د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرنګى، جناح او باچاخان

غلام محمد زرملوال 14.07.2009 00:32

احمدشاه  ابدالي  جــرګه

پرنګى، جناح او باچاخان

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني   وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا

د پرنګيانو تر بولۍ لاندې پر افغانانو د نويو تاړاکونو له پيل څخه راپدېخوا، د پاکستاني راجه-جرنيلانو پروپاګنديز تبجن تکلونه خورا لوړې کچې ته رسېدلي دي. هڅه کوي امريکا او برتانيا ته يې چوپړ په نوي سينګار سمبال کاندي. د افغان ملت د توکموژنې يو مسؤول د جنرال ضياالحق او اختر عبدالرحمن خلف، او د احسان الحق سلف ـ د آى اِس آى يو پخوانى مشر، جرنيل حميدګل، وايي چې په افغان جهاد کې ".. زموږ او امريکا ګټې شريکې وې."  له "يوتيوب" سره په دې ـ او د معاصرې تبليغاتي تکنالوژۍ له نورو بېلابېلو سرچينو سره ـ په ويناو کې پنجابي حاکمان اوس نه د جهاد خبرې کوي؛ نه د مجاهدينو نوم يادوي او نه "اسلام ته خطر" پر خوله راوړي؛ بلکې لګيا دي د هغو ګردو "ترهګرو د بېخي نابودولو" هوډ د ولسونو ذهنونو ته ورسوي چې پرون يې د "اسلام مدافعين" بلل؛ سي آى اې او اِم آى- ٦  ته د "يوه نوښت" په ترڅ کې يې سلا ورکړې وه چې د نړۍ له هر ګوټ څخه يې، د افغان ملت د غوښتنو پرخلاف، د افغانانو او افغانستان د ويجاوړلو ـ او تر هرڅه د مخه د افغان مومن ملت د جهاد او سر ښندنو د پيکه کولو لپاره ـ وروبلي.

نو په نوي سينګار د واقعيتونو د آر بڼې د رنګولو موخه د پرنګي دايي پرلاس د پرنګي د اډې په توګه د جرنيلي پاکستان د زېږېدلو پر نا انکار وړ حقيقت ـ او د تېرو شپېتو کلونو په بهير کې د برنګي پر بولۍ د افغان ملت د تباه کولو  پر پروژه د خاورو امبارولو نهيلى او مذبوحانه تکل دى.

له دريو تر پينځه لسيزو پورې له دوديز سانسور څخه راوتلي او راوتونکي پټ لاسوندونه هره مياشت، هره اونۍ او هره ګړۍ د جعل او جعلکارانو نقابونه څيري؛ او د حقايقو رښتيني مخونه څرګندوي. د داسې لاسوندونو خورا د پام وړ برخه ناريندرا سنګه ساريلا "د سترې لوبې په سيوري کې" نومي کتاب کې راغونډ کړي دي. ناريندرا سريلا د هند د وروستني پرنګي وايسراى، لارد مونټباټن، مرستيال "د هند د وېش ناويل شوې کيسه" د "خورا سِري" کره لاسوندونو د بربنډولو په ترڅ کې وړاندې کړې ده.

تر دې دمه د هند د نيمې وچې د وېش "رسمي" افسانې ته داسې بڼه ورکړ شوې وه چې ګواکې له وېش پرته " هلته د نارغيدونکو ديني توپيرونو ته د پاى ټکي اېښودلو.." بله لار نه وه پاتې. خو پدې نوي واقعي تاريخ کې ".. هغه څه بربنډ شوي چې پخوا پرې سترګې پټې شوې وې. هغه د منځني ختيځ د تېلو پر زېرمو او د هند سمندر پر سيمو د [برتانيا] د ولکې ساتل وو. نو ځکه د هند وېش." پدې کره لاسوندونو کې د ".. ګاندهي، جناح، مونټباټن، چرچل، اټلي، وېول، نهرو  او نورو په هکله نوې رڼا اچول شوې ده. د برتانيا د کلونيل تاريخ د يوه کيلييز مهال پدې راديکاله بيا-ارزونه کې ـ پر دې سربېره چې پخپله د غور وړ ده ـ  داسې د باور وړ لاملونه وړاندې شوي چې د اسلامي ترهګرۍ ريښې، چې دا نن په نړۍ کې خپره ده، ښايي د هند له وېش سره تړلې وي." [1]

لاسوندونه جوتوي چې:

د ١٩٤٧ کال د مارچ پر ٢٢ نېټه د هند نوى ټاکل شوى وايسراى، لوييس مونټباټن، ډهلي ته ورسېد. د نوي وايسراى دنده دا وه چې د هند د وېش هغه پټه نخچه پلې کړي چې د لارد وېول له خوا تياره او د برتانيا کابينې منلې وه. لارد مونټباټن ته، چې د برتانيا د شاهي کورنۍ غړى و، لارښوونه شوې وه په هند کې د انګرېزي پروژې پر سر ته رسولو کې درۍ هدفونه تر لاسه کاندي: لومړى ـ نړيوالو ته ښکاره کړې چې ګنې دوى د هند پر وېش خوښ نه، بلکې پخپله د هند خلک، د مذهبي توپيرونو پر بنا، له يوه بل سره د ژوند کولو وړ نه وو؛ دويم ـ هڅه وکړي پر کانګريس دا ومني چې له ازادۍ وروسته به هند په برتانوي کامنويلت [ډومينيون] کې پاتې شي؛ او درېيم ـ تر ټولو غوره ـ "شمال-لوېديځ صوبه سرحد" به له ازادۍ څخه محروم کاندي. دا وروستۍ دنده "تر ټولو غوره" او کيلييزه ځکه وه چې د باچاخان او افغان جرګې له خوا د خپل ځانګړي خپلواک هيواد انګازه د لر او بر افغان کليو او بانډو ته رسېدلې وه. په وزيرستان کې د "ايپي فقير" تر توغ لاندې دې غورځنګ ډېر پرمختګ کړى و. او پر هغه سربېره، د اُلف کيرو پر وينا، "په ١٩٤٧ کې [هند ته] د ځواک له لېږدولو د مخه، افغان حکومت د خپلې غوښتنې په هکله په رسمي توګه [برتانوي چارواکو] ته ليکلي وو چې د برتانوي واک له پاى ته رسېدو نه د مخه دې تر اباسين پورې د افغانانو ټوله خاوره افغانستان ته وسپارل شي."[2]

د مارچ پر ٢٢ نېټه هند ته د مونټباټن د رسېدو په مهال جواهر لال نهرو د "اسيايي اړيکو غونډه" رابللې وه چې له مهالوېش سره سمه به د مارچ پر ٢٣ نېټه په ډهلي کې جوړېدله.  د خپل ورسره پلاوي له يوه غړي، لارد ايزمي، سره د خبرو په ترڅ کې، مونټباټن وايي چې له هر هندي مشر سره چې مې د لومړي ځل لپاره ليدل، "ما خپل دوديز ليکچر د يوه پياوړي متحد هند په هکله [د برتانيا پر ملاتړ] پيلاوه". يانې هڅه يې کوله چې د "هند د وېش د کلک مخالف" په توګه خپل اتبار پوخ کاندي.  لارد مونټباټن وايي چې د "هرې شونتيا تر کچې"، زه هوډمن وم چې د هند د وېش او يا ناوېش خبره پخپله د هنديانو پر اوږو بار، او پدې توګه به برتانيا پرې د "وېش له پړې اچونې وژغورل شي."

