د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ولتر

علم ګل سحر 29.07.2009 18:34

ښایي دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالي دکتحخیلو دکلي اوسیدونکي اوس هم په دې نه پوهیږي چې څه باندې پنځوس کاله وړاندې یې څومره لویه هستي نړۍ ته وړاندې کړې وه او اوس هم لا په دې نه وي خبر چې څومره لوی انسان یې له لاسه ورکړی دی.زموږ یوه لویه ستونزه همدا ده او زموږ یوه لویه بدمرغي هم همدا ده،چې خپل شخصیتونه نه پیژنو .

 موږ تل دا وایو چې موږدژوندو قدر نه کوو ،خپل شخصیتونه په ژوندوني نه پیژنو چې مړه شي افسوس پسې کوو او بیا یې قدر کوو خو زه وایم کاشکې موږ خپل شخصیتونه له مړینې وروسته پیژندلي وای ، زموږ څومره ستر شخصیتونه په پردیو وطنونو کې خاورې شول او لابه وي داسې ستر شخصیتونه چې موږ یې اوس هم لا نه پیژنو.
استاد اسد آسمایي هم له دې ډلې شخصیتونو څخه و،چې په پردي وطن کې خاورې شو،دمرګ ترورځې مو ونه پیژاند او ډیر یې لا تردې وروسته هم نه شي پیژندلای ،په ژوند یې لکه څنګه چې لازمه وه چاقدر ونه کړ او مرګ خویې زموږ لپاره یونه هیریدونکی ناورین دی،انقلابي حکومت دوه ځله بندې کړاو جهادي حکومت دوه ځله بې کوره کړ،یوه حکومت دولتر غوندې خپل باستیل ته واچاوواو بل حکومت سید جمالدین افغان غوندې له وطنه تبعید ته اړ کړ.
ولتر دخپل وخت واکمنان مسخره کول او په ښکاره یې پخپلو لیکنو کې غندل ،افغاني ولتر اسد اسمایي د خپل پیچلي سبک په مرسته دخپل وطن دواکمنانو په کړووړو په پټه خندل ، دفرانسې واکمنانو او شوالیه ګانو ولتر ته دجزا په وخت کې هم دې ته پام و،چې دولتر پر سر ګوزار ونه شي او له مفکرو مغزو یې ګټه واخیستل شي .
وایي چې دپاچا نږدې ملګري شوالیه روهان چې د ولتر له کنایو په تنګ شو او دده له لاسه له مجلسه ووت بیا یې چې ولتر پخپلو کسانو واهه،نو خپلوکسانوته ویل : ښه یې ووهﺉ خو پامو وي چې په سر یې وار ونه کړﺉ ،ځکه اوس هم کیدای شي چې له هغه څخه کوم ښه شی ترلاسه شي.
خو کابودری پیړۍ وروسته هم زموږواکمنانو دخپل وطن په ګټه داستاد له فکر څخه دګټې اخیستنې فکر ونه کړ.
ولتر ته پاچا پخپله ماڼۍ کې ځای ورکړ هغه یې ونازاوو .هغه دولتر روښانه افکار دځان لپاره وهلې کلا بلله خو زموږپاچا دژوند تر پایه پورې استاد اسد ته دکابل په تهیه مسکن کې دهغه خپل کور چې ټوپکمارو ترې په زور نیولی ورنه کړ،چې راشي پخپل کور کې ژوند وکړي او له روښانه افکاروڅخه یې ټول وطن ګټه واخلي.
استاد اسد آسمایي لږ چاپ شوي اثار لري (دوزخیان) او (دټرای ښځې) ژباړه یې خپاره شوي او نورې په لسګونو مقالې یې خپرې شوې او همدومره یې لیکلې خو خپرې کړې یې نه دي.
