د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عجيب جرئت او جالبه چوپتيا ( لومړۍ برخه)

حبيب الله غمخور 16.07.2009 01:15

دمځکې دکرې پر مخ داسي هيوادنشته چي دولتي مشرتابه ئي پدې کچه دملي گټوپه مقابل کښي بې تفاوته وي

دپيل خبره :

زما دغه اونوري ليکنې په هيڅ صورت داوسني دولت څخه دملاتړمعنا نلري،کله چي زه ددولت مخالفين يادوم  ،ددولت په کليمه کښي مي هدف دقدرت پر سردچوکۍ اومقام دتږودسياليوپه پايله کښي دکړېدلې اوزورېد لئ  عام  ولس دي ،دغه خوار اوبېچاره  ولس سولي ته داوبواوهواپه څيراړتيالري .

درنو لوستونکو! له دې ليکنې څخه زما موخه داده تر څو ټول افغانان پدې يوځل بيا پوه سی چي زموږ ولس چا پدې بدبختيو اخته کړی اوچادوي ته دمسلمان وروراوښه گاونډي په نامه يوازي مرگونه ،ويرانۍ اوپرېشانۍ ډالۍ کړی . ولي زموږ دولتي چارواکي دپاکستاني جنرال ددې څرگندونوپه قابل کښي چوپه خوله پاته سول ؟ اياهر څه بايد تر انتخاباتي کمپاين قربان سي ؟ پدې پوره ډاډه يم که چيري ښاغلي کرزي ددې  څرگندونوپه اړوند غبرگون کښي خپله شخصی گټه ليدلې واي ،نو مځکې اوآسمانوبه چيغې وهلاي ،مگر اوس چي دوي  نه غواړي پاکستاني چارواکي خوابدي کړي ،ځکه نوپه بربنډه توگه دملي گټونه دشخصي گټوپه خاطر سترگي ټوي  . افغان ولس په هر ډول چي کيږې بايد دهغه چاملاتړ وکړي کوم چي افغانستان ،افغانيت اوملي گټوته وفاداروي .

دپاکستاني  جنرال وروستۍ څرگندونې کومه نوې خبره نده ،خوجالبه داده  چي دوي په څومره سپين سترگئ سره هغه څه وايي کوم چي  اورېدل  ئې زموږلپاره  دعارخبره ده . دشرم ځاي دی چي دافغان سرنويشت اوصلاحيت دهغه چاپلاس کي وي چي له يو خوا له گران افغانستان سره ددښمنۍ اوږد تاريخ ولري اودلې خوا دومره ډارن وي چي تر پرون پوري دپټان دنامه په اوريدوسره ان په پنجاب کې رېږدېدۍ اوماشوم ئي پدې اراماوه چي پټان راغلۍ،خو اوس دوي په هغه پټان  لوبې کوي اودښاغلي زرداري په وينادخپلو لنډمهاله موخولپاره ئي روزي اواستعمالوي..

دپت اوننگ شمله مې هرگز ټيټه نه شوه چاته

لوي کوردافتخار دلوي افغان کې دې رالوي کړم

افغانان پدې پوره خبردي چې داټولوتنظيمونو، ډلو اوځينو شخصيتونو چي همدا اوس ئې دولت پلاس کي دی له پاکستاني اويا له ايراني  (استخباراتي کړيو)سره اړېګې لرلې اوتردې  اوسه  هم دوي دهغوي گټوته وفادار پاته سوی دي . زماددې خبري سپيناوی په کابل کي دپاکستان سفير کوي،هغه وايي :((دوی له ټولو هغوافغانانوسره مرسته کړې چې اوس په واک کې دي . هغه دجمیعت اسلامي اوحزب اسلامي یادونه وکړه ،چې یو وخت يې د پاکستان مرستې تر لاسه کولې .
ښاغلي محمد صادق ديوې بلې پوښتنې په ځواب کي چي تاسې دا منئ چې د طالبانو په رامنځ ته كېدو كې مو مرسته كړې ده او تاسو طالبان ايجاد كړي دي اوكه څنګه؟ وايي  :
هو موږ خوله جميعت اسلامي اوحزب اسلامي سره هم مرسته كړې ده، موږ خو له هرچا سره مرسته كړې ده . دوى ټول په پاكستان كې دېره وو،دافغان جهاد ټول مشران په پاكستان كې پراته وو،ته بايد داهېر نه كړې چې شهيد احمد شاه مسعود يو وخت په پېښوركې و .
ښاغلي صادق زیاته کړه، چې له طالبانو سره د پاکستان مرستو هم همدا بڼه لري . دپاکستان دمرستوپه بڼه موږ اوټوله نړۍ پوهېږي چي دوي څه ډول مرستې دچاپرلاس اودکومواهدافو لپاره کولې اويائې اوس کوي  .
همدا ډول اته شعيه تنظيمونه هم په ايران کي  ددې هيواد داستخباراتي شبکوتر نېغې حمايي لاندي دا۳۷کاله دايران ه گټه  نه ستړي کېدونکي فعاليتونوته دوام ورکړی  .
دايران لخوافرهنگی يرغل دهمدغو تنظمواوددوي درهبرانوپوسيله اوهمکاری  ترسره کېږي .
متاسفانه يوگاونډي موپه وسله  اوزهروفزيکي  اوبل موپه معنوي بڼه وژني ورکېدوته ملاتړلې ده .

