د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یون له خوا د ۳۳ کتابونو د مخکتنې د غونډې تفصیلي راپور

ګل آغا احمدي وردګ 03.08.2009 12:54

لومړۍ برخه

د تیرې جمعې ورځ چې د ۱۳۸۸ د زمري په ۹ نیټه په یو ځل د استاد محمد اسماعیل یون د ۳۳ کتابونو د چاپ او خپریدو له کبله د کابل په سرینا هوټل کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوې وه چې د غونډې د ګډونوالو د خبرو تفصیل د دې راپور په ترځ کې لوستلی شی.

د نوموړې غونډې ویاند ښاغلی عاشق الله غریب وو او غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د میرمن آرین یون خبرې:

د غونډې لومړۍ ویناواله د ښاغلي اسماعیل یون کورودانه آغلې آرین یون وه چې د خپلو خبرو په ترځ یې وویل:

آغلې میرمن آرین یون له ټولو راغلیو میلمنو څخه مننه وکړه چې د ښاغلي یون د کتابونو د مخکتنې په محفل کې یې ګډون کړی دی او بیا یې له ښاغلي زلمي هیوادمل او رسول امین څخه د مننې مراتب څرګند کړل چې د دوی ښه استادي یې کړې او په علمي ډګر یې ورسره تر خپلې وسې همکاري کړې ده.

همدارنګه میرمن یون وویل: د لیکوال ژوند له کړاوونو، خواریو او زحمتونو څخه ډک دی او موږ په دې څو کلونو کې ۲۵ ځله کډه کړې ده. له ښاغلي اسماعیل یون سره د هغه کوردانې، ماشومانو او کورنۍ هم خوارۍ ګاللې دي او یون صاحب ته مو وخت پر وخت د تاوده چای ترموزونه وړاندې کړي. آغلې آرین یون د ټوکې په شکل وویل: چې ښاغلي اسماعیل یون به د دې لپاره چې د خپل فرهنګي فعالیت پر مهال خوب ورته ور نه شي نو په تیرو څو کلونو کې نږدې اووه منه خورما له چای سره خوړلې ده. همدارنګه نوموړې وویل: د دې لپاره چې ښاغلی اسماعیل یون خپلو کلتوري چارو ته فارغ وي نو په نوموړي باندې د خپل کور له خوا هیڅ فشار نه دی ورغلی بلکي هغه د کور د سودا، میلمنو، ناروغانو او داسې نورو کارونو څخه معاف شوی وو او په دې هکله یې کورنۍ زیات فشار پر ځان منلی وو څو یون صاحب خپلو لیکنو او کلتوري چارو ته فارغ وي.

آغلې میرمن آرین یون له د ښاغلي یون له ملګرو هر یوه عاشق الله غریب، زرین انځور، ابراهیم شینواري، ماخان شینواري، احسان الله کاموال، پروفیسور خالق رشید، زلمي هیوادمل، وفاالرحمن وفا، ضیاالرحمن او داسې نورو څخه هم مننه وکړه چې له یون صاحب سره یې علمي، تخنیکي او هراړخیزې مرستې کړې دي. نوموړې همدارنګه له خپلو ماشومانو هم مننه وکړه چې دوی ته یې وخت ورکړی څو ۳۳ کتابونه په یو ځل چاپ او ټولنې ته ډالۍ کړي.

د وفاالرحمن وفا پریزنټشن:

ښاغلي وفاالرحمن وفا د استاد محمد اسماعیل یون د کتابونو د موادو د راغونډولو، ترتیب، لیکلو، کمپوز، ایډیټ، تخنیکي چارو، ډیزاین، سي ډي، چاپ، کڅوړې، د توزیع څرنګوالی او داسې نورو ضروري چارو په هکله یو پریزینټشن وړاندې کړ او د دې ۳۳ کتابونو د خپرولو لړۍ یې له لومړي ګام څخه تر وروستي ګام پورې تشریح کړه.

