د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه ښوونځی به څه کړو چې زده کوونکی يې کتاب ونه لري؟

حبيب الله غمخور 23.07.2009 19:59

وزيرصاحب شمېر يې مه زياته وه کيفيت ته يې پام وکړه

 

له بدمرغه دافغانستان  دحکومت يوشمير وزيران اوجگپوړي چارواکي دخپلو فعاليتونو شمير ته زياته پاملرنه کوي،اوپه خپلو رپوټونوکي شميره زياته پړسوی ،خودسرته رسېدلي کار دکيفيت کچه ئي په زره بين کښي نه لېدل کېږي .

دغه بدمعمول څخه دمالي ،سوداگری ،کليو اوپراختيا،دمخدره موادوسره دمبارزې ،عالي اومسلکي تحصلاتو،ښوونې اوروزنې  وزارتونه  ډير متاثير سویدي .ددغو وزارتو چارواکي تل کوښ کوي ،خپل نيمگړي کارونه  دراپورود شمېرو په زياتوولوکي پټ کړي .

دم گړئ زما موخه داده چي دښوونې اوروزنې وزارت دې ټکې ته متوجه کړم دشمير زياتېدل چي کيفيت ونلري زموږ دولس هيڅ درد نه سې دوا کولاي .

دښوونې اوروزنې وزارت دهر کال په پيل کښې پردې ټينگار کوي چي تر دريو ميليونه زيات شاگردان ښوو نځۍ ته ځی ،دومره ښوونځۍ جوړې سوې،داسوي وسول،ها سي وسول  . خوکله چي سړی  هغه ډله ايزورسنيو ته مراجعه کوي چي ددولت تر تاثير لاندي نه دي،ياله افغانستان نه بهرخپرېږي حالت کاملأ بل ډول دی .

دبېلگې په توگه تر اوسه په هغو ځايوکي چي شاگرادان  ښوونځۍ ته ورځی،متاسفانه دمکتب يوعادي خټين تعمير درک نلري ،شاگردان پر سپېره ډاگ پر دوو گوتوناست وي . ايا دانو ښوونځۍ بللاي سو؟

وزير صاحب کله ناکله پدې ځان خلاصوي چي امنيت نسته ځکه بې شمېره ماشومان له تعليم نه محروم پاته دي .

بلې ! داخبره رښتياده موږ اوټوله نړۍ ئي گوري چي متاسفانه  په زورتراوسه سوله تامين نسوه ، داچي ولې دايوه بېله خبره . ډير پدې باوردی چي درښتيانۍ سولي راستولپاره په صداقت اوخواخوږۍ تراوسه کارنه دی سوی  .دډيرولپاره روان ناورين لنگه غواده لوشي ئې اوپدې خړو اوبوکې دخپلې خوښې ماهيان نسي .

نا امني ددې لامل گرځېدلې چي دهيوادپه زياتو سميو کي مکتبونه  يوازي دکاغذپر مخ موجود دي اودبلې خوادپوهې اومعارف دښمنان هم نه غواړي ښوونځۍ فعالي اوشاکردان مکتب ته ولاړسي ،دښوونکو وژنه ،پر شاگردانوتېزاب پاشل ،دکورونوپه دروازه کي دماشومانو ډارول اونورې ناخوالي موږ ټولوته معلومي دي ، داکارونه زموږ دوطن دروښانه راتلونکې دښمنان کوي .

رابه سودې خبرې ته چي ددې وزارت په کاروکښي څومره داسي نيمگړتياوي شته چي له منځه وړل ئې شوني دي . کله چي شاگرادن  مکتب ته راځی ،دادوه واقيعتونه په گوته کوي  :

۱/ دماشوم کورنۍ غواړي چي ماشومان ئې ښوونځۍ ته ولاړ سي ،يعني دامنيت له اړخه يوڅه ډاډمن دي  .

۲/ خپله ماشوم هم غواي چي مکتب ته ولاړ سي ،هغه هم نه ډارېږي .

دهمدې دوټکوپر بنياد ښوونې اوروزنې وزارت راپور ورکوي چي دلته ياهلته دومره مکاتب فعال اودومره شاگرادان ښوونځۍ ته ځي ،سره لدې چي کله ناکله ئي په راپورونوکي جدي نيمگړتياوي ترسترگوکېږي ،دکار اوفعاليت راپوونه ئي له حقيقت سره سرنه خوري .

تراوسه چي دبهرنيانو دشتون چي همدا وزيرصاحبان هم له دوي سره يوځاي  راغلي  اته کاله تېرېږي ،پدې اته کاله کښي تر ۵۱ ميليارډه زيات  امريکايي ډالر مرسته سوې  ،دامرسته يوازي جگړه ايز لگښتونه ندي  بلکي تر نيمایی  ئې  زياتي پيسې  دافغانستان دبياجوړونې  اودولتي مامورينوتنخواگانولپاره راغلي دي  .