استاد دخپلو اثارو له خپریدا سره چندان علاقه نلرله ،لیکل به یې هم ډیر نه کول ،دتنظیمونو اوطالبانو دواکمني په وخت کې به زه ،استاد اسمایي،عبدالغفورلیوال او وفاسمندرپه اوونۍ کې دوه دری ځله دیوبل په کورونو کیناستو ادبي بحثونه به مو کول استاد به په هره ناسته کې یو کتاب له پوهې او حکمته ډکې خبرې وکړې موږ به ورته ویل استاده داولې نه لیکې؟ هغه به وخندل چاته یې ولیکم؟چې ډیر ټینګار به مو وکړ ویل به یې دا خبرې تاسې ولیکﺉ.
تراول لیدو دمخه مې داستاد اسد په اړه ډیر څه اوریدلي ول .اسد آسمایي چې په سیمه کې په فیلیسوف مشهور و،څه وخت دیوه چپي ګوند غړی او له مهمو کسانو څخه یې و، خو په ډیر لږ وخت کې هغه ډګر ورته تنګ او کوچنی ښکاره شوی او پرهغوی دنیوکو له امله بندي شوی په زده کړو پسې مسکو ته تللی و، دمسکو له نړیوال پوهنتون څخه عمومي اول نمره فارغ شوی دده استادانو او په هغه پوهنتون کې دنورو هیوادونو محصلینو وړاندیز ورته کړی و،چې افغانستان ته دې نه ځي ځکه هلته دده نظریات څوک نه شي زغملای کیدای شي له خطرونو سره مخ شي .
ویل کیدل چې مارکسیستي فلسفه یې ردکړه او په دې فلسفه کې یې زیات بدلونونه وړاندیز وکړ خو چا ورسره ونه منل ،دده دزیاتې مطالعې او زیاتې پوهې په اړه مې ډیرڅه اوریدلي ول.
لومړی ځل مې چې هغه ولید دپروان مینې دبس په یوه تمځای کې بس ته انتظار ولاړ واو د (تیاترکودک)په نامه دیوه پنډ کتاب په مطالعه بوخت و
ما تردې دمخه نه ولیدلی خو پوه شوم چې دا یوازینی سړی چې خپله یوه دقیقه وخت هم نه ضایع کوي حتمآ استاد اسد دی،دمطالعې مزاحم یې نه شوم له هغه کابو پنځه شپږ کاله وروسته مې بیا پخپل کور کې ولید اشتباه مې نه وه کړې هماغه سړی و، چې په بس تمځای کې دیوه پنډ کتاب په مطالعه بوخت و.
استاد اسد آسمایي به ډیره مطالعه کوله په یوه وخت کې به یې موسیقي هم اوریدله او لیکنه به یې هم کوله له چا سره به یې خبرې هم کولې او لیکنه یا مطالعه به یې هم کوله.
استاد یو فوق العاده انسان و، دی یووخت ۱۷ ورځې او شپې پرله پسې ویده شوی نه و.
داسې ښکاریده چې لیکلو یې حوصله تنګوله ،ډیر څه یې په ذهن کې تیار و،خولیکلو ته یې زړه نه ښه کاوو،په ۱۳۷۷ کال کې مې دخپلو شعرونو یوه ټولګه دسریزې لیکلو لپاره ورته سپارلې وه څو ورځې وروسته یې کورته ورغلم ترې ومې پوښتل چې سریزه یې لیکلې که نه؟
استاد وویل دا خو مې بیخې هیره وه ماته یې قلم او کاغذ را کړل راته ویې ویل دایې وخت دی چې ویې لیکو، استاد ژرژر راته ویل او ما پسې لیکل .بل ځل په پیښور کې دسپیدې مجلې دفتر ته ولاړو هلته هغوی ورته وویل چې دې ګڼې ته باید یوه مقاله راکړې ، استاد ویل او مالیکل هغې مجلې ته یې په ډیر لږ وخت کې دویرجنیا ولف په باره کې مقاله ولیکله،ډیرځله به یې خپلې مقالې یا ما یا نورو ملګرو ورته لیکلې.
استاد پیسو ته ارزښت نه ورکاوو دده خپله وینا ده چې ویل به یې هیڅکله مې پیسې نه دې شمیرلې ،چې جیب مې تش شي بیا نورې پیداکوم په شمیرلو یې وخت نه ضایعه کوم .
