د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۱۹ کاله څخه د کم عمره لوبغاړو کرکټ ملي لوبډله د کاناډا سياليو ته تياری نيسي

الهام ياسيني 12.07.2009 22:06

د افغانستان د ۱۹ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو کرکټ ملي لوبډلې د غوره کولو په موخه  پرون په پلازمېنه کابل کې تجربوي لوبې پيل شوې.

د غوره کولو په موخه دې پروسه کې له بېلابېلو ولايتونو ۱۵۰ لوبغاړو برخه اخيستي ده. د دې تجربوي لوبو په پای کې به ۳۰ تکړه لوبغاړي غوره کېږي او له دې دېرشو به ۱۴ لوبغاړي بيا ملي لوبډله جوړوي. ملي لوبډله به دوه مياشتې وروسته په کاناډا کې د نړيوال جام د غوراوي د اخري پړاو سيالۍ کې برخه اخلي.

څو مياشتې مخکې د ۱۹ کاله څخه د کمو لوبغاړو لوبډلې په کوېت کې د آسيايي لوبو په سيالۍ کې دويم مقام ګټلی و چې د دې جوګه یې کړل چې د کاناډا په سيالۍ کې برخه واخلي.