دالړۍ  همدا اوس هم روانه ده اودمامورينودتنخواپه گډون ټول دولتي لگښتونه دبهرنيانو لخوا تمويلېږي .

 ولې  دمرستوپه لگښت کي دغه ټکې ته په صداقت پاملرنه نده شوې چي زموږ دهيواديوه له سترو غميزو اوبدبختيونه همدا نالوست توب دی . که زموږ ولس ليکل اولوستل کولاي سواي  دابدمرغۍ به زموږ دولس سره لاس په گرېوان نه واي .

له لومړۍ ورځې  چي ددې اوسني دولت بنياد اېښودل سوی اودولتي اداروته  له بهرنه راغلي جگپوړي چارواکي ورغلي ،متاسفانه له بې شميره جوالوسره يوځاي وغلي  دي ، تر څودافغان په نوم له مرستونه د  جېبوپر ځاي جوالونه ډک کړی . ښه پدې موږ ټول پوهېږوچي دماموريت  تر پاته رسېدو وروسته به تاسو ښاغلي هم لکه نور دوباره بهرته روان ياست ،اوافغانستان ته به  تر هغوشا واړوی تر څوچي بهرنيانو مو بيادکومې دندي لپاره دلته رالېږي ، ځکه ټول جگپوړي چارواکي دوکوريز دي ،يوکورئي په بهرکي اوبل په افغانستان کي  وي .

مگر ديوه افغان په توگه داهيوادخوپر موږ اوتاسو ټولوحق لري ،بايد تاسو چي لوړې  چوکۍ اومقامونه موپلاس کښي دي پر دې وطن  او ولس يوڅه  زړه وخوږوئ .که يوبېگانه هم راغلی واي داسي به ئي نه واي کړي لکه تاسومسولين چي ئي کوی .

کله چي شاگرادان  حاضر دي مکتب ته راسي تر ټولواړينه خبره داده چي دښوونځۍ تعمير جوړسي ،درسی لوازم برابر اودامکاناتوپه چوکاټ  کښي مسلکي  ښوونکی  ورته پيداسي .

دتاريخ په اوږدوکي  دنړۍ په زياتوهيوادوکښي   چي زموردهيوادسره ورته مالي اوامنيتي ستونزوسره لاس په گرېوان وه ،دښوونځيودجوړېدو اوفعاليدوپه موخه ئې  ډير دقيق  اوخواخوږي کارونه  سرته رسولي اوپه ډيره کمه موده کښې ئي دښوونځيو لپاره عادي تعميرونه جوړکړي ،کتاب ،توره تخته اوښوونکی ئي ورته پيداکړی دی  .

مگر زموږ په هيوادکي داپروسه سرچپه پلې کېږي ،لومړۍ شاگرد بې تعميره مکتب ته راغوښتل کېږې ،بيا‌بېله دېنه چي په معلم  پسي وگرځي  هلته په محل کي خپل خپلوان  اويادرشوت په مقابل کي  داسي کسان چي هيڅ مسلکي  پوه هم  نه لري دښوونکي په توگه مقررېږ ي . کتاب اوتوره تخته درک نلري  شاگرداومعلم دواړه په يخنيو اوگرميوکښي پر سپېره ډاگ ناست وي .

متاسفانه زموږ دښونې اوروزنې وزارت دغه  پرډاگ  ناستو ماشومانوته ښوونځۍ وايي .

هلته چي يو نيمچه دښوونۍ تعمير سته کتاب  اونوردرسي لوازم درک نلري ،داچي تر اوسه مسلکي ښوونکي ندي روزل سوی  داخوتاريخي تيروتنه اوملي جفاده .چارواکي پدې ځان خلاصوي چي دمعلمۍ سره دخلکو علاقه نسته .

بلې !

څنگه  ئې علاقه پيداسي؟ دښوونکی معاش تر بل هرمامور ټيټ دی . دښوونکی ژوند اوستونزوته هيڅ پاملرنه نده سوې  .ښوونکی  ته زموږدټولنې يو خوار اوحقير شخص  په سترگه کتل کيږي . ددې پر ځاي چي تر هرچا زيات بايد ښوونځۍ اودښوونکي ژوند اوروزنې ته جدي اوعاجله پاملرنه سوې واي ،نوروفرعي کارو، هغوکاروته چي دچارواکواويادهغوي چاپيرکسانوپکښي مادي او سياسي گټې وي  زياته پاملرنه سوې ده .

دمعلوماتوله مخې  حتا دکابل دښار شاوخواولسواليواوقريوپه ښوونځيوکې کتاب  اونوردرسی لوازم درک نلري ،هغه په اصطلاح ښوونځئ چي گوياتعمر لري هلته دکتاب اونورودرسي توکودنه شتون له امله ښوونکی په نامه يوڅوک ټولگۍ ته ورځي ،خوتنها ورځ تېروي .

همدا نن دجولاي ۲۱ مه دآزادی راډيوپه مټ  يوخپورسوی رپوټ  کي مي واورېدل ، دهلمندولايت په هغو سيموکي چي امنيت سته اوماشومان مکتب ته راځی درسي لوازم اوپه ځانگړې توگه کتاب درک نلري .