استاد نړۍ ته په طنز کتل په حقیقت کې یې په ژوند پورې خندل ،ډیرو به هغه ملامتاوو چې خپلې روغتیا ته پام نه کوي خو استاد اسمایي ژوندته په هغه سترګه نه کتل کوم چې نور ورته ګوري ،هغه ژوند ته دومره ارزښت نه ورکاوو هغه به تل دا پوښتنه کوله آیا دا ژوند په کولو ارزي؟
که به چا له چا څخه ورته شکایت وکړ ده به یوازې وخندل ویل به یې : موجودات دي نو.
دډیرو کسانو کړنې او په دنیا پورې زړه تړل ورته عجیب ښکاریدل او هغه به یې مسخره کول .
هغه وخت په کابل کې ډیرې بدې ورځې وې،مختلیفو تنظیمونو په ښکلي کابل اورونه بل کړي ول د استاد اسد آسمایي یوه ملګري ورته دتاجکستان په پوهنتون کې داستادي دنده پیدا کړې وه استاد حاضر نه و،چې تاجکستان ته ولاړشي ټولو ورته ویل په دې وخت کې له دغه طلایي چانسه ګټه واخله او ولاړ شه خو استاد اسمایي به ویل : یه یه زه ستان ته نه ځم ، له خپل وطنه پرته چې په نوم کې یې ستان وي زه هغه هیواد ته نه ځم ، له دې موجوداتو سره زما ګوزاره نه کیږي.
استاد اسد آسمایي به عجیبې معنادارې ټوکې کولې دده ټوکې او طنزونه یوازې دده و، اوس چې هغه ټوکې او طنزونه رایادوم افسوس کوم چې ولې مې هغه وخت ونه لیکل.یوه مهمه پانګه مو له لاسه تللې ده.
استاد به چای ډیر سوراوو،زما نه یادیږي چې په کوم مجلس کې دې په چای جوش کې چای پاتې وي او دی دې ترې پاڅیدلی وي.
استاد اسد آسمایي عادت نه درلود چې دچا صفت وکړي ،یوه ورځ زه او استاد دلیکوالوپه ټولنه کې دشاعرانو یوه بانډار ته ولاړو،هغوی زه نه پیژندم استاد ډیر عادي ور وپیژندم هغوې ترې وپوښتل چې څنګه شاعر دی؟ استاد په ټوکه ورته وویل چې اقتصادي شاعر دی .چې دباندې راووتلو په ګیله مې ورته وویل استاده لږخوبه دې ښه ورته معرفي کولم ،استاد ویل: که دې نن نابغه معرفي کړم سبا به څه یې؟
استاد اسد آسمایي دفلسفې استاد و،په فلسفه کې دنظرخاوند و،خو ددې ترڅنګ دادبیاتو په برخه کې هم ښه استاد و،هغه وخت زموږ ځوانو شاعرانو یوازینۍ مرجع استاد اسد و،ده دنړیوالو ادبیاتو پراخه مطالعه درلوده ،موږ ته یې تل په زړه پورې مشورې راکولې او چې څه به مو لیکلي ول ،ده به داصلاح په برخه کې لارښوونې راته کولې.
داستاد دلیکنې طرز هم ځانګړی و،استاد به نږدې دهرې لیکنې او مقالې په ټنډه دنړۍ دیوه فلیسوف اولیکوال خبره لیکله او بیا به یې مقاله پیلوله.