لارد مونټباټن د مارچ پر ٢٤ نېټه له نهرو سره وليدل. په برتانوي کامنويلت کې د ګډون په اړه، د نهرو ځواب دا و چې "د رواني او جذباتي فکتورونو له کبله، هند په کامنويلت کې نه شي پاتې کېداى"؛ او د خپل برخليک د ټاکلو په اړه بايد په هېڅ سيمه کې پر هيڅ يوه ډېره کۍ [اکثريتي] ټولنه، هېڅ ډول ((تقنيني شرطونه ـ constitutional conditions )) ونه تپل شي.

نو په جوته توګه مونټباټن د ور په غاړه شويو دندو د سرته رسولو پر لور په دوودندو کې ـ په برتانوي امپراتورۍ کې د هند پاتې کېدل، او تر برتانوي اشغال لاندې ملتونو ته د خپلواکۍ نه ورکول ـ ناکام و.

په دويم ګام کې لارد مونټباټن د اپريل پر  پينځمه نېټه د مسلم ليګ له مشر، محمد على جناح، سره وکتل. له يوې لړۍ کنجېدو وروسته، جناح ـ لارد مونټباټن ته د خپل مرييتوب ژمنه نوې کړه ـ د هغه د پوښتنو په ځواب کې يې وويل:  ".. نه غواړم ستاسو پر وړاندې ناوړ غوښتنې وکړم، خو تاسو پدې بايد پوه شئ چې نوى پاکستان به په يقيني توګه د برتانوي امپراتورۍ په ډومينيون کې د غړيتوب غوښتنه وکړي." [3] جناح بيا وايي چې: "له هماغه پيل څخه ټول مسلمان برتانيا ته وفادار پاتې شوي، په دواړو نړيوالو جګړو کې يې [د پرنګي لپاره] جنګ ته [له نورو سره په پرتله] په لوړ تناسب وګړي استولي، زموږ هېڅ يو مشر هم، پرنګي ته د ناوفادارۍ له کبله، جيل ته استول شوى، په تشکيلاتي اسامبله کې، کله چې د خپلواک، ملي حاکميت خاوند په توګه د هند د ولسواکۍ مصوبه ومنل شوه، د مسلم ليګ يوه غړي هم برخه نه وه اخستې."[4]

د مسلم ليګ خواخوږي هم د دې نظر پختن کوي.

د جنوبي افريقا اپارتايد رژيم د برتانيا لومړي وزير ته په يوه ليک له هند څخه د وتلو عواقب ور په ګوته کوي؛ او د هند مسلمانانو ته د جناح له سترګو ګوري. د هغه خونخوار نظام مشر، جان سموتس، د ١٩٤٧ کال د فبرورۍ پر ١٦ نېټه  لومړۍ وزير، کليمينټ اتلي، ته ليکي چې ".. له هند څخه د برتانيا وتل به په واقعيت کې خپلواکي کانګريس ته سپارل وي. په باوري توګه به دا کار په هند او منځني ختيځ کې د مسلمانانو او په ټوليزه توګه برتانوي ګټې له ناوړ اغېزو سره مخ کړي ... ستراتيژيکي او ايډيوليژيکي؛ او امپريالستي شاخصونه ګرد د دې ښکارندوى دي ـ که چېرې د حالاتو بهير پر برتانيا د [کانګريس او مسلم ليګ] ترمنځ د غوراوي [انتخاب] مسئله وتپي ـ نو مسلمانان غوره کول به  ښه وي.[5] دا د محمد  على جناح "مسلم ليګ" دى، هغه مسلم ليګ چې پخپله جناح يې "بېله ما، زما ټايپرايټر او زما له خور" څخه بل څه نه دى. او د هغو په سلګونو زره مسلمانانو پر هکله خورا ستره او ناروا جفا ده چې د جناح د حامي پرنګي پرضد يې د خپل ننګ، ناموس او خاورې په دفاع کې بېسارې ځاني او مالي سرښندې کړې وې.  

له جناح  سره په معامله کې خو کوم خنډ نه و. کوم ستر خنډ  چې د مونټباټن پر وړاندې پروت و، هغه د افغان خاورې د برخليک په اړه و. تر هغه پورې چې د "شمال لوېديځ صوبه سرحد" کشاله هواره شوې نه واى، تر هغه پورې د پاکستان جوړېدل شوني نه وو. د افغانانو ستر کينه کښ غليم، سر اُلف کيرو، وايي چې:  ".. تر هغه پورې چې خان وروڼه [باچاخان او ډاکتر خان] په سرحد [پښتونخوا] کې واک ولري، جناح د مسلمان هند د مشرۍ ادعا نه شي کولاى ـ  نو لدې کبله ناشونې ده چې حتى پويو-خوړلى پاکستان دې هم جوړ شي."[6]  هو، جناح خو پرنګي جوړ کړى او پړسولى و ـ پخپله يې نه کوم ملي بنسټ لاره؛ نه يې د ولس په ژبه خبرې کولاى شې، او نه يې له دين سره کوم تړاو اوسروکار لاره.

د پرنګي پر وړاندې د "خان وروڼو" ـ باچا خان، چې افغانانو ته يې د عدم تشدد د فلسفې پر برکت ملي شعور ورکړى و؛ او د ډاکترخان، چې د خپل ولس په رايو د پښتونخوا د حکومت ټاکلى مشر و ـ د علاج کولو پروژه پرته وه.

دا پروژه اُلف کيرو پر غاړه واخستله.

اُلف کيرو د هند د وېش لپاره د پرنګي د پټې پروژې د پلي کولو پر لور د يو لړۍ ګامونو پورته کولو په لړ کې، يو کال د مخه "شمال لوېديځ صوبه سرحد" ته د ګورنر په توګه استول شوى و. نوموړى چې په لومړي ځل يې په ١٩١٦ کال کې د پوځي افسر په توګه د افغانانو په خاوره کې دنده لرله، بيا وروسته ".. د پېښور، مردان، کوهاټ او هزاره سياسي سکرتر.." او حاکم و. په پښتونخوا کې د ٣١ کاله تجربو ـ او د پښتنو د يوه مکار "دوست" په توګه د افغانانو د ميلمه پالنې له دود څخه په بې پته او ناروا ګټه اخستنه افغانان حلالول. د افغانانو د تاريخ او دودونو د يوه بېساري څېړونکي او په غولونه کې د بېجوړې ماهر په توګه، نوموړى له نړيوالې دويمې جګړې وروسته، د وايسراى د بهرنيو چارو سکرتر شو ـ او لس کاله يې، د پښتونخوا او بلوچستان په ګډون، د افغاني خاورو پر برخليک سودا روانه کړې وه. د "پټهان" په نوم د اُلف کيرو کتاب ـ د افغانانو په هکله له ژورو کرکو ډک او د افغان ملت او خاورې د تجزيه ساتلو لپاره په رنګارنګ پروژو موړ ـ  د پاکستاني راجه-جرنيلانو "بايبل"  بلل کېږي.

