د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله : که بریالئ شم د ګورګین په لار ځم

سرلوڅ مرادزی 02.08.2009 20:19

د ۱۳۸۸ کال په ټولټاکنو کې له هغه شمېر نوماندانو څخه چې ټولټاکنو کې ځانګړي شعارونه او تګلارې لري ، عبدالله هم راځي . عبدالله وايي که ټولټاکنې وګټي د احمدشا مسعود اندیښنې به پلي کړي او د نوموړي ناپلي شویو هیلو او ارمانونو ته به د عمل جامه ورواغوندي . یانې د افغانستان لپاره د مسعود په اندیښنو ولاړه واکمني د عبدالله د ټولټاکنو شعار دئ .

دا چې د مسعود اندیښنې څه شئ دي ، دې اندیښنو ته د اوسني افغانستان اړتیا څه ده او په روانو شرایطو کې عبدالله څنګه او په کوم ډول دا اندیښنې پلي کوي ، د عبدالله او دهغه د نورو انډیوالانو په ټاکنیزو څرګندونو کې څه نه لېدل کیږي .

عبدالله د ټولتاکنو په کمپاین کې د مسعود هیلو او اندیښنو ته د وفادارۍ خبره ځکه کوي چې غواړي د پنجشیر په دره کې د مسعود د پلویانو خواخوږي او ووټ ترلاسه کړي . خو که بلخوا د مسعود اندیښنې راوسپړې او بیا پر هغو له افغانانو ووټ وغواړي ، عبدالله او ډله يي د هغې په پایله پوهیږي چې له مخ تورېدو پرته به يي بل څه په برخه نه شي . نو ځکه په اوس وخت کې چې ټولټاکنو دا وخت نور هم حساس کړئ ، عبدالله او ډله يي د مسعود د اندیښنو د راسپړلو ښېګڼه او وس په ځان کې نه ویني .

خو پوښتنه دا ده چې ایا دا یوازي عبدالله ، د نظارشورا او جمعیت دئ چې افغانانو ته د مسعود اندیښنې تفسیروي ، که افغانان له دوی پرته هم د مسعود د اندیښنو ، تګلارو او موخو په اړه بشپړ مالومات لري ؟

مسعود ، د نظارشورا او جمعیت اوس داسې مجرد مفاهیم نه دي چې د پېژنګلوو او پوهېدو لپاره يي د کتابونو ټوکونو، د منطق پوهې او دیالیکتیکي پيچلو بحثونو ته اړتیا وي بلکې دا په افغاني ټولنه کې تېرشوی ، تجربه شوئ او روان پراتیک دئ چې هر افغان هغه د خپل ورور ، خور ، مور ، پلار ، نږدې دوست او د ځان د سر په بیه لېدلئ او ازمایلئ دئ او د کابل د ورانو کنډوالو هر دیوال او کوڅه يي د حال په ژبه حکایت کوي !

د مسعود کومې اندیښنې ؟

« امریکا ، شمالټلواله او د جګړې جنایتونه په څلورو کتابونو کې » چې د ې روستیو کې د ډاکټر ښاغلي رحمت ربي زیرکیار په مټ چمتو شوئ ، په يوه ځای کې لولو « چې د شورای نظار نوم په لومړي سرکې د شورای نظار صفحات شمال و ، چې تر دې مخکې بل چا سیمه ایز نومونه د ځان لپاره نه وو غوره کړي » 

مسعود د « شورای نظار صفحات شمال » نوم  په تصادفي ډول نه وغوره کړي بلکې کله چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار او د ډاکټر نجیب الله د سولې کړنلار د مسعود او په شمال کې د هغه د نورو پلویانو لخوا شنډه شوه ، دوی دغه اړودوړ ته هم د شمال د ژغورون په سترګه کتل او دلته يي هم نور افغانستان په پام کې نه و . اوس هم نظارشورا او جمعیت ، شمال یوازې د ځان ګڼي او هغه د کابل یا مرکزي دولت په وړاندې د فشار د یوې وسیلې پتوګه کاروي . په شمال او سویل د افغانستان ویش د مسعود د اندیښنو زړې جوړوي .

د ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د رباني په مشرۍ د نظارشورا او جمعیت په افغانستان او په تېره بیا د هېواد په پلازمېنه کابل کې د ټولو وروڼو قومونو سره وجنګېدل . د نظارشورا او جمعیت په واکمنۍ کې چې مسعود او رباني يي مشري کوله ، د قومي ، ژبني ، سمتي او مذهبي توپېرونو د چاغولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

اوس هم د مسعود پلویان  په ورځپاڼو ، بریښنا پاڼو ، راډیو او تلویزیونو کې یوازې د شمال او په تېره بیا په شمال کې د ټاکلو ولایتونو او ولسوالیو د خیر ښېګڼې خبرې کوي نه د ټول افغانستان !

په کور کې د کورګي د اندیښنو د دودولو لپاره تر ټولو ړومبئ د مسعود پلویان او نظارشورا خپل ګریوانونه څيري کوي .

د مسعود پلویان په تاجیک میډیا بریښنا پاڼه کې چې د نظارشورا اندیښني خپروي  ښکاره وايي چې مسعود « فرزند دلیر ایران بزرګ است » لاندې انځور او لیکل شوي متن ته وګورۍ !



شهيد احمد شاه مسعود  
فرزند دلیر ایران بزرگ

کله چې د نظارشورا د خپل مشر د ایران په تابعیت ویاړي او خپلو غړوته هم د ایران د تابعیت د ویاړ حاصلول غواړي ، نو دوی په داسې اندیښنو سره د واکمنۍ په صورت کې څنګه کولئ شي چې افغانستان ته خدمت وکړي ؟ که ریښتیا هم په ټولټاکنو کې بریالي شي  د هېواد برخلیک به څه وي ؟ هغه ډله چې د هېواد د تاریخ ، ویاړنو او مېړنیو پورې ملنډې وهي ، د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو پرځای د پردیو ګټې پالي څنګه کولئ شي د واکمنۍ په چوکۍ کې به دا هر څه پریږدي او ۱۸۰ درجې به تغیر وکړي ؟

په ټولټاکنو کې به د عبدالله ، نظارشورا او جمعیت برئ ، د ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو د کورنۍ جګړې بیا پيل وي . دا به د افغانانو لوی سپکاوئ او دهېواد ریښتیني بربادي وي !

دا به عبدالله نه وي بلکې د عبدالله په کالبوت کې به نادر افشار او ګورګین بیا پر افغانستان واکمن شوئ وي !

نو نن يي ورځ ده چې ټول افغانان باید هوښیار او بیدار وي . لکه څنګه چې یې نظارشورا او جمعیت تېرځل په توره له هېواده وتښتول ، دا ځل باید د ګورګین دغه اولاد پخپلې رايي او ووټ سره د تاریخ کندې ته ګوزار کړي .

د مسعود اندیښنو په نوم  کومې اندیښنې نشته ، دا د ګورګین هغه زاړه او مات شوي ارمانونه دي چې میرویس نیکه ډير پخوا په ګور منډلې دي .

پر دا کړي داد دې خدای نه شي پښیمانه ......... تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

« سترواکمن احمدشابابا »

یوه څرګندونه :

د مسعود اندیښنې زه د ګورګین لار بولم ، ځکه مې دې مقالې ته همدغسې نوم ورکړئ دئ .

اخځونه :

افغان ــ جرمن انلاین بریښناپاڼه

تاجیک میډیا بریښناپاڼه