د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د واخان لويه لاره به حلقوي سړک بشپړ او چين به د افغانستان سره ونښلوي

الهام الحق ياسيني 18.07.2009 20:40

یادونه: دا ليکنه لومړی د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز په فصلي مجله کې خپره شوې ده.

چین او افغانستان غواړي چې د دواړو هيوادونو د نښلولو او یوې سوداګريزې لارې د پرانيستو په موخه د واخان په غرونو کې سړک جوړونه وارزوي. تېر کال ولسمشر حامد کرزي خپل چينايي سيال ته د اولمپيک د لوبو په مهال په بيجنګ کې د داسې یو سړک د جوړونې وړادنيز کړی و. افغان چارواکي غواړي چې دې تفاهم ته اوس د عمل جامه ورواغوندي. تېره مياشت په همدې موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا په بیجنګ کې د خپل سیال سره په دې سلا شو چې د دې لويې لارې د جوړونې ارزونه وکړي.

 د واخان له لارې چين سره د سړک د لارې د افغانستان نښلول د هغې ستراتيجۍ برخه ده چې په ۲۰۰۲ ز کال کې په جاپان کې نړيوالو مرستندویه هېوادونو غوره وبلله. د دې ستراتيجۍ له مخې هيله ده چې افغانستان په سيمه کې په یو ترانزيتي هېواد بدل شي. په همدې موخه په افغانستان کې د هغه حلقوي سړک د جوړونې پروژه بېرته ژوندۍ کړای شوه چې خداي بښلي سردار داود خان په ۱۹۶۰ ز کال کې پيل کړې وه.

سردار داوود خان غوښتل د حلقوي سړک له لارې د هیواد لويې سیمې ونښلوي، په هیواد کې ټرانسپورټي سیستم اسانه او د ګاونډیو هيوادونو سره سوادګرۍ ته وده ورکړي. د روسانو د یرغل سره د حلقوي سړک کارونه په ټپه ودریدل. کوم سړکونه چې د حلقوي سړک پلان له مخې سردار داوود خان جوړ کړي وو زیاتې برخې يې په جنګونو کې له منځه ولاړې.

همدا اوس د حلقوي سړک کار بشپړېدو ته نږدې دی. يواځې د افغانستان په شمال کې د بادغيس ولايت د بالا مرغاب او لیمان تر منځ ۱۴۳ کيلومتره پاتې دی چې په یو نيم کال کې به د آسیا پرمختیايي بانک د ۱۷۶ میلیونه امریکايي ډالرو په مرسته جوړ شي. د مرغاب – ليمان سړک به افغانستان او ترکمنستان د افغانستان د حلقوي سړک د نورو برخو سره ونښلوي.

حلقوي سړک کابل د لوګر، غزني او زابل له لارې د کندهار سره او له هغه ځايه د پاکستان د کويټې ښار سره نښلوي. همدار راز کندهار د هلمند، نيمروز او فراه له لارې د هرات سره نښلوي.  په نميروز  کې د زرنج – دلارام د نوې سړک له لارې  افغانستان د ايران سره نښلوي.

د زرنج - دلارام سړک ۲۱۸ کیلومتره اوږد دی اوافغانستان د ایران د چابهار د بندر سره او له هغه ځایه د سمندر له لارې د هندوستان او نورې نړۍ سره نښلوي. د دې سړک په جوړېدو افغانستان کولای شي له هند سره په نېغه توګه سوداګري وکړي. افغانستان به نور اړ نه وي چې له هند څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر ګران ترانزیتي محصولات ورکړي. افغان سوداګر به په اسانه توګه هندي توکي د چابهار بندر ته او له هغه ځایه د زرنج - دلارام له لارې هېواد ته وارد کړي. همداراز خپل توکي به هند ته د همدې لارې صادر کړای شي.

