د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ډيموکراتيکو ټاکنو کې ګډون کول قطعي حرام دي

نويد شفيق 19.07.2009 16:59

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 

عام خطاب
په ډيموکراتيکو ټاکنو کې ګډون کول قطعي حرام دي


د افغانستان سياسي احزابو او مسلمان ولس ته!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

د افغانستان حزب التحرير د دغه خاورې مسلمان ولس او سياسي احزابو ته عام خطاب کوي، چې د اسلامي شريعت پلي کول په ډيموکراتيک نظام کې د برخه اخيستنې له لارې امکان نه لري. ځکه چې د افغانستان اوسنى نظام ډيموکراتيک رياستي دى او د افغانستان د اساسي قانون له مخې ځان د ډيموکراسۍ د بنسټونو د پلي کولو لپاره ژمن بولي. همداراز هغه پايلې چې په افغانستان کې د دغه نظام د پلي کولو په ترڅ کې لاس ته راغلې دي، د بې ګناه انسانانو له وژلو، د فحشا او بې بندوبارۍ له ترويج، د ربوي معاملو لپاره له لارې اوارولو او په ټولنه کې د غير مسوول واجب الاحترام پانګوالو قشرونو له رامنځ ته کولو، فقر او نورو دېته ورته ستونزو څخه بل څه نه دي او هغه تجربې چې اسلامي حرکتونو د اسلامي خاورو په ډيموکراتيکو حکومتونو کې له ګډون کولو څخه ترلاسه کړې دي، د پورتني حقيقت ښې څرګندوونکې دي. سره له دې په ډيموکراتيکو ټاکنو کې د اسلامي حرکتونو ګډون، په اسلامي خاورو کې، ډيموکراتيکو نظامونو ته لا مشروعيت ورکړى او د امت سياسي، اقتصادي او... ستونزې يې لاپسې زياتې کړې دي.
د جمهوري رياست مقام، د مسلمانانو د حقونو غا صب، د مادي او معنوي ارزښتونو خاين، د بې ګناه مسلمانانو قاتل، چې هره ورځ يې بهرني يرغلگر په بيرحمانه ډول په بمباردونو کې وژني او همداراز له افغانستان څخه اخوا په نورو اسلامي خاورو لکه فلسطين، وزيرستان، کشمير، عراق، سوډان، چيچينيا او نورو هېوادونو کې د ټولو شهيدانو په وينو تويولو، د زرګونو کونډو، يتيمانو او بې کوره شوو په حقونو کې د دغه مزدورو رييس جمهورانو لاسونه ککړ دي.
ډيموکراسي کميت ته پام کوي، خو اسلام د کيفيت په اړه فکر کوي، اسلام د مسووليت د ادا کولو لپاره د تقوا څښتنان په کار ګوماري، خو ډيموکراسي د پيسو او چل خاوندان د قدرت پر ګدۍ کينوي. نو د الله  له عذاب څخه ويريږئ او په دغه غير اسلامي نظام کې برخه مه اخلئ.
ډيموکراتيک نظامونه په دوو بنسټونو ولاړ دي: لومړى، حاکميت د خلکو دى. يعنې، د داسې قوانينو د وضع کولو حق لري چې دولت د هغو په واسظه د خلکو چارې سنبالوي. دويم، خلک د قدرت سرچينه دي. يعنې، خلک د دولت د رييس په ټاکنه او له چارواکو څخه د کار د ليدنې کتنې او محاسبې حق لري. له دې امله، چې ټول خلک نشي کولاى په مستقيم ډول د قوانينو په وضع کولوکې برخه واخلي، مګر استثناءً يوازې رييس جمهور په مستقيم ډول ټاکي، نو ځکه خلک د خپلې دغې سلطې او تقنين د ساتلو لپاره د پارلمان مجلس ته خپل وکيلان ټاکي او هغه د مقننې قوې په نامه يادوي، چې وکيلان د خپل جوړ شوي قانون له اجرا څخه نظارت کوي او له چارواکو سره په دې اړه محاسبه کوي. په داسې حال کې چې الله تقنين د خپل ذات او خپل رسول حق بللى. په دې اړه څه ښه فرمايي: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُبِينًا ٣٦ الاحزاب. (او نشته هېڅ مومن او مومنې ښځې ته د دې اختيار چې د داسې امر په اړه فيصله وکړي، په کوم کې چې الله  