د لارد وېول پاکستان د پروژې د پلي کولو پر لور، اُلف کېرو د "شمال لوېديځ صوبه سرحد" د ګورنر په څوکۍ له ټاکل کېدو سره سم د ډاکتر خان په مشرۍ د انتخابي حکومت پرخلاف په فعاليت لاس پورې کړ. د جناح مسلم ليګ په لارو-کوڅو کې  د باچاخان او د خدايي خدمتګارو پرضد لاريونونه او شعارونه ورکول.

پر دې سربېره، محمد على جناح ته يوه بله توره هم پر لاس ورکړ شوې وه.  څنګه چې پر پښتنو مخکښو مشرانو يې له اغېزې لاس مينځلي وو، د  مسلم ليګ مشر "له پښتنو پرته د نورو قومونو او سياسي مشرانو.." په استخدام پيل کړى و چې په پښتونخوا کې يې "دريځ پياوړى کړي." د هغوى په ډله کې يو هم ".. بنګالى اشرافي مسلمان، سکندر ميرزا، و. نوموړى د برتانوي هند د سياسي خدماتو د ادارې غړى، له [افغان] قبايلو سره د اړيکو ساتلو مسؤول او په ١٩٤٧ کال په نوي ډهلي کې د دفاع وزارت سکرتر و."

د سکندر ميرزا زوى، همايون ميرزا، وايي چې د يوې پټې غنډې په ترڅ کې، جناح د ده پلار ته ورياده کړه چې: ".. په هند کې له حکومت څخه استعفا  وکړي او قبايلي سيمو ته، چې دى پکې خورا ښه بلد دى، راستون شي. په هغه ځاى کې دې [د خدايي خدمتګار] پرضد جهاد پيل کړي ... د  جناح غوښتنې سکندر ميرزا هک حيران کړ... هغه پوهېده چې بغاوت ته د قبايلو د هڅونې په پايله کې به خورا زياته وينه تويې شي... خو ... بيا يې هم د جناح خبره نشوه ردولى ... نو جناح ته يې وويل چې د دې سترې دندې سرته رسولو لپاره به ـ په تېره په وزيرستان، تيراه او مومندو کې ـ يسې په کار وي ... کله چې [جناح] ترې وپوښتل چې څومره، سکندر ميرزا يې په ځواب کې وويل: يو کروړ (چې د شلمې پېړۍ په پاى کې د پنځوس کروړه روپيو معادل وې.) ... سکندر ميرزا ته يې د بېړنيو لګښتونو لپاره شل زره روپۍ ورکړې، او ورته ويې ويل چې نورې به د بهوپال نواب ورته تيارې کړي. د موضوع د پټو ساتلو لپاره به، ده ته د دې ماموريت د سرته رسولو په هکله په مناسب وخت کې وويل شي." [7]

اوس نو موخييز ستېج ته د رسېدو پر لور هر څه تيار وو. خو يوې بلې صحنې جوړولو ته هم اړتيا وه. هغه دا چې د پښتونخوا په امورو کې د پښتنو مشرانو له خوا پر اُلف کيرو لګېدلى تور".. پخپله وڅېړي، مونټباټن د ١٩٤٧ کال د اپريل پر ٢٨ او ٢٩ نيټه پېښور ته ولاړ. ښار ته له رارسېدو نه د مخه يې له پنځوس زره وګړيو څخه زيات راغونډ شوي وو، د ((مونټباټن کې جايې کامياب دې وي مونټباټن)) ؛ او ((پاکستان زنده باد)) نارې يې وهلې." کله چې ډاکتر خان ورته وويل چې مسلم ليګ په پښتونخوا کې هېڅ کنترول نه لري،  نو مونټباټن ترې وپوښتل چې دا [نارې وهونکي] نو څوک دي، په ځواب کې يې ډاکتر خان سملاسي ور غبرګه کړه چې دا "د جلالتمآب ګورنر [اُلف کيرو] او د هغه د مامورينو کار دى."

پدې ډول اُلف کيرو په پېښور کې وروستنۍ صحنه په بريا لوبولې وه، نو ځکه د پرنګي پروژې د پلي کولو پر لور د مونټباټن پر وړاندې اوس نو کوم خنډ  نه و پاتې. اوس پر جواهر لال نهرو د پاکستان د نظريې د پلورلو په هڅه کې شو. د دې موخې له پاره يې نهرو د ميې پر ٧ نېټه په سيمله کې د وايسراى ماڼۍ ته وروباله، او د پاکستان د زېږونې په اړه يې د "شمال-لوېديځ سرحد" په اړه ترې د نظر غوښتنه وکړه. نهرو خو تر دې دمه د پښتونخوا، چې ځان ته د خپلواک هيواد پر جوړولو سلا وو، ملاتړ کاوه. او له بلې خوا يې نه غوښتل چې بنګال او پنجاب دې هندو-مسلمان "دوه ملتي تيوري" پر بنا ووېشل شي. خو مونټباټن، په پرده کې د نغښتي ګواښ په ترڅ کې، ور په ياد کړه چې "د پښتنو د خپلواک هيواد په پايله کې به"، د بنګال، بلوچستان او راجواړو په شمول، د هند په "بالکانېزه" کېدلو منتج شي. ژمنه يې ورکړه چې د پښتنو له ملاتړ څخه که لاس پر سر شي، نو دى به راجګان دې ته وتړي چې د برتانوي ډومينيون له يوې غاړې يا بلې غاړې سره يوځاى شي او چا ته اجازه ورنکړي چې د خپلواکۍ ګټلو هڅه وکاندي. د داسې ژمنې مانا دا وه چې د راجواړو "نوي سلنه [٩٠%] به له هند سره پاتې کېده.."، چې له هغې کچې خاورې به ښه زياته وه چې د جناح "پويو-خوړلي" پاکستان په نوم، د "پرنګي پوځي اډه" به ترې جوړېده. دې وړانديز، له مونټباټن سره اشنايي او له لېډي ايډوينا باټن سره معاشقې، د جواهر لال نهرو هوډ کاواکه کړ؛ په پښتونخوا کې يې ـ د ملت له خوا د انتخاب شوي حکومت پرخلاف ـ د "پاکستان يا هندوستان" تر شعار لاندې پر "ريفرينډم" هوکې وکړه؛ او په پرنګي امپراتورۍ کې يې غړيتوب، که څه هم لنډمهاله، هم ومانه.

له بلې خوا،  په "قبايلي سيمو" د اُلف کيرو د ګرځېدو په پايله کې، وضع خورا ترينګلې، په ځينو ايالتونو کې د نامسلمانو د "وژلو، شړلو او په زور د مسلمانولو" پروسه روانه وه؛ او سکندر ميرزا هم تيار زين کړى پرې د جهاد نارې ته سترګې پر لار و.