د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بې نظيره  چي کله په انگلستان کي اوسېده دژورناليستانوسره په يوه مرکه کښي  په ډاګه داخبره کړې وه چې ((د طالبانوډله دامريکا اوانگلستان لخوا د طرحه شوو موخولپاره د پاکستان  په مرسته، دسعودي عربستان  په مالي ملاتړ جوړه سول . )) البته دغه موخه نه يوازي په افغانستان کي دروسې تر تاثير لاندي داستادرباني دحاکميت ړنگول وه بلکي  تر ډيره بريده دمرکزي اسيادغازواوتيلو زېرموته رسېدل اودهغوي دانتقال مسله وه . ديادولو وژده چي نه يوازي طالبان لکه ښاغلي سفير چي وويل دانور تنظونه هم په پاکستان کي جوړاويا دپاکستان په مرسته اوهڅونه جوړسوی دئ .

همدا ډول  دسعودي عربستان  داستخباراتو پخواني  رئيس امير ترکی الفيصل د شرق الاوسط له ورځپاڼې سره په مرکه کې دطالبانودراپيدا کېدواوله هغوي سره د پاکستان داړېکوپه اړوند وويل :( کله چي زه  د بې نظير بهټودحاکميت  په وخت کې  پاکستان ته ولاړم نودپاکستان  دکورنيو چارو وزير( (نصيرالله بابر)) راته وويل چې طالبان ((زمابچی ))  دي . ددغه حرکت دپيدايښت له  وخت نه  بياتر اوسه  د پاکستان لوړ پوړو چارواکو اواستخباراتي کړيوداخبره منلې ده چې له طالبانو سره ئې هرډول مالي او لوجستيکي مرستې کړي دي په ۲۰۰۷ کال پرويزمشرف کابل  ته دخپل سفر په جريان کښي په  يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دژورناليستانودتکرار پوښتنو په ځواب کي په ډيروپېځلو الفاظودې ټکې ته اشاره وکړل  اووئې منل چي ممکن ځينې امنيتي کړئ له طالبانو اودولت له مخالفينوسره اړېکي ولري اوله  هغوي سره خواخوږي وي .

البته نه طالبانو اونه هم دانوروتنظيمونه دامنلې چي دپاکستان ، ايران  اوياعربي شيخ نشينو هيوادوله استخباراتي سازمانوسره ئي اړېکې لرلې اويائې همدا اوس لري .خوپدې ورستيوکې نه پوهېږودکومواړتياوو اوددوي په اصطلاح لنډ مهاله موخوپر بنياد دادی  د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اطهرعباس پدې سياسي حساسو اونازکو شيبوکښي له دغه حقيقت څخه يوځل بيا پرده پورته کړه،او له امريکايې تلويزيوني شبکې سره ئې په  مرکه کې په ډاګه وويل چې پر افغانستان د شوروي اتحاددیرغل پرمهال  هم د پاکستان  استخباراتي ادارې (ISI )له مجاهدینو سره نژدې روابط او اړېګي لرلې ،اوس هم دپاکستان د آی ایس آی سازمان  د طالبانو له مشر  ملاعمر،ملانذير ، جلال الدين حقاني ، ګلبدين حکمتيار او نوروسره اړيکې لري ،کولای شي دمعينو امتيازاتوپه بدل کښي ئي له امريکايانو سره خبرو اترو ته چمتوکړي .

په کابل کښي دپاکستان سفير  ښاغلي صادق په وينا((دافغانستان ددولت له مخالفينوسره دپاکستان داړيکو تاريخ له طالبانونه دى پيل شوى اوپه طالبانوپاى ته هم نه رسيږي، هرڅوك چې نن په افغانستان كې مهم دى پاكستان يې يووخت ملاتړ كړى دى. ))

ښاغلي صادق داخبره داحقيقت را پډاگه کوي چي دوي  به ددولت مخالفينو روزلوته دوام ورکړو،طالبان اوياگلبدين حکمتيار ئې ورستیۍ ډلې نه دي دابه دوام ولري  .دوي قسم خوړلۍ چي ژوندی وي زموږسره به دښمني کوي اويابه پر افغان ملت خپل لاس پوڅي دحاکمانوپه توگه منې  .

