د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو د جهادي خوځښت سره تړلې او مرستياله ډله توره بوړه جهادي محاز وايي چې د دولت يو استخباراتي كارمند يې وژلى.

ټول افغان خبري څانګه 12.08.2009 13:46

د طالبانو د جهادي خوځښت سره تړلې او مرستياله ډله توره بوړه جهادي محاز وايي چې د دولت يو استخباراتي كارمند يې وژلى.

 د طالبانو د جهادي خوځښت سره تړلې او مرستياله ډله، توره بوړه جهادي محاذ د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په سيمه كې د يو افغان په ډزو د وژلو دعوه كړې ده چې ددوى په وينا جاسوس دى، ددې جهاد محاذ وياند قاري سجاد ټول افغان ته په خپله رالېږلې خبر پاڼه كې وايي چې نوموړى جاسوس و او د دولت استخباراتو ته يې جاسوسي كوله.

توره بوړه جهادي محاز د www.toorabora.com په پته يوه ويبپاڼه هم لري چې د جهادي فعاليتونو تر څنګ پكې ډول ډول مطالب خپروي، ورسره د توره بوړه په نوم يوه درې مياشتنۍ مجله خپروي او جهادي ويډيويي خپرونې هم لري، چې د توره بوړه نشراتي ارګان په نوم يې دغه رسنۍ په فعاليت بوختې دي.

دغه خبر په همدې وېبپاڼه كې هم خپور شوى دى.

http://toorabora.com/Safhi/Mahaaz/201.htm