دې نادودو او د "ريفرينډم" په هکله د مونټباټن پرېکړې باچاخان له ژورې اندېښنې سره مخامخ کړ. د هغې په وجود کې يې ليدل چې د پښتنو په منځ کې د برتانوي خناس په نامريي لاس د نفاق خپرولو د مخنيوي اوږده او له کړاوونو ډکه مبارزه يې له نامراد پاى سره مخامخ ليدله. پر خپله خاوره يې د واکمنۍ ارمان له ستر ګواښ سره مخ و.

د افغانانو دې تاريخي ارمان ته د رسېدو لار بېله شکه، تر هر بل مهال د مخه، نږدې شوې وه. دا واقعيت د جنرال رابرت لاکهارټ په هغه رپوټ کې هم، چې د ١٩٤٧ کال د جولاى پر ١٢ نېټه يې مونټباټن ته ليکلى، ښه جوت دى. نوموړى ليکي چې "د پښتونستان موضوع په خورا پياوړې توګه د [افغانانو] په منځ کې په خپرېدو ده. فکر کوم چې دا نظر د پښتنو لپاره خورا جذابيت لري. داېپي فقير په اړه ګنګوسي او رپوټونه په تفصيل سره د دې ښکارندوى دي چې غواړي د وزيرستان د امير په توګه ځان اعلان کړي... په کابل راديو او افغان خپرونو کې د خپرونو او تبصرو بيا-ژوندي کېدل د تشويش وړ دي.."

خو پرنګي د افغانانو دا هيله نيمخوا کړه.

د باچاخان مخې ته دوه بديلونه پراته وو: يو دا چې په "ريفرينډم" کې برخه واخلي؛ او بل دا چې له هغه څخه بايکاټ اعلان کاندي. په ريفرينډم کې د برخې اخستلو په پايله کې به د جناح زين کړو "مجاهدينو" د جهاد اعلان کړى واى؛ د وينو لښتي به روانېدل؛ افغان به د افغان پر لاس وژل کېده او افغان خاوره به په اور لمبو کې لاهو کېدله. خو په "ريفريندم" کې د برخې نه اخستلو په صورت کې به، د خپل سوکال، سولييز او ازاد ژوند پر لور د افغان ملت ټولې هيلې، هلې-ځلې او پېړيو اوږدې مبارزې نامالوم برخليک ته سپارل کېدې.

 باچاخان دويم بديل غوره کړ.

د سکندر ميرزا زوى، همايون ميرزا، وايي چې لدې سره "جناح [سکندر ميرزا] ته خبر ورکړ چې پاکستان يې ګټلى و او د جهاد لپاره نو نور ضرورت نه و پاتې." او په قبايلي سيمو کې د سکندر ميرزا مهارت هغه مهال ګټور ثابت شو، کله چې د نوي [زېږول] شوي پاکستان د دفاع د وزير په توګه يې خو مياشتې وروسته پر کشمير د قبايلي لښکرو  د ورخېژولو پر لور  يې د هغوى په سازمانولو کې مرسته وکړه."

د پولو ټاکلو دنده د پرنګي کلونياليزم افسر، سر سيريل رادکليف، ته ورکړ شوې وه. نوموړى  "د پولې د ټاکلو کميسيون" مشر وټاکل شو چې له هند څخه د پرنګي-جناح پاکستان بېل کړي. د دې کار لپاره شپږ اونۍ (!!) وخت ورکړ شوى و. کارل مېير د "امپراتورۍ اېرې" په ٩٤ مخکې د لارد رادکليف د يوه پخواني سکرتر، کريستوفر بيمنت، له خولې ليکي چې رادکليف له دې نه د مخه په ختيز کې بلد نه و؛ ټولې دې موضوع له وېرې سره مخ کړى و. واقعاً پر غاړه يې ور اچول شوې دنده ناشونې وه. په شپږ اونيو کې د نيمې وچې وېشل خورا احمقانه وو.

لارد مونټباټن نوموړي ته ـ يواځې هند ته له رسېد وروسته ـ دا خبره ورښکاره کړه چې په شپږ دېرش ورځو کې دې د پنجاب او بنګال د څيرلو نخچه تياره کړي. د دې په پايله کې د هندو او مسلمان ټولنو له يوه بل څخه په فزيکي او رواني توګه څيرل وو چې د پېړيو په تاريخ کې يې ريښې د ګډ ژوند ريښې لرلې.

رادکليف ورته سپارل شوى "خورا سِري ماموريت د اګست پر ١٣ نېټه  ـ  يانې د اګست پر ١٤ د پاکستان د جوړېدو له  اعلان څخه يوه ورځ د مخه، بشپړ کړ. د خپلواکۍ د اعلان پر سهار، د اګست پر ١٦ نېټه، د ".. پولو جايزولو کميسيون، له خوا د ټاکلو پولو نخچه ډاګيزه کړل شوه." د دې په پايله کې ".. نيول شوي جشنونه او خوښۍ په قتل و قتال بدل شول. "په امرتسر کې د ننه او شاوخوا وسلوالو سيکهانو هر يو مسلمان چې په لاس يې کېووت، وواژه ـ او په لاهور کې د ننه او شاوخوا وسلوالو مسلمانانو، چې ګڼ شمېر يې پوليس وو، د هندوانو او سيکهانو ځيګرونه په چړو څيرې او پرې ګولۍ واورولې. د مهاجرينو ډک رېلګاډي په بشپړه توګه ويجاړ، په خوځنده تابوتونو او ستي-نغرو بدل شول... د انسانانو په غوښو خېټه پړسېدلو ټپوسانو د پنجاب اسمان تياره کړى و." ... له لس مليونو څخه ډېر وګړي خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته مجبور؛ او په سلګونو زره وګړي د توکميزې تصفيې په ترڅ کې و وژل شول.[8]

مستر جناح لارد کننګهم ته "بلنه ورکړه" چې د نوي زېږولي پاکستان ګورنر جنرال شي. د پرنګي درسته پوځي او بيروکراسي په ټوله مانا ځاى پرځاى؛ او پر افغانانو يې راجه-جرنيلان ورخوشى کړل.  د حقارت له ژورو عقدو ډک دا راجه-جرنيلان او اسلاف يې داسې ګوډاګيان وو چې پرنګي افسرانو به ور سره پر يوه مېز ډوډۍ نه خوړله؛ په يوه کوټه کې به ورسره نه کيناستل؛   "غوولي توران" او "کوليان ارموني" به يې بلل. د پاکستاني پوځ دې "افسرانو"، چې بيا هم له پرنګي څخه په تقليد، د "پينډۍ نايټ-کلپونو ته تلل؛ له غرمې ناري نه مخ کې به يې جن او تونيک؛ او د ماښام له ډوډۍ د مخه به يې سُوډا او ويسکي څښل.."[9] ،  د باچاخان او خدايي خدمتګارو پر داړلو، وژلو او  تکفيرولو لاس پورې کړ. فخر افغان، باچاخان، چې ګرد عمر يې د بشر او بشريت په خدمت کې تېر کړى و؛ د اسلامي سوچه اصولو پيروي؛ له سيمې څخه د پرنګي په ورک کولو کې يې ستره برخه لرله؛ پرې يې د افغانانو د خاورې هره لوېشت سور ترون ګرځولى و؛ د سپېڅلي او ټينګ هوډ خاوند ـ د پرنګي د سترګو اغزى و.

