د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولس بايد چاته رايه ورکړي

هلمند شېرزاد 13.08.2009 13:08

زه نه کوم ادیب، نه شاعر او نه ليکوال يم،ديو مهاجر اودوطن نه په خورا ليری فاصله کې د يو ځوان په حيث چې د رايه کارولو څخه هم محروم شوی يم ولې غواړم چې د خپل زړه خواله د هغه چا سره شريک کړم کوم چې زما په شان په جنګ کې پيدا او په جنګ کې لوی شوي وي .
.
لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د پرديو په لمسون پوره ۳۱ کاله و شول چې نا اعلان شوی لعنتي جنګ او افغان وژنی تپل شوی او لا دوام لري .
همداوس زموږ په هېواد کې د طالب، القاعدی تورسټانو او د حکومت د مخاليفنو په نوم مختلفی ډلې د پرديو په مرستو ددی جنګ ځپلي هېواد ولسونه ماشومان زاړه، ښځی ، بوډاګان په ځان مرګي حملو کې له مينځه ځي دا بله خوا يانې بهرنی پوځونه د ړندو بمباريو کې په لسګونو بی دفاع خلک وژنی دا پوځونه په دی خاطر زموږ هېواد ته راغلي چې دموکراسي راژوندی کړی وران ويجاړ افغانستان دوباره ودان کړی د ځوان نسل د روزلو لپاره د ښونی روزني سيستم بيا ورغوي اود بشر حقوق د انسان انساني کرامت خوندی کړي تل پاته سوله په وطن کې راولي ولې داسی ونه شول او د خلکو ستونزی د پخوا په شان دوام لري هغه چا چې د جهاد او د وطن د اصلي مدافعينو او اصيلو مبارزينو ټاپی پر خپلو سينو وهلی چې دوی د روسانو پر وړاندی جهاد کړی وطن مو ازاد کړی قرباني مو ورکړی اوداسی نور ولي کله چې همغو په اصطلاح جهاديانو يا طالبان واک رسيدلې يو ځل ئي بيا د څوکي ، شتمنيو چور غلا په خاطر په خپل مينځي جګړو کې د کابل په شمول په ټول هېواد کې په زرګونو بی دفاع ولس ووژلو او سلګونوزره افغان ئي جبري مهاجرتونو ته وادار کړل ، ايا دوی د مهاجرت سختی ورځی شپی له ياده وتلي هغه قربانی چې افغان ولس د روسانو د پوځ پر وړاندی اوياد اوسنی بهرنی پوځ پر وړاندی ورکړي يا ئي ورکوي ، ،همداد افغان ملت د جهاد برکت وو چې روسان مات شول لاکين دهمدغو طالبانو يا جهاديانو له برکته يو ځل بيا دنورو بهرنيو پوځونو د راتلو زمينه برابره شوه ا يا داوسني بهرنی پوځونه د اسلام پر دين مين دي ،ايا دوی د خلکو کورونو ته پر خپل سر ننوځي، د نارينه وو ،ښځو او ماشومانو تالاشي نه اخلی او په خپل هيواد کې يي راته محبسونه دي جوړ کړی.. کله کله مو ړندو بمباريو بی ګناه ولس نه وژني ، دوی د ګناه کار او بی ګناه توپير کله هم کړی،ايا ستاسو د هسکې مينی د ناوی او ځوم او وراد خلکو وژل له ياده ووتل د ناوی اوځوم هېلی او ارمانونه د خاورو سره خاوری نه شول اونور .
پروني جهاديان د نن ورځی د نړی لوی پولداران ندي دوی جهاد ونه پلورلو دوی له جهاد نه بده يا ناوړه استفاده ونه کړه ؟ دوی د وطن کونډی يتيمان معيوبين هير نه کړل دوی د همدغو معيوبينو، کونډو يتيمانو حق ور کړو نه خير دوی همدغه د امريکا د ب۵۲ الوتکو او امريکائي ډالرو په زور دوباره واک ته ونه رسيدل ايادوی همغه جهادي دلالا ن نه دي چې د افغانستان په پلاځمينه کابل کې د شيرپور تاريخی دولتي ځمکه د خپلو اسمان خراشه بيلډنګونو په خاطر وويشله ايا دوی په ټول افغانستان کې په لکونو زره دولتی ځمکې غصب نه کړی .