او د هغه رسول  يې پکې پرېکړه کړې وي او هر څوک چې له دغې پرېکړې څخه سرغړونه وکړي، په تحقيق سره هغه په ښکاره ګمراهۍ سره ګمراه شو). دغه نوى نظام په حقيقت کې د غرب د ژوند له مفاهيمو يا فرهنګ څخه اخيستل شوى او د دين او سياست د بېلتون پر عقيده باندې ولاړ دى، په ظاهري او عملي ډول سره د دغه نظام خپراوى د غرب د فرهنګ او عقيدې له خپراوي څخه پرته بل څه نه دى، چې د نورو ملتونو ښکېل کولو ته يې مخه کړې ده او افغانستان هم د هغو له يوې برخې څخه ګڼل کيږي.
اما هغه حکومتى نظام چې په اسلامي امت باندې واجب دى، هغه ايمان د اسلامي عقيدې پر اساس او له هغې سره سم عمل کول پر خلکو فرض ګرځوي، چې دا د ډيموکراسۍ له اساس سره بشپړ تناقض لري، ځکه هغه مهمه قاعده چې د اسلام حکومتي نظام د هغې پر اساس ولاړ دى سيادت او حاکميت د شرعې شريفې بولي، برعکس ډيموکراسې د دين او ژوند د بېلتون پر عقيده باندې ولاړه ده او د دغه قاعدې لپاره قطعي دلايل د قرآن شريف په متعددو آيتونو کې راغلي دي، لکه، ( ان الحکم الا لله) (له الله  پرته بل چا ته د حکم حق نشته). حکم دلته د تشريع او تقنين په معنى دى، يعنې امر، نهى او اباحت. او يا د پرودګار دا قول چې فرمايي: وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ ٤٩ المائده. (د دوى په منځ کې په ما انزل الله باندې حکم وکړه او د دوى د نفسي غوښتونو پيروي مه کوه او ورڅخه وويريږه (پام کوه) چې تا له ځينو نازل شوو احکامو څخه منحرف نه کړي). همداراز الله  فرمايي: وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَـذَا حَلاَلٌ وَهَـذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ ١١٦ النحل. (د خپلو ژبو د دروغ ويلو له امله دا دروغ مه وايئ چې دا حلال دي او دا حرام، تاسې غواړئ چې په الله  پسې دروغ و تړئ، په تحقيق سره هغه کسان چې په الله  پسې دروغ وايي، هېڅکله نه بريالي کيږي). په دې اړه ډېر شمير نور آيتونه هم شته.
بناءً په اسلامي نظام کې داسې مجلس نشته چې د خلکو په نيابت سره تشريع او تقنين وکړي، ځکه په اسلامي دولت کې حاکميت او سيادت د اسلامي شريعت دى او د دولت رييس (خليفه) د دې صلاحيت لري، ترڅو شرعي احکام د امت د چارو د سنبالښت لپاره تبني کړي. دا په دې معنى نه ده، چې انتخابات په اسلامي نظام کې هېڅ شتون نه لري، ټاکنې په حقيقت کې هغه عملي وسيله ده، چې مسلمانان ورباندې داسې شخصيت و مومي، ترڅو له هغه سره بيعت وکړي. همداراز ټاکنې د هغه وکيلانو د ټاکنو وسيله ده، چې د امت په استازيتوب له دولت سره د مشورې، مراقبت او محاسبې (امر بالمعروف و نهى عن المنکر) او د امت ستونزې د امت مجلس (اهل الحل و العقد) ته رسوي او همداراز د دولت رياست ته د کانديدانو شمېر ټاکي. نو د اسلامي او ډيموکراتيکو ټاکنو ترمنځ بنسټيز توپير دا دى، چې په ډيموکراسۍ کې تشريع، تقنين او د جمهور رييس ټاکنه د رايو په اکثريت باندې ترسره کيږي، په داسې حال کې چې الله  دا عمل حرام کړى دى. اما په اسلامي ټاکنو کې يوازې امت د خپلو رايو په واسطه کولاى شي د دولت رياست ته د کانديدانو شمېر محدود کړي، ترڅو له هغه سره مسلمانان د اسلام په تطبيق باندې بيعت وکړي او همداراز د امت د مجلس د استازو د ټاکلو لپاره ټاکنې په لاره اچول کيږي، چې له اميرانو او چارواکو سره به د اسلامي احکامو سره سمه محاسبه او د هغوى مراقبت کوي.