راجه-جرنيلانو د لومړۍ لسيزې په بهير کې د پرنګي تر مخامخ حمايت او لارښوونې لاندې د افغان ملت په نابودولو لاس پورې کړ ـ ډېرې بېګناه وينې يې وبهولې. په ١٩٥٧ کال کله چې يې جرنيلي پاکستان ته د کشمير يوه ټوټه وګټله؛ د خپلې اډې د ساتنې په هکله د هغه پر وړتيا ډاډه شو؛ د سيتو، سينتو، بغداد پوځي بلاکونو غړى يې کړ؛ او د نوي امپېرياليزم پرلور ښويېدونکې امريکا سره يې ونښلاوه، نو په کراچۍ کې يې پرې د څار اړتيا پاى ته ورسېده ـ اوس يې د هغوى تارونه له لندن څخه کشولى شواى. دا کار او د افغان ملت د وينو بهولو دا هماغه لړۍ ده چې لا اوس هم په شدت سره روانه ده.

***

  يو څو لنډ ټکي د يوې بلې اړينې موضوع په اړه:

پدې شپو ورځو کې په افغانستان کې د ټولټاکنو په هکله تاوده بحثونه روان دي. د جمهوري رياست د څوکۍ لپاره ٤١ تنه کانديدان دي !! دا د اريانتيا وړ نه ده ځکه چې  کله په يوه هيواد کې يو تن پلى سرتېرى موجود نه وي، خو په سلګونو جنرالان، ډګرجنرالان او د قسيم فهيم په شان فرماني مارشالان ولري؛ نو د جمهوري رياست د څوکۍ لپاره بايد همدومره "استعدادونه" موجود وي!! د دې هر يوه "استعداد" په هکله څه ويل به د دې لنډې ليکنې له حوصلې څخه بهر وي. خو غواړم د افغانانو مشرۍ ته کانديد يوه تن په اړه ـ چې برتانوي خپرونې يې د کرزي "جدي رقيب" بلي، باټوي او هڅوي يې، څه وليکم.

دا کانديد ډاکتر عبدالله دى.

پر دې موخه چې پر افغانستان خپل بربنډ تېري ته د مشروعيت" پرتوګ ورواغوندي، پرنګي او امريکا د المان په بُن ښار کې له شوراى نظار سره په ائتلاف کې د " يو شمېر ظاهراً افغاني ډلو"  په ګډون غونډه جوړه کړه.  غونډه به د ملګرو ملتو د استازي، لخدر براهيمي، پر مشرۍ جوړېده، خو اساسي واک يې د يوه وتلي امريکايي، سفير جېمز ډابنز، په لاس کې وو. نوموړى د "افغان مقاومت" يانې ستمي شمالې ټلوالې، ته د امريکا سفير او د "رانډ څېړنيزې" ادارې مشر و. دا غونډه له سياسي، حقوقي او ټولنيز پلوه نا انډوله او د هغو تجربه شويو معيارونو پر بنسټ جوړه شوې وه چې په نتيجه کې يې افغانان او افغانستان د ژور ګړنګ پر غاړه درول شوي وو. له هماغه پيله څخه څرګنده وه چې نتايج به يې ويجاړوونکي وي.  له سياسي پلوه د بُن غونډه تر يوه بل نامه لاندې د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسيزې په بهير کې د هماغو "شپږ+ دوه" هيوادونو په نامه کږل شوې کرکجنې غونډې کاپي وه چې په هغې کې د افغان ختيز، لوېديز او شمال ته پرتو ګاونډيانو، او امريکا-روسيې ګټو ته د افغانستان د ګټو په پرتله لومړيتوب ورکړ شوى و. د بُن په غونډه کې هم هغو افغان ګاونډيانو ته بلنه ورکړ شوې وه چې د افغانستان بُحران يې زېږولى و.

سفير ډابنز وايي چې ده او لخدر براهيمي پدې اړه له يو بل سره اختلاف لاره.  دى پدې ګروهه و چې د افغانستان له ګاونډيانو پرته دا لانجه نشوه حل کېداى. خو براهيمي د تېرو تجربو په رڼا کې پر دې عقيده و چې د افغان ګاونډو په وجود کې له غونډې نه کومه مثبته نتيجه نشوه تر لاسه کېداى. ډابنز وايي چې زموږ ".. دواړو خبره پرځاى وه. هر يو بديل مو که خوښ کړى واى، اسانه به نه واى."

له جوړښتيز او حقوقي پلوه د بُن غونډه يوه نامشروع  ناعادلانه سياسي پروسه وه چې د امريکا او برتانيا تر پوځي وزر لاندې د شمالي ټلوالې په ګته ـ  د پخواني پاچا پر ګډون ـ پر هغو نورو ډلو، چې د غونډې د "سينګار" لپاره يې کېنولې وې، تپل شوې وه. د پخواني پاچا او "لويې جلګې" نوم په غونډه کې د بې شمزۍ "پښتنو" د غولولو او خوښ ساتلو لپاره يادېدل.

سفير جېمز ډابنز ليکي چې په ټوليزه توګه داسې فکر کېده چې پر يوه مېز د افغانانو د کېنولو او په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د پخواني پاچا نخچ خورا غوره و. خو لدې کبله چې دا مهال حکومت "د تاجک، ازبک او هزاره و په ولکه کې و"  نو د محمد ظاهر شاه د نومولو پر وړاندې خنډونه  پراته وو.  په افغانستان کې له ١٩٩٢  کال راهيسې برهان الدين رباني د "دولت اسلامى" پر څوکۍ خېټه اچولې وه او چمتو نه و چې له لاسه يې ورکړي. هو! رباني د هغې څوکۍ د ساتلو لپاره، د اسلام، قرآن، خپل پلورلي ضمير او ايمان پر ګډون، هر څه په دو کې اچولي وو او د هرچا غلامۍ ته تيار و.

له رباني سره د خپلې يوې کتنې پر مهال، جېمز ډابنز "تر طالبانو وروسته" په نوم د خپل کتاب په ٦ مخ کې ليکي: ".. عبدالله  زه [په کابل کې] پريزيډنټ رباني ته وروپېژندلم ... په کوټه کې د شمالي ټلوالې د کابينې وزيران، سياسي او پوځي مشران ناست وو ... شاته مو  د سي آى اې او د امريکا د ځانګړو ځواکونو فعالين، چې له افغان مشرتابه سره يې د تېرو څو اونيو راهيسې کار کاوه، څار وو.

