د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کمپاین

عبدالغفور ليوال 02.08.2009 09:06


دلته ، چې غم د ډوډۍ
یا خالي ، پوچې اندېښنې دسیاست
او خبرونه دمرګ
زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي
په دې عجیب وطن کې
هیڅ څوک په دې غمیزه نه پوهیږي
چې څومره لویه تشه
او څه بدرنګه نشت دی
که هیڅ څوک نه شي پیدا
چې بل ته دا ووایي:
((تا سره مینه لرم! ))