د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان پرلپسې اعترافونه

سرلوڅ مرادزی 24.07.2009 02:36

تر ټولو ړومبئ باید وویل شي د افغانانو لپاره دا توپير نلري ، چې پاکستان کې د واکمنۍ کومې کړۍ د هغې ویجاړوونکي چلوټې او توطيي څخه چې څه له پاڅه دېرش کاله د پاکستان لخوا د افغانانو د هېواد او لراوبرو پښتنو پر وړاندې ادامه لري ، پرده پورته کوي .
د روان کال د جولای په ۲۲مه ، د افغانستان اطلاعاتو رسنۍ د سیاسي څانګې « افغان پي پر » د خبر له مخې ، د پاکستان پخواني دولتمشر پرویز مشرف د انګریزي تلویزیوني جالپاڼې « سکای نیوز » سره په مرکه کې ویلې : پاکستانې زیرمو څو ورځې مخکې اعلام کړې چې اسلام اباد د لوړ پوړو طالبانو سره د خبرو اترو ، سلا او مشورو روسته په دې بریالي شو چې ، د طالبانو نظر د افغانستان له ولسمشر کرزي سره د خبرو اترو لپاره چمتو کړي .
طبیعي ده کله چې د پاکستان دولت پخپله خاوره کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې او مشورې کوي او په تېره بیا هغوی رضا او چمتو کوي چې د افغانستان د دولتمشر کرزي سره خبرو ته کیني ، ښکاره اعتراف دئ چې دا کسان ټول په پاکستان کې مېشت او د پاکستاني دولتي مقاماتو په تېره بیا د ای ــ اس ــ ای او پوځي کړیو سره نږدې اړیکې لري .
د مشرف دا اعترفونه د نوموړي له هغه څرګندونو څخه چې لږه موده مخکې يي ، د ایسنا د رسنۍ په قول کړې وي او هغه دا چې طالبان په افغانستان کې دي ، نه په پاکستان کې له اسمان څخه ځمکې ته راکوزېدل دي . مشرف دا هم ویلي و چې د افغانستان نیمايي خاوره طالبان کنترولوي . ترهګر او القاعده هغه مهال له منځه ځي چې افغانستان له دوی پاک شي . که غواړۍ په پاکستان کې پر القاعده او طالبانو برئ ترلاسه کړۍ ، دا بریا به بشپړه نه وي . خو که پر دوی باندې په افغانستان کې بریالي شوۍ نو پاکستان کې هم پرې بریالي شوي یاست . همدارنګه پرویز مشرف دې مرکه کې دا خبرې چې د ترهګرو روزنیزې اډې په پاکستان کې دي ، ردې کړې وې .
همدې ته په ورته بېلګه کې څو ورځې مخکې ، د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو د مشر ملاعمر ، د اسلامي ګوند مشر ګل بدین ، ملا حقاني او ملا نذیز سره د پاکستان د پوځ د اړیکو په شتون اعتراف کړئ و .
نوموړي ویاند دا هم ویلي و ، د پاکستان پوځ کولئ شي طالبان امریکې سره خبرې کولو ته کینوي . خو دا ځل خبره نوره هم وړاندې ځي او مشرف وایي چې پاکستان به د افغانستان او طالبانو ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب کوي .
دلته د یوې خبرې سپينول پکار دي او هغه دا چې که د افغانستان وسلوال مخالفین د افغان دولت سره کوم بل څوک لکه پاکستان یا عربستان د خبرو لپاره کینوي نه یوازې د اندیښنې وړنه ده بلکې ښه خبره هم ده . خو دلته د پاکستان منځګړتوب لکه څنګه چې افغانان د ژنیو له خبرو او تړون او یا له مجاهدینو سره د پېښور او نورو تړونو څخه تجربه لري ، پاکستان هیڅکله هم د افغانستان په وړاندې بې پلوي منځګړئ نه و او تل يي د بې پرې منځګړتوب پرځای د خپلو لاسپوڅو او ګوډاګیانو په ګټه د افغانستان له دولت سره چنې وهلي دي .