زما او رباني ترمنځ خبرې ډېرې اوږدې وې. زموږ تر منځ خبرې يوه بل ته د ژباړنې له کبله سَوکه پر مخ روانې وې. هغه ښه ژباړن درلود ... د ځانګړو ځواکونو يوه پوځي زما ځوابونه ژباړل. رباني د امريکا د مرستو قدرداني وکړه چې شمالي ټلواله يې پر دې توانولې وه چې طالبان مات کړي، کابل ونيسي او د هيواد پر ډېرى خاوره  ولکه ومومي.  هيله يې وکړه چې امريکا به يې په هيواد کې پاتې او د لسيزو ويجاړوونکو جګړو په بهير کې ويجاړ شوى وطن به يې ورغوي."[10]

جېمز ډابنز له ډاکتر عبدالله سره د کتنې په هکله پر زړه پورې يادونه کوي، وايي چې د شمالي ټلوالې د بهرنيو چارو له وزير سره د خبرو په ترڅ کې ـ له امريکايانو څخه د ګيلو -مانو په يادونه پسې وروسته ـ خبره د حکومت د مشر په هکله پيل شوه. ډابنز ليکي چې ډاکتر عبدالله ".. زه اريان کړم..". کله چې يې وويل زموږ د "پراخ بنسټه حکومت" مشر بايد پښتون وي.

ډابينز د خپل کتاب په ٤ مخ کې وايي: ".. په واشنګټن کې له ډېرو سره داسې احساس و چې ښايي ظاهر د افغان وګړيو په منځ کې د يووالي د راتلو لپاره اغېزمن وي. ځکه چې هغه نه يواځې د سهيل په پښتنو کې، کوم چې د پاچايې کورنى وطن دى، پلويان لري، بلکې د هيواد په هر ګوټ کې ملاتړ لري." ډابنز وايي چې فکر يې وکړ د ظاهرشاه په اړه د ډاکتر عبدالله وړانديز به دا وي چې هغه ته به د "هغه د شخصيت او لوړ عمر" له کبله د مشرتابه يو "سمبوليک نخچ" ورکړ شي، او نور ځواک به د "اوسنۍ شمالي ټلوالې" په لاس کې وي.

خو هاسې نه وه.

".. عبدالله ټينګار وکړ چې ((موږ له يوه سمبول څخه ډېر څه ته اړتيا لرو. موږ داسې يوه چا ته اړتيا لرو چې له هغو درنو ننګونو سره معامله وکړى شي چې دا دم افغانستان ورسره مخامخ دى. ډابنز ليکي ما ترې وپوښتل چې ايا داسې څوک تاسو په نظر کې لرئ. ((حميد کرزى به د منلو وړ يو غوراوى وي))، عبدالله وويل."[11]

له ايراني او په وېړه توګه په افغانستان کې د ښکېلو ګڼ شمېر نورو هيوادونو له خوا هم د پښتنو د مشر په اړه همدا يو نوم ورته وړاندې کېده ـ حميد کرزى. سفير جېمز ډابنز ليکي چې د ډاکتر عبدالله له لوري "دا  وړانديز ژمنوونکى و. يواځې يو څو ورځې د مخه د پاکستان د څارګريو مشر، [د ضياالحق زوى، احسالحق] هم چې ادارې يې د نږدې يوې لسيزې په بهير کې د طالبانو ملاتړ کړى و، ما ته د حميد کرزي سلا راکړې وه چې د پاکستان او د سهيلي افغانستان د پښتنو دواړو لپاره به د منلو وړ وي. اوس نو د پاکستان خورا خوله-وازي نيوکګر [عبدالله] هم د هغه کانديد وړانديز کړى و."[12] دا نو ښه شُګون و!

ګوره څنګه د رانډ څېړنيزې ادارې مشر هم ځان غولاوه او هم يې د نورو په سترګو کې خاورې اچولې! که څه هم ښايي تر ډېره حده جېمز ډابنز د افغانستان پر لانجو ـ لکه څنګه چې د نورو بهرنيو افغان "ماهرانو" په څېر دومره نه پوهېده چې ادعا يې کوله ځکه چې د هغوى مالومات به يواځې د هغو لنډيز-رپوټونو پر بنسټ ولاړ و چې د نورو پر لاس ورته تيارېدل؛ او يا يې نه غوښتل ځان پوه کاندي ـ خو د عبدالله پر پټه اجندا يو ماشوم هم  پوهېداى شو. دا خبره چې حميد کرزى "ښه يا بد سړى" و او يا يې د پښتنو د مشرتابه استعداد لاره، يا يې نه لاره، ځان ته خبره ده، واقعي خبره دا وه چې د ډاکتر عبدالله، ايران روسيې او پاکستان ګډه اجندا د ظاهرشاه د مشرۍ مخنيوى و. پر ظاهرشاه د افغانانو غوڅ اکثريت راټولېداى شو، د يوه مرکزي حکومت د بنسټ خښته اېښودل کېداى ـ او په هيواد کې د سولې د راتګ شونتيا کچه لوړېدى شوه. خو نه د ايران او نه د جرنيلي پاکستان لپاره ـ چې تېرې درۍ لسيزې يې د افغانانو د نابودولو لپاره پنګې اچولې وې ـ د افغانستان بيا-خونديتوب د منلو وړ و. د افغانانو په اړه د پرنګي په لمن کې د روزل شويو "خوله وازو نيوکګرو" ستميانو او پنجابي راجه-جرنيلانو کړنلارې سره ګډې او يو وې. په خوله يوه بل ته غپېدل، د زماني د پرنګي سياست يو رنګ و.

د ٢٠٠١ کال د نوامبر پر ٢٧ د بُن غونډه پرانستل شوه. د غونډې پر لسمه ورځ هم د هغې پايله ناڅرګنده، له نړيوالو او په تېره له افغانانو د هغې منځپانګه پټه ساتل کېده. د غونډې د دومره اوږدېدو شا ته بنسټيز لامل ـ چې وروسته څرګند شو ـ د شمالي ټلوالې چلوټې او له ځواک څخه د پريزيډنټ ربانى د لاس نه اخستلو کشاله وه.  پداسې حال کې چې د يوه "منځمهال حکومت" د جوړښت پر ګډون نور هرڅه تيار وو، خو په غونډه کې د شمالي ټلوالې مشر، يونس قانوني، له خپلې خوا کابينې ته د خپلې غاړې د نومونو له ورپېژندلو سر غړاوه.

