د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د استقلال د ياد جشن

تازه خان ويال 10.08.2009 22:36

په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد جشن

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، د تېرو کلونو د جشنونو غوندی، ســږکال د اګسټ د مياشتی په اتلسمه نېټه، چې د سه شنبې ورځ کيږي، د افغانستان د استقلال، د نويــيــم [ ۹۰ ] تلين، په ياد جشن جوړوي . تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې په خپل ګډون سره د افغانانو د ازادۍ د ياد جشن لا دروند او ښکلی کړئ .
استقبال ته مو سترګی په لاره يو!
په درنښت

سيدجان کارواني
د افغانانو د ټولنی مشر


نوټ: محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي.
د پيل وخت: د مازديګر څلورنيمی بجی.
ځای يې: د پخوا په څېر
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
020 8993 81 68 او 020 8993 21 29