لنډې جملې به یې لیکلې چې ژورمفهوم به پکې و،دخپلو خبروداثبات لپاره به یې دیوه عالم خبره رانقلوله :
((داوسنۍ روانشناسي پربنسټ شعر او خوب لیدل یوبل ته ورته رواني حالات دي ځکه په دواړو کې هغه عاطفي تمایلات او زړه ته رانږدې احساسات چې دعقل دکنترول او سانسور په وجه دتحت الشعور ساحې ته استول کیږي .دشاعرۍ او خوب لیدلو په وخت کې دعقل ځنځیرونه ماتوي اوپه خیالي یا هنري دنیا کې ازادۍ ته رسیږي زموږ دپیړۍ دمفکر هایدګر په نزد منطق دتفکراو په نتیجه کې دتخییل دښمن دی،نوځکه ډیر وخت دشعر سمبولونه ، استعارېاوتصویرونه دخوب لیدلوله سمبولونواواستعارو سره نږدیوالی لری او کله حتی یو ډول وي))
استاد اسد آسمایي به په یوه مقاله کې خپلې خبرې په څو برخو ویشلې دخپلو خبرو برخې به یې معمولآ په رومي اعدادو سره بیلولې ، استاد آسمایي به هیڅکله خپلې مقالې په اوږدو سریزو نه پیلولې او آن زیاتره وخت به یې خبرو هیڅ مقدمه نه لرله ،مخامخ به یې اصلي مطلب منځ ته را اچاوو لنډې خبرې به یې پرې کولې او موضوع به یې په څو پراګرافونو کې روښانه کړه ،پریوه کتاب خپله سریزه داسې پیلوي :
(( دویرجنیاولف په اثارو کې موږ دشعر او نثر تلاقي وینو دمارسل پروست (دورک شوي وخت په لټه کې) او دجمیز جویس (ولسیس) یوځل بیا وښودله چې دلرغوني یونان دهنر په لور بیرته راګرځیدنه دوام لري.شلمه پیړۍ کې یوځل بیا شعر دفلسفې ژبه شو او موزون کلام دتیاتري حرکاتو په وسیله تداعي کیږي ته به وایې یوځل بیا هنر ځان تکراروي .لکه دګویته د(فاوست)په اثرکې چې (هلن)بیا په صحنه کې ځان څرګندوي))
دشعر او نثر همدغه تلاقي پخپله داستاد آسمایي په لیکنو کې لیدلی شو ، داستاد په ځینو لیکنو کې کلیمات داسې ځای پرځای شوي چې ته به وایې لیکوال دیوه ښه شاعر غوندې دهرې کلیمې په ځای پرځای کولو ډیر فکر کړی دی استاد اسد آسمایي په لنډلیکنه او ژر لیکنه مشهور و هر وخت چې مقاله ترې غوښتل شوې هغه شیبه یې لیکلې ده .
استاد اسد آسمایي یو هیومانیست لیکوال او دډیرو عالي صفاتو لرونکی انسان و،ده به ویل که څوک له تاسې سره دښمني او بد چلند کوي تاسې ارزښت مه ورکوﺉ او تاسې دوستي ورسره وکړﺉ که داستاد په وس پوره وای دولتر غوندې به یې دغریبانو لپاره کورونه جوړ کړي و،د ولتر غوندې به یې دکارګرو لپاره فابریکې جوړې کړې وای او دفابریکو ګارګرانو ته به یې پخپله دمینې ژوند ور زده کاوو.
په پای کې څو وړاندیزونه لرم هیله ده پام ورته وشي:
- په کابل کې یوښوونځی او دپکتیاولایت دزرمت ولسوالي دکتحخیلو لیسه دې د استاد اسد آسمایي په نوم ونومول شي.
- داستاد دخورورو مقالو دراټولولو لپاره دې یوې کمیټې ته دنده وسپارل شي او اثار دې چاپ شي.
- دپکتیا کلتوري ټولنې ژمنه کړې چې داستاد ټول اثار به چاپوي هیله ده قلم نړیواله ټولنه ، دعلم وادب دخپراوي ټولنه او موظفه کمیټه داستاد ټول اثار که په افغانستان کې دي که په فر انسه کې د چاپ لپاره چمتو کړي.
دده شاګردان او ملګري باید دسقراط دشاګردانو غوندې داستاد ټولې ناخپرې شوې لیکنې راټولې اودده نالیکلې خبرې داستاد په نامه ولیکي او خپرې یې کړي.