جېمز ډابنز وايي چې ما پدې هکله د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې له ريچرد ارميتاژ سره خبرې وکړې. "پر دا سبا [د ستونزو] بند نړېدلى و.  پرېکنده ګړۍ هغه وه، عبدالله وروسته راته وويل، کله چې د روسيې سفير [په کابل کې] د شمالي ټلوالې غونډې ته بېړنى تليفون وکړ او له مسکو څخه يې ورته ورکړ شوى بېړنى پيغام ورساوه.  د روسيې حکومت له شمالي ټلوالې غوښتي وو پدې ځان پوه کاندي چې که د وړانديزونو هغه غوټه چې همدا اوس په بُن کې پر مېز پرته وه، ونه مني، نو روسان به مرسته پرې بنده کړي. د ربانې د اوږدې زمانې د کيلييز مرسته کوونکي دې بربنډ التيماتُم نوموړى مجبور کړ چې له خپل دريځه لاس واخلي او پرېږدي چې د کابينې د غړيو نومونه يې غونډې ته وړاندې شي."[13]

 په بُن کې ستميانو په کابل کې پر ځواک د پاتې کېدو پر موخه، له "نړيوالې ټولنې" وغوښتل چې افغانستان ته پوځونه واستوي. دا غوښتنليک د يونس قانوني پر لاسليک سينګار کړ شو. دا په داسې حال کې وو چې د پرنګي پوځونو مخکښې ډلې په بګرام هوايي ډګر کې د دې کار لپاره په تيارۍ بوختې وې؛ او امريکايي هوايي او د ځانګړو دندو لپاره روزل شوي ځواکونه په ګرد افغانستان کې د "طالبانو" پر وژلو، راغونډولو او ګوانتانامو ته پر استولو لاس پورې کړى و.  اوس نو د پرديو تر سيوري لاندې "پنجشېرۍ مافيا" ډاډه او پر افغانانو د حکومت کولو خوب يې رښتيا شوى باله. نو پر ملت يې ور ودانګل او هغسې فجايع يې وکړې چې سارى د ستميانو له قاموس څخه پرته په بل څه کې نه شي موندل کېداى.

د افغانانو پرضد د جګړييزو عملياتو د پرمخ بيولو په لړ کې، راجه-جنرال مشرف له امريکا او پرنګي سره ټينګه ملا تړلې وه. د اکتوبر او نوامبر د مياشتو په بهير کې د امريکا "نيوکانز" مخکښو ـ ډونلډ رمزفيلډ او ولفوويتز ـ اسلام اباد ته سفرونه وکړل او د سترو اقتصادي کومکونو د ورکولو په ژمنه يې د نوموړي راجه-جرنيل "حوصله افزايي" کړې وه. راجه-جرنيلانو ".. د امريکا پر مشرۍ ائتلافي ځواکونو ته خورا سترې اسانتياوې ورکړې وې چې هغه وخت ولس پرې خبر نه و. د جګړې په بهير کې، د جګړييزو، ځانګړو ځواکونو، د سي آى اې پارا-پوځي ټيمونو، ((لټون او ويجاړونکو)) ټوليو، او د ١٠١ فرقې د يوه شمېر الوتکو پر ګډون ـ ١١٠٠ امريکايي پوځونه په پاکستان کې پراته وو. پاکستان امريکې ته د اډوچمتو کېدو؛ له هوايي حريم څخه يې د الوتکو او توغنديو تېرېدو؛ طبي تخليه کولو؛ تېل اچونې اسانتياو پر شمول، څلور-اويا [٧٤] اسانتياوې برابرې کړې وې ... د امريکا مرکزي کوماند د پاکستان له هوايي اډو څخه [پر افغانانو] ٥٧٨٠٠ هوايي بريدونه تر سره کړي وو. د کراچي سمندري اډه او هوايي ډګر د [پرنګي] ائتلاف ځواکونو ته ورکړ شوي وو؛ او د مکران بندر ته څېرمه له پاسنۍ څخه.." خورا ستر عمليات تر سره کېدل ... د امريکا مرکزي کوماند [سينتکام] کوم ٣٣٠ موټري وسيلې، ١٣٥٠ ټنه جنګي وسايل،  او اته زره امريکايي سمندري عسکر د پاسنۍ سمندر پر غاړه پلي او له هغه ځايه سيخ کندهار ته نږدې وراستولي وو. پدې توګه، د ... پاکستان پوځ له خورا سترې همکارۍ پرته به د طالبانو غورځول ناشوني واى."[14] 

پدې توګه د پرنګي، پنجابي راجه-جرنيلانو او ستميانو موخه يوه، او هغه دا چې بايد افغانان مضمحل شي. د دې کار د سرته رسولو لپاره، پرنګي سياسي او پوځي کړۍ دا اوس- اوس شپه ورځ لګيا دې چې نه يوازې د افغانانو خاوره تجزيه وساتي، بلکې ـ "له مرکز څخه ولايتونو ته د واک ورلېږدولو" په جامه کې يې ـ له لا نورې تجزيې سره هم مخامخ کاندي. د برتانيا خارجه وزير، ډېويډ ميلابانډ، اسلام اباد ته د وروستي سفر په ترڅ کې ـ له يوې خوا غواړي چې "د برتانيا د ستراتيژيکي ګټو" په اړه د "پرنګي اډه ساتونکي" جرنيلان په شا وټپوي؛ د افغان وژنو ته يې وهڅوي، او لارښوونه ورته وکړي؛ او له بلې خوا له ملکنډ، سوات، بنېر، وزيرستان او نورو افغان سيمو څخه د برچې پر زور "څه ناڅه دوه مليون آى ډي پي" افغانانو سره د "بشري مرستو" ژمنه نوې کړي! په تېرو پينځو مياشتو کې اسلام اباد او لاهور ته د ميلابانډ دا پينځم سفر دى چې کوي يې.

هو د پېړيو په بهير کې د کلونياليزم بېرحمه کړنلاره همدا وه او ده چې روغ هوسا ملتونه پر اور واړوي؛ کور، ژوند، د  ژوند ګرد وسايل، هر څه يې لوټ او تباه کړي؛ بيا د "بشري مرستو" په نوم د کفن پيسې پرې وېشي! خو افغانان ډېويډ ميلابانډ ته ور په يادوي چې د هغه کفن ټوټه دې افغان قاتلو لاردانو ته ورکړي چې ... ته پرتوګ پرې جوړ کړي؛ افغانان پر پرنګي کفن کې پر خښېدو، په بې کفنۍ کې د خپل خداى په حضور کې درېدو ته ترجيح ورکوي!

پدې واقعيت کې هيڅ چا ته بايد د شک ځاى پاتې نه وي چې د پرنګي اډه ساتونکي پنجابي جرنيلان خپل پايښت او پرنګى د خپلو اډو خوندي ساتل د افغان ملت په ناپايښت او نابودولو کې ګوري. دې کرغېړنې موخې ته د رسېدو پر لور، هغوى پدې هڅه کې دي چې زموږ د خاورې په لروبر کې جګړه اوږده شي. جرنيل ضيا د ١٩٨٠ کلونو په وروستيو کې په افغانستان کې د ګورباچف شوروي د ښکېل ساتلو او پاتې کېدو لپاره هر ډول وسيلې استعمال کړې وې. په هلمند کې د تېر کال د دوو پرنګي "ديپلوماتانو" فعاليت او کابل ته د "وايسراى" په توګه د پاډي اشډون استول د همدې پروژې يوه برخه وه چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي ترڅو د "پرنګي اډې" ته کوم تاوان ونه رسېږي. نو د افغانانو لپاره يواځنۍ پاته بديل دا دى چې د خپلې بشپړې ازادۍ په تکل کې شي؛ د خپلې بشپړې غلا شوې خاورې د اعادې لپاره د غلو ګرېوان ته لاس واچوي او د نړيوالې محکمې مخ ته يې ودروي. پدې برخه کې په اروپا، امريکا او د نړۍ په اوږدو کې مېشت په سلګونو زره افغانان تر نورو خورا اغېزمن نخچ لوبولى شي.