د کیهان رمز پریزنټشن:

د ځلا د ټکنالوجۍ مسوول ښاغلي کیهان رمز د یوه لنډ پریزنټشن په ترځ کې د هغه سي ډي او بریښناپاڼې پښتو سافټ او د هغه د استعمال طریقه ګډونوالو ته تشریح کړه چې د همدې ۳۳ عنوانه کتابونو د آنلاین د چارو لپاره په کار وړل شوې وه. نوموړي وویل چې د همدې سي ډي او بریښناپاڼې په څیر موږ کولای شو چې د هیواد د نورو لیکوالو لپاره هم ورته خدمات سر ته ورسوو. د ځلا ټکنالوجۍ د کمپنۍ له لوري د یوه ځانګړي ویب سایټ د چمتو کولو ډالۍ هم وړاندې شوه چې په همدې مناسبت د ښاغلي یون د کتابونو د آنلاین کولو لپاره جوړه شوې وه او په نږدې راتلونکي کې به په کار پيل وکړي.

 

د استاد محمد آصف صمیم وینا:

استاد محمد آصف صمیم هم د یون صاحب په کتابونو خوښي څرګنده کړه او نوموړي ته یې د مبارکۍ په وړاندې کولو سره وویل: څو ورځې مې طاهر افریدي ته تیلفون کړی وو هغه راته وویل چې موږ بمبار شوو، مهاجر شوو او له ورانیو سره مخ شوو. دومره خو ښکلي نه یو خو لکه چې په سترګو شوي یو. خو زه وایم چې پښتانه ښکلي دي، خواږه دي او زما په بدرنګو عینکو کې دغه خلک ډیر ښکلي راته ښکاري.

ډاکتر سهیل ارشاد یو لړ لیکنې لري چې ړومبنیان نومیږي او د هغو کسانو په هکله لیکنې کوي چې د لومړي ځل لپاره یې یوه غوره نوښت ته لاس اچولی دی نو زه خو وایم چې د دې لوی ابتکار سره چې ۳۳ کتابونه یې په یو ځل چاپ او خپاره کړل نو یون صاحب هم د ړومبنیانو په ډله کې راغی. زه باید ووایم چې د کتاب لیکل، کمپوز، چاپ او تهیه دومره آسانه کار ندی خو زه د دغې سترې بریا له کبله ټولو افغانانو ته مبارکي وایم.

دغه لړۍ موږ ته زیری راکوي چې دلته دومره څه شته دي چې زړونه سره پرې وتړو، څو وخت د مخه په پیښور کې د چاپ شوو کتابونو یوه لړۍ خپره شوې وه نو معلومه شوې وه چې په دې وروستیو وختونو کې پښتو لومړنۍ ژبه ده چې ډیرې لیکنې پرې شوې دي چې دا خبره زموږ لپاره یو ښه زیری دی.

ښاغلي استاد محمد آصف صمیم د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې یوه ټوکه هم وکړه او ویې ویل چې له یوه کوچي څخه چا پوښتنه کړې وه چې ډیره ښه لیکنه دې کړې ده، کوچي ورته ویلي وو چې زه وزګار نه یم که نه قرآن شریف مې درته لیکه، خو که پښتانه قرآن کریم نه دی لیکلی نو خدای دې پښتانه د قرآن کریم په لاره سم کړي.

د ښاغلي راج ولي شاه خټک وینا:

له کوزې پښتونخوا څخه نوموتی لیکوال، ادیب، شاعر او د پیښور پوهنتون پخوانی رییس ښاغلي راج ولي شاه خټک وویل:

زه په داسې یوه عجیب شان او کیفیت کې قرار لرم چې حیران یم خبره له کوم ځای څخه پيل کړم. خو زه د ټولو د مخه د ټول پښتون قام له اړخه په دې مناسبت مبارکي درته وایم. یون صیب د هغو ړومبنیانو په ډله کې راغی چې دغه ولس ته یې ګټه رسولې ده او یون صیب خپل نوم په ښکاره توګه او د کتاب په بڼه ثبت کړ. پښتنو تورې ډیرې چلولې دي، غزاګانې یې کړې، ټوپکونه یې چلولي او په ډیره نره یې له یرغلګر غلیم سره ډغرې وهلې دي.