اوس چې افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او تیریو د رسوايي تشت له بامه غورځېدلئ ښکاري ، د پاکستان واکمنان هڅه کوي چې یوله بل څخه مخکې د خپل پخوانې رسوا او بدنام سیاست د ماتې د پټولو لپاره رادمخه شي او نړیوالو او افغانانو ته وښۍ چې ګوندې پاکستان ، افغانستان سره د زړه له کومې مرستې ته چمتو دئ . بې پرې منځګړتوب هیڅوک د چا نه ردوي ، خو د ټاکلیو کړیو په ګټه د پاکستان چنې وهل به یو افغان هم ونه مني .
کله چې څوک یوخوا د پاکستان دا پرله پسې شرموونکي اعترافونه ګوري او بلخوا د همدې هېواد د نورو واکمنانو د انکار خبرې اوري ، بیخي اریان پاتېږي . ډېر پخوا ارواښاد عبدالمالک « فدا » د پښتونستان یو نامتو شاعر د پاکستان په اړوند څه ښه ویلي و :
یا د بونیرغوڅه لکۍ نشته پاکستان پسې .......ملا مې ده تړلې د غیرت په پاچاخان پسې
په کابل کې د پاکستان سفیر ښاغلي محمد صادق له ازادۍ راډيو سره د چنګاښ په ۱۹ مه ، د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس داسې راپورونه شته چې د طالبانو مشر ملا عمر هم په پاکستان کې دئ ، تاسو څه وایاست ؟ هغه په ځواب کې ویلي و ، چې زه خو ترې خبر نه یم او که ته ( پوښتونکئ ) پرې پوهیږې نو ولاړ شه او ۵۰ میلیونه ډالره جایزه ترلاسه کړه .
اویا دا چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیررحمان مالک د مه میاشتې په درېیمه له بي بي سي سره په مرکه کې وايي چې پاکستان ته وسلې له ګاونډي افغانستان څخه راځي . او تر ټولو شرموونکې دا چې همدغه وزیر کابل کې د افغانستان د کورنیو چارود وزیر ښاغلي اتمر سره یوازې څو ورځې له مخه ، په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وايي : په سلو کې ۹۰ طالبان پاکستان ته له ګاونډي افغانستان څخه رااوړي .
پاکستان د دې خبرې په اعتراف چې ترهګر او مذهبي توندلارې په پاکستان کې دي او هلته روزل او وسلوال کیږي او د افغانستان د بربادۍ او د پښتنو د وراکاوۍ لپاره ګمارل کیږي ، زړه نا زړه دئ . داچې کله ناکله د پاکستان ددې یا هغه مقام له خولې په پاکستان کې د ترهګرو په شتون اعتراف کیږي ، دا د پاکستان خپل زړه او خوښه نه ده . دا د افغانانو د سرسختې مبارزې او کله نا کله د نړیوال فشار نتیجه ده .
پاکستان اوس هم په درېیو ډګرونو کې ترهګرو او مذهبي توندلارو ته اړتیا لري ، هم له هند سره د کشمیر پرسر ، په افغانستان کې د ملي پیاوړي مرکزي دولت او هم د پښتونستان د جوړېدو د مخنېوي په موخه .
د پاکستان لپاره د ترهګرو شتون لکه د ژوندیانو لپاره د اوکسیجن په کچه ارزښت لري . پاکستان د مذهب پنوم جوړشوئ او په مذهبي توندلارۍ به ژوندئ وئ . کله چې د مذهبي توندلارۍ او ترهګريۍ لمن له پاکستان څخه ټوله شي ، پاکستان په همغه شېبه سا ورکوي . پاکستان زموږ د سیمې لپاره لکه اسراییل د منځني ختیځ لپاره د سرطان دانه ده چې باید عملیات شي .
یوه څرګندونه :
پاکستاني مقاماتو ملاعمر باندې ۵۰ میلیونه ډالره جایزه ایښې ده . اوس باید دا جایزه مشرف ته ورکړې ، ځکه هغه ته ملاعمر او نور ټول مالوم دي .
مرادزئ
اخځونه :
بېلا بېل سایټونه