د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ازاد نومښود

سعادت ملوک ازاد 05.07.2009 20:42

مالومات

د کتاب نوم ..................... ازاد نومښود
د خپرېدو کال ................ ۲۰۰۸ م
ليکوال .......................... سعادت ملوک ازاد
چاپچارې ...................... دانش خپرندويه ټولنه، کابل
تعداد............................ زر (۱۰۰۰) ټوکه
کمپوزر  ...................... حاجي عمرخېل

د موندلو ځايونه

جلال اباد کې د مومند کتاب پلورنځی (د مخابراتو څلور لارې ته نږدې)
پېښور کې د دانش کتاب پلورنځی (قصه خوانی، نعلبندي پېښور)
کابل کې د دانش کتاب پلورنځی (پخته فروشي)، د حبيبي کتاب پلورنځی د صدارت څلور لارې
د کاناډا د  تورنټو ښار،  افغاني کتاب پلورنځی
جرمني، انګلنډ، ډنمارک، سويډن  او نور اروپايي هېوادونه

 

( ازاد نوموښود)  د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو کې د ښاغلی سعادت ملوک ازاد په زيار  چاپ شوی .

نوموړی کتاب  د  ټولو افغاني کورنيو  لپاره چې غواړي پخپلو نويو زېږېدلو ماشومانو سوچه افغاني –  پښتني نومونه کېږدي يو په زړه پورې  کتاب دی .

په دغه کتاب کې د هلکانو او نجونو لپاره پنځه زره  سوچه افغاني – پښتني نومونه  ځای کړای شوي دي .

د ( ازاد نومښود) ځانګړتياوې پدې کې دي چې ټول ښځينه او نرينه نومونه د الفبا د تورو په ترتيب ليکل شوي او ورسره په لاتينو تورو د هر نوم غږيزه بڼه او مانا هم ليکل شوې ده .

ياده دې وي چې په نوموړي کتاب  ښاغلي پوهاند زيار، ليکوال او کيسه ليکونکي ښاغلي زرين انځور سريزې کښلي  او همدارنګه ښاغلي  استاد محمد اصف صميم پرې کره کتنه کړې.

 

زه افغان يم راوتلی
ښه سرلوړی
د پېړيو له تېريو
نوم د (غلام) نه ښايي له ماسره
روستاړی که مختاړی وي
خان غلام که غلام خان وي

(ازاد)

 

د ليکوال سره اړيکې:
ټليفون: 004921616882024
برېښناليک : azad_maluk@hotmail.de