پدې ورستيوکشي دپاکستان سره په پټو تاروتړلو کسانوکله ناکله  په خپلو خبروکښي  ه ډير احتياط دپاکستان  خلاف څرگندونې کولې ،نوزمو بېچاره ولس به ويل دادی نور له پاکستانيانوسره کومه اړېکه نلري ،ځکه دپاکستان پر خلاف حرگندونې کوي ،مگر حقيقت داسي نه لکه چي دپاکستان سفير ورته اشاره وکړه دوي پسله دېنه چي امريکايان اواروپا يان افغانستان ته راغلل اوددوي پر خلاف مخالفين په پاکستان کي دېره دي  نودبهرنيانو دخوشحالۍ لپاره کله ناکله دپاکستان  څخه دوستيو پېښوپه اړوند ناخوښي ښکاره کول ،مگر دغو څرگندونوته وفادار نه ،پدې اړه ښاغلي سفير ډيره جالبه خبره کوي اوداخبره ئي پر ځاي اوحقيقت لري هغه وايي : ((سياستمداران هم ځينې وخت د فشارونولاندې وي، زه داسې خلك پيژنم چې دوى به د اى اس اى يا د پاكستان د حكومت پرضد ځينې خبرې كولې خاص ددې لپاره چې نور خلك پرې تورونه لګوي چې دپاكستان ګوډاګي دی .

زه پوهيږم او پاكه پاكه يې وايم چي زيات داسې خلك چې زمونږ پرضد خبرې كوې، دوى په زړه كې پوهيږي چې دوى ښه نه كوي خو دوى يې دسياسي ژوندي پاتې كېدولپاره كوي، دوى غواړي په دې توګه دنړيوالې ټولنې ځيني هېوادونو ته د منلو وړ وګرځي .))

 داڅرگندونې ددې معنا هم لري چي که دغه کسان هرڅومره دپاکستان پر خلاف شعارونه ورکړي  اوخبري وکړي موږ نه ځيني خوابدي کېږو ځکه پوهېږو چي دوي دځان دسپيناوی لپاره دولس په سترگو کي خاوري شندي دغه خاوري شيندل اوپدې دروغجنو څرگندونوپه افغاني اونړيواله ټولنه کښي ځاي پيدا کول په طبعي توگه ددوي په گټه دي ،ځکه خو ښاغلي سفير وايي زموږ مداخلې په طالبانونه پيل سوی اونه هم پاي ته رسېږي، کېداي سي همدغه دوه مخې يوه بله ورځ بيادخپلو لنډمهاله گټولپاره استعمال کړي .

داتصادفي نه ده چي په  همدې وخت کي دښاغلي زرداري لخوادپاکستان  دپخوانيو دولتي چارواکوسره دترهگروډلود جوړېدواوله هغوي نه داستفادې اوشتون مسله په خبروکي راپورته کړل .

په تلگراف انگليسي ورځپاڼې کي دنشر سوي خبر له مخې دپاکستان ولسمشر ښاغلي آصف علي زرداري دپاکستان ددولت له پخوانيو جگپوړوچارواکوسره دليدنې پر وخت  په خپلو خبروکښي داڅرگنده کړېده چي :اسلام آباد تروريستي ډلي دپاکستان دسياست ديوي برخي په توگه خپلو لنډمهاله موخو ته درسېدوپه خاطر جوړې کړې ؛اوس ددې وخت رارسېدلۍ چې ددې مسلې په هکله صادق اوسو اوپر واقيعتونوباندي اعتراف وکړو،دنن ورځي تروريستان دپرون ورځي قهرمانان  دي ،دوي دسپتمبرد۱۱ مې تر پېښي وروسته موږ هم تر خپلو حملو لاندي ونيولو.زردادري پردي خبره ټينگارکوي چي دا ترهگر ددولت دکمزورۍ له امله نه دي رازېږېدلي ، بلکي دادپاکستان ددولت دسياست ديوې  برخې په لړکي راپيداسول . داډلې ددولت لخوادخپلو لنډمهاله گټودترلاسه کېدوپه خاطر راپيدا اوحمايه سوې .که څه هم داڅرگندونې دسياسي بحث وژدي ځکه داسي څرگندېږي چي ښاغلي زرداري دپاکستاني جنرالانودسياسي اوپوځي قدرت څخه وېرېږي ،په همدې دليل ئې داونه ويل چي نورنوددغوډلو روزل اوساتل زموږ په گټه ندي اوزموږ نړيوال اعتبار ئې له جدې گواښ سره مخامخ کړی .