د هرات او ايران لویه لار لا له پخوا جوړه ده. حلقوي سړک به هرات د بادغيس له لارې د مزار شريف سره  هم ونښلوي. په بادغيس کې د دې سړک يواځينۍ پاتې برخه همدا د بالامرغاب او د ليمان سړک دی چې کار پرې پيل شو. د دې سړک په جوړيدو به نه يواځې حلقوي سړک بشپړ شي بلکه افغانستان او ترکمنستان به سره هم ونښلول شي. افغانستان تر دې دمخه هم د ترکمنستان سره د هرات له لارې نښلول شوی وو.

د بالامرغاب او ليمان سړک په داسې سيمه کې جوړېږي چېرته چې بې امني ډېره ده. داسې اټکل کېږي چې د دې جوړول به هم لکه د زرنج – دلارام د لويې لارې په څېر سخت وي. د زرنج – دلارام د لويې لارې د جوړونې په مهال طالبانو په دوامداره توګه د سړک جوړولو هندي کارکونکي تښتولي او وژلي دي. دوه شپېته افغان امنیتي کسانو چې د سړک کارکونکي یې ساتل او پنځه هندي انجینرانو او کارکونکو د طالبانو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د سړک په کارکونکو او امنیتي ساتونکو له  سپکو وسلو نېولې تر ځانمرګو بریدونو پورې بریدونه شوي دي.

حلقوي سړک د افغانستان ختيزي خوا ته کابل د ننګرهار له لارې د پاکستان سره نښلوي. همدا راز یې شمالي خوا ته د بغلان او سمنګان له لارې د بلخ ولايت د مزار شريف ښار سره او له هغه ځايه د اوزبکستان سره نښلوي.

د واخان له لارې د چين سره سړک به د کابل – مزار شريف د لويې لارې سره ونښلول شي او په دې ترتيب به افغانستان د چين د ګاونډي هيواد سره سوداګريز لاره پيدا کړي. او حلقوي سړک به یواځې د افغانستان بېلابېلې سيمې نه بلکه د سيمې هيوادونه هم د یو بل سره ونښلوي.

که د واخان لويه لاره جوړه شي نو ګټه به يې نه يواځې افغانان بلکې نورو ګاونډيو هيوادونو ته هم ورسېږي. د وريښمو پخوانۍ سوداګريزه لاره به بېرته راوژندۍ شي. افغانستان به وکړای شي د چین سره نېغ په نېغه سوداګري وکړي. افغانستان به نور اړ نه وي چې له چین څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر ګران ترانزیتي محصولات ورکړي. افغان سوداګر به په اسانه توګه چینائي توکي د واخان له لارې هیواد ته وارد کړي. همدا راز به خپل توکې چین ته د همدې لارې صادر کړي. افغانستان ته یې بله ګټه دا ده چې په زرګونه خلکو ته به د سړک د جوړونې په پروسه کې او د سوداګرۍ په مهال د کار زمينه برابره شي.

د واخان دسوداګرۍ د لارې په جوړیدو به د سیمې نور هیوادونه لکه ايران، ازبکستان او ترکمنستان هم ګټې لاسته راوړي. دې هيوادونو ته به اسانه شي چې د اوږدو ځمکنيو او سمندري لارو پر ځای نېغ په نېغه د افغانستان لنډه لار د چين سره د سوداګرۍ دپاره وکاروي.

د واخان د سړک جوړونې په مهال به د چين او افغانستان ستره انديښنه امنيت وي. د زرنج – دلارام د سړک جوړونې په مهال مرګوني بريدونه د بې امنيتۍ یوه ښه نمونه ده.  د دواړو هيوادونو له خبرو داسې معلومیږي چې ځيني هېوادونه به د واخان د لارې په جوړيدو خوښ نه شي. ځکه که دا لاره جوړه شي نو نور هېوداونه لکه پاکستان چې اوس د چينايي توليداتو دپاره مهمه ترانزيتې لاره ده، کېدای شي خپل ارزښت یو څه له لاسه ورکړي.

 

اخځونه:
د آسيا د پرمختياي بانک ويبپاڼه
ټول افغان ټکی کام ويبپاڼه
د زرنج – دلارام لاره، د ليکوال ليکنه چې په ټول افغان ټکی کام کې خپره شوي ده
د ګوګل ټکی کام نقشې
د ليکوال شخصي يادداښتونه