ټول افغان خبريالانو ته اړتيا لري
01.08.2009 23:06ټول افغان ملي ویب پاڼې له پيله تر اوسه ملي ګټې پاللي او په راتلونکې کې به هم د افغانانو د ويړ کلتوراوژبې لپاره له هر قسمه چوپړ څخه سر ونه غړوي. د دې لپاره چې ويب پاڼه په معياري بنسټونو ولاړه وي، د ټول افغان اداره کوښښ کوي په هره برخه کې بدلونونه رامنځته کړي. ادارې پتييلې چې د بدلون دا لړۍ له خبري برخې پيل کړي. نو د دې لپاره چې لوستونکو ته د نړيوال ژورناليزم په اصولو برابر راپورونه وړاندې کړو، دغه خبرتيا خپروو.
ټول افغان په ټوله نړۍ کې داسې ښځينه او نارينه ژورناليستانو ته اړتيا لري چې د ټول افغان خبري برخې سره په رضاکارانه توګه کار وکړي.
خبريال/خبرياله بايد په لاندې شرايطو پوره وي
- د ژورناليزم په برخه کې کاري تجربه ولري
- د مطبوعاتو په برخه کې يې زده کړي ترلاسه کړي وي او د خبر په جوړولو وپوهيږي
- په پښتو ژبه ليک وکړی شي. د نورو ژبو زده کړي يوه مثبته خبره ده
- د انټر نيټ سره پخه اشنايي ولري
- انټرنيټ ته لاس رسی ولري
دندې
- ورځني او فيچر خبرونه برابرول
- د مرکو ترسره کول
- انځورونه چمتو کول
ګټې :
که څه هم ټول افغان يو سوداګريز ويب سايټ نه دی او نه شي کولی د خپلو همکارانو سره مادي مرسته وکړي خو ټول افغان کار کوونکو ته لاندې مانوي امتيازات ورکول کيږي
- نړيوال ژورناليستيک کارډ
- دکار سند
- ستاينليکونه او لمانځنې
- ژورناليستيکې روزنې
هغه کسانو ته چې د نورو رسنيوو سره برحاله ژورناليستان وي او يا هم د ژورناليزم،ادبياتو او حقوقو پوهنځي محصلين وي، فوقيت ورکول کيږي.
خبريالان کولی شي په ټولو او يا هم يوه )(که د انځورونو چمتوکول، دمرکو سرته رسول،ورځني خبرونه چمتو کول او يا هم فيچر ليکل) برخه کې کار وکړي. ټول افغان په خبريالانو باندې د وخت پابندي نه لګوي او خبريالان ازاد دي هر وخت يې چې زړه غواړي د ژورناليزم د اصول په پام کې نيولو سره خبر چمتوکړي.
د ټول افغان سره د کار هيله لرونکي کولی شي په لاندې پتو خپل ژوندليکونه راوليږي.
info@tolafghan.com