که څه هم دااعترافات ډير وروسته کېږي خوترهيڅ ډير ښه اوپه زړه پوري ځکه دي چي دهمدې هيواد ديو ملکي جمهوررئيس له خولې  چي ځان  سولي اودنړيوالي ټولنې سره دتروريزم پر خلاف مبارزه اودافغانستان سره دوستانه اړېکو ټينگېدوته ژمن بولي اوروچي ددوي  حکومتونو ترورسيتې ډلې جوړولې ،روزلې اوله هغوي سره ئي خپلو لنډمهاله موخوته درسېدوپه خاطر هرډول مرستي کولې .

داچي پدې ۳۵ کاله اوياپه بل حساب دا ۶۵ کاله دوې پدې کاروبا اخته وه له دې لاري ئي خپلې گټې ساتلې، سيمه اونړۍ ئي نا امنه کړې وه،امتيازات بئي ترلاسه کول ،ايااوس ئې نلري اونه روزي ،ددې پوښتنو مسوليت تر اوسه هيچاپر غاژه ندي اخيستۍ اونه  چاپوښتنه ځينې وکړه چي ولې اودکوم نړيوال اصل له مخې مودا کارونه کول ؟ له بده مرغه قا ضي صاحب  اوپوښتونکی هم په همدې مرض اخته دی .

افغانانو اودهغوي دولتي مشرتابه چي به  هر وخت هر څومره چيغې وهلې،په نړيوالوغونډواوکنفرانسونوکي ئي دپاکستان له لاس وهنو اومداخلوڅخه  سرټکولۍ چاغوږ پرې نه دی نيولۍ .

په مقابل کښي  دپاکستان هر چارواکي به تل همدايوه په ميراث ور پاتې خبره کوله،کافر ان راغلي اسلام په خطرکي دی ،تر ۲۰۰۱ راوروسته بيادامريکايانودراتگ  خبره کېدل ،يابه ئي ددې بيچاره کرزی په مقابل کي ويل دولت موکمزوری دی ،ملت ناراض دي ،ځکه داناخوالي دي .اوپدې ورستيووخونوکښي ئي بيا پر پښتنو دوه اړخيزه تجارت  کوي،هم  په افغانستان کي دسولي اودموکراسی پر خلاف داسلام په خطرکي دی ترنامه لاندي وسله والي ډلې روزې اوافغانستان ته رالېږې   اودبلې خوابه ئي نړيوالي ټولنې ته ورپه گوته کول  چي داپښتانه دي چي ستاسوپر خلاف جنگېږي ،دوي ترهگر دي ، موږ ستاسوسره دترهگروپر خلاف مبارزه کښي کلک ولاړ يو،څومره چي ئې ټکولا سۍ ټکوۍ ئې . ځکه خودبهر نيانوپرخلاف جهادډيورنډ دلعنتي کرښې دواړو خواوته پرتوپښتنو په سيمه کښي روان دی اوالقاعده هم په همدې بېچاره پښتنو خپلې موخي سرته رسوي،ځکه عربان هوښياردي هغوي ئي يوه خبره هم نه مني .په ظاهر کيپاکستاني چارواکي  تر هرچازيات دپښنوسره دخواخوږۍ ډبره پر ټټر ټکوي ،خوپه عمل کي فکرکوم ښه به داوي چي دکوزي پښتونخواله پښتنوڅخه ددوي ددې دوه مخې خواخوږۍ په هکله پوښتنه وسي هغوي  به دپاکستاني جنرالانواوحاکمانو دخواخوږۍ قيصې تاسو درنو لوستونکوته وکړي  .الظواهري يوعربي  شخص دی خواوس دالجزيري تلويزيون له لاري  پاکستانيانوته وايي  پاکستان تجزيه کيږي  دامريکايانو پر خلاف راپورته سی . که داومنو چي پاکستان وېشل کېږي سره له دې چي  تر اوسه دمنلوخبره مطرح نه ده دادتجزیې خبره هم دغربي نړۍ يورواني سرخوږئ راپيدا کول اويوه بله نوي لوبه ده ،نوپاکستان  بايد داسي ووېشل سي چي ((پښتانه اوبلوڅ له پنجا پيانو جلاسي )) يعنې دايران اوپاکستان بلوڅ  يوهيواد سي،پښتانه به ياله افغانانوسره يوځاي کېږي  اويابه خپلواک هيواد وي اوپنجاپيان به تنها پاتېږي خپل حکو مت به کوي .نه پوهېږودلته دالقاعدې دسازمان او الظواهري علاقمندي په څه کښې ده ؟ولي دوي دومره پر پښتنو اوبلو څو دپنجاپيانودحاکميت پلويان دي ؟ 

په همدې شپو اوورځوکښي  بيا په کابل کي دامريکايانولخواکرايه سوې ماڼۍ کي ناست دطالبانوپخواني دبهرنيوچارو له وزيرملامتوکل اخوند ديوې  هندي خپرونې سره په مرکه کښي هندوستان ته گوته څنډنه وکړه ،هغه وويل : (( هندو ستان ته ښايي چي طالبانو ته تسليم سي . هغه زياته کړه ،هندوستان دي طالبانو ته د پاکستان په سترګه نه ګوري اوله هغوى سره دي له مخالفت څخه لاس واخلي .

