمان وايي: کله چې منطق نه وي، نو احساسات راپارېږي.

هر کله چې غواړو بحث پیل کړو، موخه مو باید دا وي چې بحث مو پايله ولري، که دا پايله زما په ګټه وي او یا د بل چا. خو د دې خبرې مطلب دا نه دی چې بویه مقابل لوري ته ځان تسلیم کړو ترڅو بحث پایله ومومي، موږ بویه له خپلې عقیدې په منطقي ډول ملاتړ وکړو. که چېرې د مقابل لوري منطق په موږ لوړ شو، نو باید ورسره ویې منو. یعنې بحث ته هیڅکله باید په دې نظریه داخل نشو چې زه به خپله عقیده هرومرو په مقابل لوري منم او یا به د هغه عقیده منم.

په بحث کې دا هم مهمه ده، چې د مقابل لوري عقیده په بشپړه توګه واورو، ځکه کېدای شي یو ځلې نوبت یا څو جملې د هغه  عقیده سمه ونه سپړي، یعنې مقابل لوري ته باید وخت ورکړو، چې د هغه عقیده د موضوع په اړه ښه څرګنده  شي، کېدای شي هغه زموږ سره هم انده وي، خو یوازې د خبرو طرز به یې بیل وي.

په بحث کې باید د مقابل لوري سایکولوژیک حالت ته هم پام ونیسو، ځکه کېدای شي هغه به کوم تکلیف لري او موږ به ورسره په بحث لګیا وؤ. دا هم کېدای شي چې هغه به په یوه خبره دومره خپه شي، چې بحث به شخړو ته وکاږي. په داسې حالت کې موږ باید خپلې خبرې مقابل لوري ته داسې توجیه کړو، چې ګواکې تا زما له خبرې غلط مفهوم اخیستی، چې مقابل لوری له احساساتو را کوز شي، ځکه احساساتي کېدل بحث پرته له پايلې پای ته رسوي. همدغه شان موږ باید د مقابل لوري د کومې غلطې خبرې په وړاندې احساساتي غبرګون ښکاره نکړو، په کرارۍ سره باید د هغو د خبرې منطقي ځواب ورکړو.

دا چې موږ څومره په بحث کې زغم ته اړتیا لرو زه فکر کوم، چې تر ډېره ځایه به له پورته لیکلشوې سپړنې پوه شوي وﺉ، خو له بېلابېلو بحثونو داسې څرګندېږي، چې موږ پښتانه لومړی خو په خپلو کلیو کې نه یو سره جوړ، بیا په ولسوالۍ کې مو يو او بل ته سمڅې کيندلې دي، په ولایت کې يو او بل ته په مورچل کې ناست يو، په ګوندونو کې د يو او بل پر ضد د کودتاوو خيالونه په سر کې ساتو، لنډه دا چې په ملي کچه په قومونو کې نه یو سره جوړ. د دې ټول اصلي لامل دا دی، چې په بحث کې موږ یو بل ته زغم نه شو کولای. څه کېږي چې یوه ورځ خپل احساسات د خپل ورور لپاره پرېږدو او له هغه سره په ورین تندي خبرې وکړو،  بله ورځ ته به هغه زما سره همدغه شان په ورین تندي خبرې وکړي. که چېرې ما نن ورسره تنده (احساساتي) رویه وکړه،  بله ورځ هغه هم زما سره همداسې چلند کوي، چې په تدريجي توګه زموږ تر منځ شخړې رامنځ ته کېږي او د دې باعث کېږي، چې له ما او له هغه څخه ګڼشمېر خلک ملاتړ وکړي، چې پایله يې د خلکو او یو موټي ځواک په دوؤ او ډېرو بر خو وېشل ده. دا جوته خبره ده که په وېشل شوي قوم يا ډلې مقابل لوری جسمي او يا ذهني تېری وکړي، نو په ډېرې آسانۍ سره هغه تر خپل ولکې لاندې راوستی شي.  څنګه چې موږ يو ګډ نظر نه لرو او په ډلو وېشل شوي يو، په ناتوانه منطق موږ ورکېږو او بحث زموږ په تاوان پای ته رسي.

هر کله مو یوې ډلې  پر بلې ګوذارونه کړي، هیڅکله په دې هیله نه یو سره ناست چې یو بل ته به تېر شو او هیڅکله مو  دا خبره نه ده کړې چې د یو بل سره به یو ځای شو. هر کله مو خپله منلې او په خپله لاره روان یو هیڅکله مو ملي مصلحت ته پام نه دﺉ کړی.

نن ورځ هزاره وروڼه خپلې رایې خرڅوي او په کرزي یې خپل ۱ میلیون رایې د حکومت په ۲۰ سلنه واک او ۱۱ کلیدي کرسیو خرڅې کړي دي. زموږ هغو ټولو پښتنو چې کارټونه اخیستې اېله نیم میلیون به هم نه وي، بیا خو موږ دغه نیم میلیون په څو څو ډلو وېشل شوي یو. موږ  په خپلو دغه ۶۲ سلنو معامله نشو کولای، خو زموږ هزاره وروڼه په خپلو ۳ سلنو دومره لویه معامله کوي.

دا هم تاسو باید ومنئ چې زموږ ۶۲ سلنه معامله ګرو ته دومره اهمیت نه لري لکه د هزاره ګانو ۳ سلنه ځکه زموږ په ۶۲ سلنو کې یوازې نیم میلیون خلکو کارټونه اخیستې، خو د هزاره ګانو په ۳ سلنو کې ۱ میلیون وګړو کارټونه اخیستي دي. په دغو نیم میلیونو کې بیا موږ ډلې ډلې یو. هغه متل دی چې: «د سپیو کلي په کلي بدي وي، خوار او فقیر ته ټول یوه توره شي.»، نو که هغوی په خپل منځ کې جوړ دي او که نه! خو کله چې مسئله د هغوی ملي مصلحت ته رسي نو دوی ټول سره یو لاس شي، مګر زموږ پښتانه لا هم ویده دي او لا هم په خپلو بحثونو کې شخړې کوي.

په انټرنیټ کې د پښتنو روڼ اندو ډېرې لیکنې زه لولم، خو هر کله چې د هغه بحث ځای ته رسم، نو ډېر د درد احساس کوم،  ځکه چې زموږ دغه روڼ اندي پښتانه هیڅکله په خپل منځ کې نه دي سره جوړ او هر کله یو په بل پسې خبرې کوې او شخړو ته لا نوره هم لاره هوار وي،  خو دا ځل مې د ښاغلي ډاکټر لمر او ښاغلي محمد انور تر منځ برېښنايي بحث تعقیب کړ ډېر راته په زړه پوری وؤ، يو څه مې تر زده کړل، خو بحث پرته له پایلې يا پرېکړې پای ته ورسېد، چې زما ډېرې پوښتنې لا ځوابه پاتې شوې.