د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هرات کې په يوه چاودنه کې ۱۱ تنه مړه او ۲۹ تنه ټپيان شوي

نعمت الله خالد او بشير ګواښ 03.08.2009 09:18

نن سهار  دهرات په ښار کې د يو بم دچاودنې له امله يوولس تنه وژل شوي او نهه ويشت تنه ټپيان دي.په ټپيانو کې د انجيل ولسوالۍ دامنيه قوماندان هم شامل دی.

د هرات ولايت امنيه قومانداني وايي چې دا ريموټ کنټرول بم وو  چې له امله يې يوولس تنه ووژل شول او نهه ويشت تنه نور ټپيان شول . قومانداني زياتوي چې د بريد هدف د انجيل ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال خواجه عيسی وو چې سخت ټپي شوی دی.

عيني شاهدين وايي چې د پيښې په ځای کې يې ددريو پوليسو،يوې ميرمنې او دوو ماشومانو مړي  ليدلي دي خو د نوموړي ولايت امنيه قوماندا ن عصمت الله عليزی  وايي چې په پيښه کې دوه پوليس او نهه عام وګړي وژل شوي.

د طالبانو وياند قاري يوسف د پېښې پړه پرغاړه اخيستي او ويلي يې دي چې هدف يې خواجه عيسی وو. د نوموړي په وينا په بريد کې ۹ تنه پوليس وژل شوي او دوه موټرې يې ويجاړې شوي دي.