پر دې خوا پر يوه پلټفورم راټولېدل لومړى ګام دى.

 يا ربه توفيق!

غلام محمد زرملوال.


[1] 'The partition of India in 1947 was the only way to contain intractable religious difference as the sub-continent moved towards independence – or so the official story goes. But this new history reveals previously overlooked links between British strategic interests – in the oil wells of the Middle East and maintaining access to its Indian Ocean territories – and partition… Sarila, former ADC to Mountbatten, has drawn on top-secret documentary evidence throwing new light on Gandhi, Jinnah, Mountbatten, Churchill, Atlee, Wavel and Nehro amongst others. This radical rreassessment of a key moment in British colonial history is important in itself, but also offers reason to believe that the roots of Islamic terrorism sweeping the world today may lie in the partition of India.'

[2]  'Before the transfer of power in 1947 the Afghan Government translated these desires into a formal claim that in the event of the demission of British authority the whole Pathan country as far as the Indus should revert to Afghan sovereignty.', Sir Olaf Caroe, 'The Pathans', pp435-6

[3]  'I do not wish to make any improper suggestions to you but you must realize that the new Pakistan is almost certain to ask for dominion status within the British Empire.'

[4]  All the Muslims have been loyal to the British from the beginning, supplied a high proportion of the army which fought in both wars, non of our leaders has ever had to go to prison for disloyalty, not one member of the Muslim League was present in the Constituent Assembly when the resolution for an Independent Sovereign Republic was passed. - Report on the 'The Last Viceroyalty', Part A, Para 94 (OIC, British Library, London).

[5]  British retirement now would in effect give sovereignty to Congress India. Surely the Muslim position in India and the Middle East and the British interests generally would make this a very undesirable development … Strategically and ideologically as well as imperial considerations point to the Muslims as the better choice if a choice is forced on Britain by the course of events.' – IOR/L/Party/10/77 (409), p.303 – Serila p287

[6]  So long as the Khan brothers ruled the Frontier, Jinnah could not claim leadership of Muslim India, and it was impossible even for a moth-eaten Pakistan to emerge…' Caroe papers IORL, MSS Eur F 203/1

[7]  He [Jinnah]) asked Iskander Mirza to resign from the Government of India and return to the tribal territories he knew so well. There he aws to start a jihad (Holy War) … Jinnah's request stunned Iskander Mirza … He knew that if the tribes were persuaded to rise in revolt, there would be considerable bloodshed … Yet … he could not refuse Jinnah … so he told Jinnah that money would be needed to undertake this immense task, particularly if it involved inciting the tribesmen in Waziristan, Tirah and moh[m]and country… When asked how much, Iskander Mirza estimated one crore of Rupees (equivalent to Rs 50 crore at the end off the twentieth century)… Iskander Mirza was given Rs 20,000 for immediate expenses and told that the Nawab of Bhopal would provide the rest. As for cover, he would be told of it at the right time.' Humayun Mirza, From Plassey to Pakistan (Rowan and Littlefield Publishers, Oxford, UK, 1999, pp.151-52) – quoted in Sarila pp 305-06

[8]  In and around Amritsar bands of armed Sikhs killed every Muslim they could find, while in and Lahore, Muslim gangs – many of them 'police' – sharpened their knives and emptied their guns at Hindus and Sikhs. Entire train-loads of refugees were gutted and turned into rolling coffins, funeral fires on wheels, food for bloated vultures who darkened the skies over Punjab." … Hundreds of thousands of people died in the ethnic cleansing that followed the imposition of the new border Sir Cyril drew between India and Pakistan. Karl Meyer, 'The Dust of Empire", p95; and Robert Makey, www

[9] 'black buggers'; 'coolie bastards'; Most of the army officers had their gin and tonics there, before going home for lunch, as well as their whisky and soda before dinner.' 'Pakistan, Zia and after' - p20.

[10]  Abdullah introduced me to President Rabbani and … to the other ministers and generals who formed the Northern Alliance's political and military leadership … Hovering at the background were several CIA and U.S. Army special forces operatives who had been working with the Afghan leadership for the past several weeks.

The meeting began with a lengthy exchange between Rabbani and I. Our conversation went slowly, as every thing had to be translated consecutively. Rabbani had a good interpreter … One of the Special Forces troopers translated my responses. Rabbani expressed his gratitude for the American assistance that had permitted the Northern Alliance armies to defeat the Taliban, recover Kabul and secure control over an increasing portion of the country. He hoped that the United States would stay and help (emphasis mine) his country recover from decades of devastating civil war.

[11]  "We need more than a figurehead", Abdullah insisted. "We need some one who will be able to deal with the terrible challenges Afghanistan now faces."

"Did you have anyone in mind?" I inquired.

"Hamid Karzai would be an acceptable choice," Abdullah suggested.

[12]  This suggestion was promising. Only a few days earlier the head of Pakistan's main intelligence service, whose organization had sponsored and supported the Taliban for nearly a decade, had also suggested Karzai to me as a leader who would likely be acceptable both to Pakistan and the Pashtun-dominated  southern Afghanistan. Now Pakistan's most vocal critic had put forth the same candidate. [Emphasis mine]

[13]  By the following morning the dam had broken. The critical moment came, Abdullah later told me, when the Russian ambassador interrupted a Northern Alliance leadership meeting with urgent instructions from Moscow. The Russian government wanted the Northern Alliance to understand, his message said, that if it did not accept the package that was now on the table in Bonn, it would receive no further Russian aid.  This key long-term supporter's blunt ultimatum finally persuaded Rabbani to drop his objections and let the selection of cabinet ministers go ahead. P94

[14]  In return, Pakistan had agreed the U.S.-led Coalition forces enormous facilities, unknown  to Pakistanis at the time, 11,00 U.S. forces were based in Pakistan for the duration of the war, including Combat Search and Rescue units, U.S. special OPS and CIA para- military teams … and aircraft from the 101st Airborne Division. Pakistan agreed to a list of seventy-four basing and staging activities, such as over-flight facilities, medical evacuation, refueling and setting up of communication relay sites for U.S. forces inside Afghanistan … CENTCOM planes flew 57,800 sorties out of Pakistani air bases. Karachi seaport and airport were handed over to the coalition, while U.S. naval operations at Pasni, off the Makran coast, were described as "the largest amphibious operation in size, duration and depth that the U.S. Marine Corps had conducted since the Korean war." Thus, despite the lack of co-operation from the ISI, the quick collapse of the Taliban would have been impossible without the massive cooperation extended by the Pakistan army…" Ahmed Rashid, 'Descent to Chaos', pp 89-90; and   CENTCOM Website, May 2003