دا خبره بهرنیان کوي او بهرنیانو په موږ پسې تړلې ده چې پښتانه ګواکي فرهنګ نه لري نو زه پرې غږکوم چې یو ځلې راشی او اسماعیل یون و ګوری چې د پښتنو د فرهنګ ثبوت یې وړاند کړی چې پښتانه قلم، پوهه، علم، روایت او کلتور لري او د کتاب په شکل یې نړۍ ته وړاندې کوي.

پښتنو هر وخت توره د مجبورۍ څخه اخیستې او د یرغلګرو مقابله یې پرې کړې ده. دا ځمکه په یوه عجیبه څلورلاره کې واقع ده، زیات یرغلګر د خپل مفاد لپاره وخت پر وخت ورته راغلي دي. موږ د خپل ژوند، ثبات او سنګر ساتلو لپاره د تورې او ټوپک اخیستلو ته مجبور شوي یو، موږ بل ځای ته په جګړه پسې نه یو تللي او نه مو په چا یرغل کړی دی. موږ آرام ته نه یو پریښودل شوي او ټول عمر شر او شور را باندې جوړ شوی دی.

په یو ځلې د ۳۳ کتابونو چاپ او خپرول د دنیا په تاریخ کې یو عجیب کار دی چې په ډیره نادره توګه په لږ وخت کې لیکل شوي، کمپوز شوي، چاپ شوي او خپاره شوي دي دا واقعا یو ښه ګام دی. موږ د دې کار قدرداني ځکه کوو چې باید پښتانه د راتلونکو ګواښونو مقابله په علم، پوهه او شعور سره وکړي. د دې کار لپاره د اسماعیل یون په څیر د ویښ او مهذب قوم څیرو ته اړتیا ده چې د قلم په وسیله غزا کوي. دا کار شعور غواړي، د زړه وینه غواړي او د روح په مینه لیکل کیږي. د پښتنو د کتابونو سره دلته څه شوي دي؟ تاسو ټولو په خپلو سترګو ولیدل چې نور یې وس بر نه شو نو په کتابونو یې را مخه کړه او غوښتل یې د دې مهذب قوم کلتور ته زیان و رسوي چې په پایله کې له دې درکه موږ څه ناڅه نیستمن شوو. دا ځای د پښتنو ستر علمي مرکز وو او زموږ علمي مراجعه به دلته کیده، د سند او څیړنې حواله مو دلته وه.

د پښتنو د کتابونو د بې حرمتۍ مقابله په همداسې چارو باندې ښه کیدای شي چې پر یو وخت باندې د ۳۳ کتابونو چاپ ګڼل کیږي چې نوښت یې ښاغلي اسماعیل یون صیب ته راجع کیږي. دغه کار ثابته کړه چې د کتاب مینه له موږ سره د مخه وه او د پښتنو د فرهنګ د غني کولو خیال راسره وو چې نمونه یې نن تاسو پخپلو سترګو ګوری.

د دې کار بل اهمیت په دې کې دی چې نه یوازې د کتاب په شکل بلکي دغه لړۍ د سي ډي او انټرنیټ په شکل هم د مینه والو د لوستلو وړ ګرزي. دغه ښکلې لړۍ جوته کړه چې موږ بیا هم یو مهذب قوم یو او موږ ته پته ده چې په دې قوم کې وخت پر وخت غوره استعدادونه غوړیدای شي. دغه کار نابغه افراد کولای شي او نابغه افراد هغه څوک دي چې په خپله څانګه کې د کار او هڅو انتها حد ته رسیدلی وي.

اسماعیل یون د عشق له مخې دغه کار کړی دی، د ړومبنیانو په ډله کې یې ځان ته ځای پيدا کړ او دغه کار د تاریخ په دور کې یو نوی او مبتکر عمل ګڼل کیږي چې په یوه وخت دومره کتابونه خپل ولس ته ډالۍ کړي. یون قلم په لاس کې اخیستی او دا قلم به د ژوند تر آخره ورسره وي یو ځل بیا هم تاسو ټولو مبارکي درته وایم.

د دې غونډې د تفصیلي راپور دویمه برخه به هم ډیر ژر په لیکه شي له موږ سره اوسی...