دشرم خبره خوداده پدې شرايطوکښي  چي هرې خوابنسټپالي مسلطه ده بيا هم په هلمندکي انجونې مکتب ته راځي خودغه ماشوماني کتاب نلري . ديوې ښونځۍ مديرې د  ژورناليست سره په خبروکې وويل چي ماخپله دمعارف مدريت اووزارت سره تماس نيولۍ اوهغوي ته مي ويلې چي زموږ شاگردان کتاب نلري ،مگر تراوسه زموږ شاگردانوته چاکتاب نه دی ورکړی اوهغوي له کتاب نه محروم دي  .

اياداپوښتنه پر ځاي نده چي وزير صاحب تاسوپه څه اخته ياست ؟؟؟

ستاسو وظيفه سياست دی اوکه دښوونځيو،شاگرادانو اوښوونکو ستونزي حلول ؟؟؟

دا تاسو څنگه ښوونځۍ بولۍ چي شاگردئي کتاب نلري ؟؟؟؟؟

ولې موپدې هکله تر بل هر څه زيات توجه نده کړې، حتمې نه ده لکه بيرغ ياتذکره چي  په هر رژيم کښي بدلېږي ،دښوونځی تعليمي نصاب هم بدل سی . واياست مالي اومادي امکانات نسته ،سره لدي چي داخبره دمنلو وړهم نده ،کېداي سوه هغه پخواني کتابونه چي دظاهر شاه په دوران کښي موږ په ښوونځيو کي لوستل  له هغوي نه استفاده سوي واي هغه دوباره چاپ سوی واي  .پدغه شان يوهيوادکي  چي خپل مالي اومادي امکانات ونلري ،په جگړه اخته وي اودښونځيو جوړول تر بل هر کار حياتي وي داحتمي نده چي نوی تعليمي نصاب ورته جوړ اودهغه پر بنيا له سره کتابونه چاپ سي . دمعارف دغوړېدواوپراختياپه برخه کښي ټول بهرني هيوادونه زموږ سره مرستي ته حاضردي،خوپدې شرط چي دا مرستي سمې ولگول سي .

داچي همدا اوس په دغوستونزمنوشرايطوکښي  بيا هم دهلمند،کندهار،روزگان  ،زابل ،پکتيا،پتيکا،غزني  خوست ،لوگر،کنړ، لغمان ،نورستان ،بادغيس ،غور  ولايتونوکي ماشومان  دغوښوونځيوته چي تاسو ورته فعالي ښوونځۍ واياست  راځي ،خوکتاب  اودرسی  لوازم نلري ، تاسودغوته دکوم تعبير اوتعريف له مخې ښوونځۍ وياست ؟؟؟

اياپه يوه کنډواله تعمير ،ياسپېره ډاگ باندي دماشومانو راټولېدل اوله دوي سره يونفر دمعلم په نامه دڅو ساعتولپاره درولوته مکتب واياست ؟؟؟

ددغه ښوونځۍ شاگردان سوادڅرنگه  اودکومو توکوپه مرسته زده کړي ؟

ددغو ښوونځيو شاگردان به څنگه دلوړو تحصيلاتولپاره دکانکور په آزموينه کي  بريالي سي ؟؟؟

 وزير صاحب !

داډول کړنه اوبرخورد ددولت دمخالفينوگناه نه بلکې ستاسو خپلو دولتي چارواکوستره گناه اوملي جفاده چي ددغو ولايتوځوانان دکانکورپه آزموينه کښي دناکامۍ تر نامه لاندي دعالي اومسلکي تحصيلاتوڅخه محرومېږي  .داچي ددې بېچاره اوليرې  پراته ولس ځوانان په  بهرکي دعالي تحصيلاتونه محروم دي داخوموږ چوپ يو،ځکه پدې پوهېږوچي تاسو اوياستاسوبل دعالي تحصيلاتو وزير صاحب  واياست چي موږ دټاکنې لپاره آزمونيه ځيني اخلوهرڅوک چي بريالۍ سوهغه لېږو.نوتاسوخپله قضاوت وکړی ددغو سيمو ځوانان  په کومه آزموينه کښي بريالي کېداي سي ؟؟؟؟ طبعې ده چي په هيواد اوله هيوادنه بهردعالي اومسلکي تحصيلاتونه محروم پاتېږي اوکه ليسه هم خلاصه کي په هيڅ ځکه نه پوهېږي چې په ښوونځۍ کښي ئې  نه کتاب نه نوردرسي لوازم او نه  هم مسلکي  ښوونکۍ درلود.

اوس نوتاسو وواياست پردې زورېدلي ولس ستاسواوهغوچي ټوپک ئي پر اوږه دی فرق څه دی ؟ تاسوئي پدې شکل اوهغوي ئي  په بل ډول  له روښانه راتلونکي نه محروموي  .