وکيل احمد متوکل وايي هندوستان په افغانستان کي دوې غټي غلطۍکړي دي، چي يو دکمونستانوله حکومت څخه ملاتړ اوبل د طالبانو په رسميت نه پېژندل دي . هغه وايي طالبان د افغاني ټولني يوه برخه ده او هندوستان دي په دغه هيواد کي د امن د راتګ په خاطر پر هغوى باندي باور وکړي ،کاشکي طالبانودامن دراوستلو لپاره تلاښ کولاي  اويا پاکستانيانو دابېچاره طالبانوته دا اجازه ورکولاي چي په خپل هيواد کي دسولي دتامين لپاره تلاښ وکړي . ايادا ښوونځيو سوځول ،دشاگردانو وژل اوياله ښوونځيونه منع کول ،دښوونکو وژل ،تهديد اوتحقير،په ځوان نسل مرگوني واسکټونه اغوستل ،هري خوا ويراني اوپرېشاني دسولي سره دعلاقې بېلگې بلل کېداي سي ؟

داچي هغوي دافغاني ټولنې جزدی البته نه ټوله ډله چي له بهرنيواجريانوجوړده ،يوازي افغاني برخه  ئي لکه نور زموږ دټولنې يوه برخه ده .خوملامتوکل تر اوسه افغاني ټولنه دتعصب اوبنسټپالی له عينکونه گوري او پر واقيعتونو خپله سترگي پټوي ،هغه چی دۍ ئي کمونستان بولي ،ياهغه چي ددوي پر خلاف جنگېدل ،ټول تنظيمونه ،گوندونه ،ډلې اوټپلې  دافغاني ټولنې يوه برخه ده ،هغوي افغانان اومسلمانان دي .اوکه علمي تحليل  ته راسو نوپه حقيقت کښي هر افغان په هرمذهب عقيده چي وي اوپه هره ژبه چي گړېږي  بېله هيڅ ډول توپير اوتعصب نه  دافغاني ټولنې يوه برخه ده . تر طالبانو دمخه دولتونه هم بايد ديوچالخواپه رسميت پېژندل سوی وايي چي دا کار وسو،تر ټولوکمزوری اودنه منلو وړ دولت دطالبانوحکومت وو،چي يوازي جنرال بابر،حميد گل ،دډوبۍ شيخانو اوتر يوې مودې سعودي شيخانوپه رسيمت پېژاند. دطالبانوحکومت  نه يوازي داچي کوم نړيوال اعتبارئي نه درلود،بلکي دپاکستاني جنرالانو اوامام  کدنل په هدايت او لارښودنه ئي دافغان ولس نړيوال اعتبارته  هم تاريخي زيان ورساوه،متاسفانه دايوتريخ واقيعت اوحقيقت دی ،تاريخ ئي نسي هيرولاي  . که څوک رانه خوابدی نشي بدمرغۍ خودلته ده چي زموږ دهيوادپه تاريخ زموږ دهيواداو افغان  غيرتي ولس دښمنانوتل خپلې کرغېړنې موخي همدا مور پښنو پوسېله سرته رسولي ،زمور پلاس جوړسوۍ اوساتل سوئ وطن ئي زموږ پلاس په ويرانه بدل کړی ،راسی يوځل گريوان ته سرټيټ کړواوپرسد راسو!

ښه خبره اودافغان ولس په گټه داده چي دهيواد دراتلونکي په هکله بېله کوم تعصب نه فکر وسي، داسلام له نامه  څخه په ناوړه استفادې سره دنړيوال کاروان څخه دهيوادپرمختگ مخه  نيول دافگان ولس اوددې ملت له تاريخ سره ستره جفاده. 

د هيواد دبياجوړونې آبادی اوهيواد والو دهوساينې لپاره په اتحاد اواتفاق  تلاښ وسی،نه داچي ددولتي قدرت دترلاسه کېدو په خاطر دپاکستاني تاريخي دښمنانوپه هڅونه په وژنکو واسکټونودافغان ولس دپريشانۍ لامل وگرځي . اوس هغه څوک خير خوا بلل کېداي سي چي دولس لپاره ئي کاروکړ ،فصل اوبې اتفاقي ډيره ساده راتلاي سي اوزموږ دخاوري دښمنانوزموږ تر منځ په بې اتفاقيو کښي خپلې گټې لټولي دي  ،دنړۍ دنوروهيوادوله خلکونه ئي بايد زده کړو،له همدغونه ئي بايد زده کړو چي موږ په مختليفو نومونو اوټاپو يودبل پر خلاف دښمنۍ ته هڅوی  ،واسکټونه را اغوندي اوخپله په گډه بيله کوم توپير اواختلاف نه خپل هيواد جوړوي  . يوځوان  ننگرهاری شاعر وايي :

