د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غمشريکۍ او ډاډګېرنې پيغام

حبيب الله غمخور 05.08.2009 13:04

سويډن -  دمالموښار

د۲۰۰۹ ز کال داگست ۴

 

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگه  اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې  اداره !    

په زياته خواشینۍ موخبر تر لاسه کړ چې په سويډن کې مېشت ځوان  شاعراوفرهنگپال،  دروزگان د ملي مهالنۍخپرونې همکار اوتخنيکي مسئول  ښاغلي هيواد شېرزاد پتمنې مور او ښاغلي محمداقا شېرزاد وريندار دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله  له خپلو دوستانواوگران شېرزاد څخه دابدي  ژوند په لور رخصت واخيست  .

اناالله و انا اليه راجعون

موږ پداسې حال کې چې دښاغلي هيواد شېرزاد دمحترمې مور مړينه دده اوددوی دټولې کورنۍ لپاره لويه ضايع گڼو، ځانونه دگران هيوادشېرزاد دکورنۍ ټولوغړو، ښاغلي محمداقا شېرزاد اوکورنۍ او ټولو اړوندانو سره پدې لوی  اودردونکي غم کې  شريک بولو.  دلوی څښتن  تعالی له دربارڅخه ټولوته  دزړه صبر او ارواښادې  خورسپېڅلي روح  ته فردوس جنت غواړو.

 روح دې ښادوي .

په سويډن کې ددوستۍفرهنگي ټولنې دمشرتابه
 جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه  په استازيتوب
 حبيب اله  غمخور