اې د رباط د خاورې اوسيدونکو!
ډيموکراسي د رايو د اکثريت حکومت دى، موږ د دې ليدونکي يو، چې پارلمانونو ډېر داسې کارونه چې په انسانانو باندې فرض دي حرام کړي، د بېلګې په ډول: د ترکيې پارلمان غواړي حجاب منع کړي، د افغانستان پارلمان د بهرنيو ځواکونو د شتون مشروعيت د خپل بحث موضوع ګرځولې، بله ژوندۍ نمونه د افغانستان په پارلمان کې د اهل تشيع د شخصيه احوالو د قانون تصويبول وو، چې د کفري قدرتونو عکس العمل يې راوپاراوه او دا يې د خپل سياسي فشار او سياسي ګټو لپاره يو مهم ټکى وګرځاوه، چې بالاخره د افغانستان دولت يې د دويم ځل لپاره په دغه قانون باندې غور او ځيرنې ته مجبور کړ. په داسې حال کې چې الله  د کفارو شتون، د هغو نظامي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي سلطه پر مسلمانانو باندې حرامه کړې ده او په دې اړه فرمايي: وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً ١٤١ النساء. (الله  هېڅکله کافرانو ته پر مسلمانانو باندې د برلاس کېدو کومه لاره نه ده جوړه کړې). همدغو پارلمانونو په ډيرو اسلامي خاورو کې حرام کارونه حلال ګرځولي دي، لکه د شرابو څښل، سودي بانکونو ته د کار د زمينې برابرول چې دواړه حرام دي، خو ډيموکراتو پارلمانونو هغو ته جواز ورکړى. نو ډيموکراتيک اسلام (اسلاموکراسي) هغه نوم دى چې د الله  او د هغه د رسول  دښمنانو ورباندې ايښى دى.

اې د صلاح الدين ايوبي او طارق ابن زياد وارثينو!
د افغانستان خلک مسلمانان دي او د تاريخ په اوږدو کې يې د اسلام په لار کې فوق العاده قرباني ورکړې ده، څو څو ځله يې په خپل لاس نړيوالو ځواکونو ته ماتې ورکړې. د اسلام حکومتي نظام خلافت دى، الله  د خلافت جوړول پر مسلمانانو باندې واجب کړي دي، ترڅو اسلامي عقيده وساتي، شرعي احکام پلي کړي او د اسلام دعوت نورې نړۍ ته ورسوي او بشريت د کفارو له ظلم او بدبختۍ څخه خلاص او د مسلمانانو په عدل او رحمت کې يې داخل کړي. اسلامي خلافت هغه دولت دى، چې د مسلمان امت وېشل شوې خاورې به يو ځل بيا د يوه خليفه تر قيادت لاندې سره يوځاى کړي. اسلامي خلافت به له اسلامي امت څخه د غربي استعمار په لاس کښل شوي دروغجن سرحدونه له منځه يوسي او د مسلمانانو چارې به تر ټولو ښې سنبال کړي.