خپله ئي زړونه په مريخ کښي تنگ دي
خوبس پرموږ شيندي دجهالت اورونه

متوکل صاحب  وايي دده تر ټولو غټه هيله له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو وتل دي اود افغاني ښکېلو اړخونو ترمنځ په مذاکراتوکي دهيڅ بهرني کس له شموليت سره موافقه نه لري . 

داډيره ښه اوگل خبره ده ،راسی ددې لپاره په گډه زمينه برابره کړو،ترڅوبهرنيانوته په ډاډه زړه وويل سي کورمو ودان موږ اوس ددي جوگه يو بېله دټوپک له استعمال نه په ازاده اودموکراتيکه بڼه خپل مشرتابه وټاکو اودخپل هيواد دروښانه راتلونکې لپاره بېله کوم سياسي،مذهبي ،ژبني اوقومي تعصب نه په گډه کار وکړو. اوس خو عملأ ډار دادی چي له يوې دروازې به دغه راغلي  بهرنيان وزي اودبلې دروازې نه  به بياتورلينگې پنجاپيان اوږيرور ايراني اخوندان ،دعربي  نړۍ اومرکزی اسيا،افريقايي هيوادو،کرمينل ،داړه مار،غله ترهگر اولوټمار راننوزي . بيابه افغانستان دنړيوالي ترهگری مرکز وي اوتاسوبه واياست دازموږ ميلمانه دی .

که رښتيا وويل سي دابهرنيان تاسو راوستل اوتاسو ورته دراتگ زمينه برابره کړه .هغوي ستاسو دميلمنو سره خپل حساب تصفيه کاوه اوتاسو دمېلمنو لخواددرکړه سوو پيسوپه مقابل کي دهغوي دساتنې تر نامه لاندي  افغانستان  له دغوستونزوسره مخامخ کړ،چي اوس پدې خړو اوبوکي يوځل بيا پاکستان ستاسواويانوروپواسطه ماهيان نيسي . موږ نه وايوچي دامريکااو يا اروپا له حکومتونوسره دي څوک دښمني نه کوي ،دازموږ کاراوصلاحيت  نه دی . خوپه خپل هيوادکي ددې حق لرو، ووايو هر دښمني چي څوک دچاسره لري زموږ په خاوره کي دې نه ترسره کوي  ولاړ دي سې  په خپل وطن کښي دغه دښمني سرته وروسوی ،موږ به دبری دعاورته کوو.

داسي معلومېږي چي متوکل په امريکايي ماڼې کي دپخواپشان  ديوچااستازيتوب کوي.دده خبري اودپاکستان دسفير اوجنرال خبري يوڅه سره ورته دي ،ټول له هندوستان سره دښمني لري اودهندوستان سره ددښمنۍ په خاطرزموږ له کړېد لوخلکوسره هم دښمنۍ ته دوام ورکوي . داڅرگندونې پداسي حال کي کيږي  چي له يوې  خواکرزی وايي طالبان بايد راوستل سي اوخبري ورسره وسي،افغانان  هم وايي چي نه يوازي طالبان  بلکي ټول خوابدي بايد راسي اوخبري ورسره وسي ترڅوهيوادنۍ سوله راسي ،دپردوله غلامۍ او احتياج نه خلاص شو. مگرهغه يو شمير غولېدلې اويادقدرت تږي  افغانان  چي پاکستاني اويا ايراني وسله پر اوږو گرځوي په هيڅ صورت ددې سره موافقه نلري چي مطمينه  سوله راسي ،ملي غښتلۍ اودټولوپه خوښه يودولت جوړسي  .  دوي غواړي هر دولت چي جوړېږي ،يوازي ددوي په خوښه اوددوي اراده پکښي تمثيل سي . دوي علاقه لري هلته بايد دپاکستاني اوايراني  استخباراتي شبکووزنه درنه وي ، ددې وطن برخه ليک  يوځل بيا دپاکستاني جنرالانو،عربي شيخانواو ايراني اخوندانوته پرېښودل سي . دادشرم خبره نده چي نور موږ سره پخلا کړي  ،اياپه افغانانو کي داسي څوک نلرو چي غو ورته ونيسو اودخپل هيواد دښېږازی په خاطر تر ټولو دښمنيو اوخوابديو تېرسو؟ هر ځل بايد موږ بهرنيا سره خوشحاله کړي؟ اوموږته دولتونه اورژيمونه وټاکي ؟

جالبه داچي کر زی  همدا تيره ورځ دجولاي پر ۱۳ مه په کندهارکي خلکو ته په خپل تبليغاتي کمپاين کې وويل ،که زه بريالی سوم په پاکستان کي به دوهمه پراخه غونه جوړه سي ،هلته به هغه طالبان چي دپردونوکران نه دي او دسعودي عربستان  پاچا هم گډون ولري ،مگر داسي معلومېږي  چي متوکل صاحب دکوم چاپه استازيتوب دکرزي له دغوڅر گندونواوخيالونوسره هم موافق نه دی .