راځو اصلی مطلب ته : لکه څنګه چې اوس د افغانانو لپاره فقط دوه انتخابه دی ( يا په اوسني حالاتو کې اافغان ولس د پخوا په شان به يا وطن پریښودل غوره کوي او يا به د طالب او بهرنيو پو ځو تر بريد لاندی ژوند کوي په ګاونډيو هېوادو کې هم مهاجرينو ژوند ورځ په ورځ سخت شوی پاکستان، ايران او اروپايان افغان کډوال په زور له خپلو وتنو څخه باسي لکه څنګه چې د ننی واکمني په افغانستان کې د امريکا او نورو په مرسته جوړه شوی
چې دازادۍ ،ديموکراسۍ او په څنګ کې يي داسلام ناری هم وهي . ايا تاسی دا فکر نه کوی چې په هغی وخت کې به همدومره تبليغ چې د طالبانو په مقابل کې کيږي نو ستاسي يعنی دمجاهدينو په مقابل کې کيده؟بيشکه چې کيده که زه اوس له تاسی پوښتنه وکړم چې ايا تاسو دی امده ياست چې د جنګ پر ځای دسولي لاره خپله کړی د طالب، مجاهد، کمونست، ژبني تعصب هيرکړو اوپر ځای د تل پاته سولی لپاره کار وکړو ځواب نه دی ځکه طالب دبل چا په هدايت کار کوي او دانور هم. د بل پر سلا او مشوره کار کوي هغه وخت هم همدا کيسه وه که دی وطن پريښوده نو مجاهد وی او که په وطن کې پاتی کيدی نو کمو نست وی..
راځو اصلی هدف ته : هغه داچې ايا افغانان دومره ناپوهه دي چې د سپين او تور فرق نه شی کولی ؟ پدی نه پوهيږی چې د کرزی صاحب علمل او پوهه د ډاکتر صاحب اشرف غنی چې د اقتصاد ډاکتر دی مقايسه کړی؟ دکرزی صاحب تر څنګ مارشال فهيم او کريم خليلی حکومت کوی کوم چې دوی يي ښه پيژنی او د ډاکتر اشرف غني تر څنګ محمد ايوب رفيقی او محمد نبی علی زاده ولاړ دی . دافغانستان خلک چې اکثريت يي نالوستي دي پدی غوړو غوړووعدو او غوړو غوړو شعارونو بازي نه خوري او که په يوه تلويزيونی يا راديوی مناظره کوم چې کرزی يي جرئت نه لری؟ ايا داد شرم ځای نه دی چې کرزی له يوی مناظری ډاريږي ؟ که اشرف غنی کوم غلط سړی وی نو هغه خو دکرزی صاحب سره د مالی د وزير په توګه کار کړی نو دا خو کرزی صاحب ته يو اسان کار دی چې د هغه درغليانی راوباسی او ملت ته يي ښکاره کړی . ايا کرزی صاحب په دی تيرو کلونو کې کوم کار وکړو چې اوس به يي وکړی زما په نظر هغه خو هيڅ وعدو ته اړتيا هم نلری ځکه چې هغه اوس فعال رئس جمهور دی اودا بايد ولس ته ووائي چې څه کولی شی ؟ خو اصلی خبره داده چې کرزی د افغانانو پر وطن داسی ليلام لګولی چې وروره کم نه کم يو رياست خو به هغه چاته ورکړي کوم چې دکرزی صاحب لپاره تير شی . اصلا نن د خلکو سره هيڅ د وطن د ابادولو او دغی مظلوم ملت ته د سوکالۍ او ارامۍ ،د هوسا ژوند او ددی بد بختيو نه د خلاصون احساس نشته بس هر سړی د پيسو او د قدرت ليوني دي.
زما ګرانو وطنوالو او مظلومو خلکو زه دانه وايم چې خپله رايه چاته ورکړی فقط دومره وايم چې زه خو له رائي ورکولو حخه محروم شوی يم خو تاسو بايد هغه چاته رايه ور نه کړي چې لاسونه ئي ددی مظلوم ولس په وينوسره وي لکه جنايتکاران ، جنګي مجريمين ، د بشری حقونو ناقضين او ملي خاينين دوی بايد د خلکو په محکمه کي د خپل عمل په جزا ورسيږی اجتماعي عدالت بايد تامين شي موږ ته پکار ده چې هغه چاته رايه ورکړل شي چې وطن پرست وي ، لوړه پوه ولري، د جنګ پر ځای قلم وکاروي کار اهل کارته وسپاري د مفسدو قاچاقبرانو، رشوتخورو، مجريمينو اونورو مخنوی وکړی اود تل پاته سولی لپاره کار وکړی او زما له نظره کله چې د جمعي وسايلو له لاری ما ددی ټولو کانديانو ويناوی وړانديزونه واوريدل د اشرف غني وړانيدزونه می ده تايد وړشول زما په نظر خلک بايد هغه ته خپله رايه ورکړي. چې وينا او عمل ئي يو وي اوبس

هلمند شېرزاد
مالمو سويډن
Nasib143@hotmail.com
20090913