اې د افغانستان مسلمان ولسه!
ډيموکراتيک نظامونه په اسلامي خاورو کې د خلافت په واسطه د اسلامي شريعت د تطبيق په وړاندې تر ټولو قوي خنډونه دي، ځکه دا نظامونه د اسلام له حکومتي نظام سره بشپړ تناقض لري. که په دغه ټاکنو کې برخه واخلئ د اسلامي امت کومه ستونزه نه حل کوئ، بلکې د اسلامي امت مصيبتونه به په افغانستان کې لاپسې زيات شي او په دغه ټاکنو کې ګډون کول قطعي حرام دي. له همدې امله حزب التحرير تاسو ته په ټاکنو کې د رايې ورکولو په اړه نصيحت کوي، ترڅو د دغه کبيره ګناه او حرام عمل مرتکب نشئ. د غرب چارواکي ظاهراً د رايې ورکولو حق تاسې ته درکوي، خو د ولسمشر د ټاکنې صلاحيت له لومړي کافر ښکېلاکګر دولت سره دى.
ډيموکراسي يوازې د ملتونو د استعمار او استثمار وسيله ده، نه د اسلامي شريعت د تطبيق طريقه. په ټاکنو او ډيموکراسۍ کې ونډه د اسلام له احکامو څخه تدريجي تنازل دى او د اسلام له ځينو برخو څخه تنازل (د اسلام جزئي تطبيق) قطعي حرام دى، په دې اړه الله  فرمايي: أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ البقرة:۸۵ آيت. (آيا تاسې د كتاب په يوه برخه باندې ايمان راوړئ او له بلې برخې څخه انكار كوئ؟ نو د دا ډول چارو د سرته رسوونكو جزا بل څه نه ده، مګر د دنيا په ژوند كې زيان، ذلت او په آخرت كې به هم سخت دردوونكي عذاب ته وړاندې كيږي او الله  ستاسو له كړنو څخه غافل نه دى). هرڅومره چې په ډيموکراسۍ کې لفظي خواږه مفاهيم، لکه د بشرحقونه، مدني ټولنه، ټولنيز عدالت او نور تاسې ته رسول کيږي، مګر همدغه مفاهيم په نړۍ کې د اسلامي امت د بدبختۍ سبب شوي دي او غرب د همدغه مفاهيمو په واسطه خپل حاکميت په اسلامي امت باندې لا ټينګوي.
حزب التحرير ستاسو د خلاصون او د الله  د رضا لپاره دغه عام خطاب تاسو ته وړاندې کوي، ترڅو خداى ناخواسته د اسلام په بدل کې ډيموکراسي مو د ژوند موخه ونه ګرځي، ځکه د غرب تبليغاتو د مسلمانانو اذهان فاسد او تياره کړي دي، له اسلام څخه يې صحيح او دقيق فهم په امت کې تضعيف کړى او تاسې د ګمراهۍ او ضلالت په لور بيايي. الله  په دې اړه فرمايي: يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ٨ الصف. (غواړي چې د الله  نور د خپلو خولو په پوکيو مړ كړي، مګر خداى پاك د خپل نور خوراوى بشپړوي، آن كه كفار يې بد ګڼي).

اې مسلمانانو!
حزب التحرير چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د دويم راشده خلافت د بيا جوړولو لپاره کار کوي، تاسو رابولي، ترڅو خپله ټوله انرژي د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره سره متحده کړئ او په خپل ټول توان سره د دغه لويې وجيبې د اداء کولو لپاره د نوموړي حزب له ځوانانو سره همکار او همګام شئ. د رسول الله طريقه چې د تثقيف، تفاعل (فکري عمل او سياسي مبارزه) او د قوت د اهل څخه نصرت اخيستل دي، د دغه موخې د ترلاسه کولو لپاره خپله لار نقشه وګرځوئ. الله  ته زارۍ کوو ترڅو موږ د نبوت پر منهاج د خلافت پر تاسيسولو باندې بريالي کړي، کوم چې زيرى يې امام احمد د پيغمبر  په قول داسې روايت کوي: ...ثم تکون خلافة على منهاج النبوة. رواه احمد. يعنې، بيا به خلافت د نبوت پر منهاج د دويم ځل لپاره قايم شي.
په آخر کې له تاسو څخه غوښتنه کوو چې زموږ نصيحت قبول کړئ او له هغه چا څخه واوسئ، چې په اړه يې الله  فرمايي: الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ١٨ الزمر. (هغه کسان چې خبره اوري او تر ټولو د غورې خبرې پيروي کوي).
وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ يس: ١٧
(او پر موږ باندې له ښکاره پيغام رسولو پرته بل څه نشته).
حزب التحرير- افغانستان
(٧ جمادى الثانى١٤٣٠ هـ ق) برابر له (٣١-٠٥-٢٠٠٩ م)