داډول اډيال دموکراسی نشته چي څوک دي خپل مخالف اودښمن وساتي لکه اوس چي په کابل کي امريکايان  ځيني کسان ساتي،اوهغوي بياپه ډه ايزو رسنيوکښي دهغوي پر خلاف څرگندونې وکړي ،فکرکوم دا څرگند ونې هم هغوته ورته دي لکه دپاکستان سفير  چي ورته گوته ونيول ،يعنې دځان دسپيناوي لپاره چي ولس  پرې اعتباروکړي ،که څه هم دامريکااودهغوي تر حمايي لاندي حکومت په ماڼۍکي ناست يم دادباټي وهلاي سم . موږنه وايو چي زموږ تر منځ په خبروکي دي امريکايان ناست وي ،خودريم گړی بايد وي ځکه سره جوړ نه سواست . يوداسي دريم گړې ته اړتياسته چي  وکولاي  سي دجرگې پرېکړه دجرگې په برخه والو اوهمدا ډول په پاکستان ،ايران اوعربی شيخانوليري اونږد مداخله گروهم ومني،تر څوبله ورځ بياکوم پاکستانۍ اويا ايرانۍ جنرال موږ ته طعنه رانکړي چي موږ دلنډمهالو گټولپاره طالبان اويانورساتو اومرستي ورسره کوو .

درنو لوستونکو!

تاسو خپله سرگرېوان ته ټيټ کړئ اوقضاوت وکړی دپاکستان دکورنيو چارووزير رحمان ملک د سندي تايمز ورځپاڼې ته وويل اسامه بن لادن  اونور لوپوړي رهبران په پاکستان کي نه اوسېږي ،دامريکادبې پيلوټه الوتکو عمليات يوعبث کاردي . ښه جنرال صاحب دابه تاسو عبث بولئ ځکه په رشتياسره کله ناکله ستاسو روزل سوی کسان پکښي وژل کېږي  اودترهگروشميرکمېږي ،خوموږ افغانان  ستاسوپه خاوره کي دامريکا دکره معلوماتوپر بنياد هدفمند،دقيق  هوايي اوځمکني عملياتوسره مخالفت نلروبلکي داپه سيمه کي دسولي ه گټه بولو. زموږ شرط يوازي دادی چي تر دې نامه لاندي دپښتنو اوبلوڅومشران اوعام وگړی بېگناه قرباني نشي  .

رحمان ملك وايي : (( که چيري اسامه بن لادن په پاکستان کي واي موږ دقابيلو سيموته زرگونه کسان عسکر ولېږل موږبه هغه پيداکړی واي .هغه زياتوي  که چيري بن لادن اوداڅلور پنځه نورلوړپوړي کسان زموږ په خاوره کي واي ،زموږ دپلټنې دميتودپه پايلوکي موږ  تر اوسه هغوي پيدا کولاي سول . ))

ملک رحمان زياته کړه زموږ ته درارسېدلودمعلوماتوله مخې بن لادن په افغانستان کي اوسېږي ،ممکن هغه په کنړکښي وي ځکه دپاکستان پر خلاف عمليات له هغه ځايه رهبري کيږي .هغه وايي نوځکه دامريکاهوایی بمباری دلته په پاکستان کي بې گټي دي، هغوي په افغانستان کي اوسي  .خوداښاغلي يوازي  دامني چي په پاکستان کښي ددې ډلې دمتوسطې حلقې کسان اوسېږي .

يومتل دي وايي : بگير که نگيرت ،دې مداريانوخودالقاعدي اوطالبانوپه نامه  جنوبي اوشمالي وزيرستان اوښکلې پښتونخواپه کنډوالوبدله کړه ، چي وس کېده هلته ئي  پښتانه وزورول ، اوس غواړي زموږ ښکلي کنړ د بهرنيانوپه غونډاروپه کنډواله بدل اوکنړيان پرې ووژنې .

کله چي پاکستاني چارواکوته زمور لخوا وويل سي چي دغه ياهگه کس ستاسوپه خاوره کي وسي اوله هغه ځايه خرابۍ پېښوي نو دوي سمدلاسه وايي که درمعلوم دی چي زمورله خاوري داکارونه کېري راوئې ښه ياست موږ به ئي چاره وکړو. اوس همد سوال له دوي نه کېداي سي ،ښاغلې که تاسوته دامعلومه ده چي ستاسوپر خلاف عمليات له کنړه رهبري کېږي نودابه هم درمعلومه وي چي دکنړ له کومه ځايه رهبري کېږي ،دغه ادرس وښياست . موږ افغانان پدې پوره باورلرو که امريکا ستاسو پاکستاني جنرالانو په وړاندي دقيق اوجدي سياست غوره کړي  اوبارک اوباماخپله داخبره عملي کړي چي سپين  چک چاته نه ورکوي دهر غيران پوښتنه  کوي ،نوداورځ هم ممکن راسي  چي يوبل جنرال مو اعتراف وکړی او دالقاعدې دسازمان له مشرانو سره داړېکو اوهغوي خبروته دحاضرېدوټټر وټکوي  .

رښتيا خو داده لکه چي دطالبانو دمشرانو دورکېدوخبره چا ته د منلو وړنده، داهم نه منې چې گويا تاسو اوامريکايانوته ددې سازمان دمشراتابه داوسېدوځاي نه دی معلوم .

دبېلگي په توگه په ۱۳۸۸ ل کال  دثور په مياشت کي  دامريکا ترټولوجگپوړي پوځی چاواکي جنرال دیوید پتریوس  په ډاگه له ډله ايزورسنيوسره داخبره شريکه کړه چي پاکستان دتروريزم په نړيوال مرکز بدل سوی .

امريکايي  قوماندان جنرال دیوید پتریوس  په تکرار داخبره وکړه چي دالقاعدې دسازمان مرکز دپاکستان په سرحدي سيموکي دي اوله همدغه  ځايه دخپلي نړيوالي  شبکي ټول تروريستي نوي فعاليتونه اومالي اومادي چاري رهبري کوي  .

 جنرال دیوید پتریوس چي دعراق ا و افغانستان  جگړه څارل  په يوه مرکه کښي څرگنده کړه چي (( پاکستان  دالقاعدي دسازمان  دتروريستي عملياتوداعصابوپه مرکز بدل سوی ،اودغه سازمان ته ئي اجازه ورکړې چي  يوځل بيا خپلې اړېکې دخپلوسازماني شبکوسره په عراق، یمن، سومالیا، شمال افریقا اوداروپا په ځينو سيمو کي  ټينگې اوغښتلې کړي . ۸  صبح ، د۱۳۸۸ ل کال دثور۲۰  ثور

په هر حال داډير اوږدبحث دي ،په افغانستان  کي دشتوناخوالو اونا امنيورېښه ماپه خپلو پخوانيو ليکنو کښي په پوره تفصيل څېړلې  اوراسپړلې ده . که همدا نن پاکستان ته دډيورنډدکرښې سند ورکړو،سباداسپين سترگۍ گاونډۍ بله مسله پيدا کوي ،چي دادۍ اوس واي  موږ به تر هغودافغانستان ددولت مخالفينوسره مرستي کوو،ترڅو امريکاپر هندوستان زموږپه گټه فشارنه وي راوړۍ .که چيرې دامريکا لخوا داکار هم وسی هرومروبه  يوبل وخت داښاغلي  زمورپه هيوادکي دلاسوهنويوه بله بهانه پيدا کړي .ځکه خوترهرڅه  وړاندي داخبره  اړينه بولم اوغواړم ورباندي په تکرارټينگاروکړم  چي زموږ په هيوادکي ددغوناخوالو اوستو نزويوله اساسي لاملونو څخه همدا پاکستان اوپاکستاني جنرالان دي . ددې هيواددجوړېدوله ورځې بياتر نن پورې دوي  موږ پر ارامه نه يوپرې ايښي،په يوه لاس کښې ئي قران اوبل کي ټوپک دی ،په دوه مخۍ کښي ستر مهارت لري اوزموږ دولس سره عقده ئي داوښ عقدې ته ورته ده.له همدي امله دټولوافغانانو ملي ،ايماني او وجداني دنده بلل کيږي دټولوامکاناتوڅخه په استفادي سره پر نړيواله ټولنه فشار راوړل سي ترڅودپاکستاني جنرالانو زهرجن غاښونه وايستل سي اودا افغان دښمنه  توره کړئ دابدلپاره بې واکه سي  .

پدې کار سربه دتل لپاره افغانستان ،سيمه اونړۍ د بنسټپالو دوحشت ، ترهگرواو تروريستانوله شرڅخه خلاصه سي .

پدې هيله چي په رشتيا ويلوسره چي زمادزړه اوازاودافغان ولس دردونه دي څوک ډير خوابدی نسي .

دوهمه برخه دلته ولولئ