مرهون په مينه ليک کي

سرفراز 04.07.2009 22:15

((ستا خبرو او سپيڅلې مينې ته لکه ژوند چې لمر او هوا ته ضروت لري ،ضرورت لرم.
د مينې ليک- دا د نړيوالو عاشقانه ليکونو ټولگه ده چې زلمي ليکوال محمود مرهون پښتو کړې او په دې وروستيو کې د مينه والو لاسونو ته رسيدلې ده .
ښاغلى مرهون وايي چې دا يو کتاب نه دى بلکې د يولسو کتابونو لړۍ ده چې دويم ټوک يې بشپړ شوى او پر دريم يې کار روان دى .

په کتاب کې د نړۍ د بيلابيلو گوټونو څخه د وتليو ادبي څيرو عاشقانه ليکونه تر سترگو کيږي .
اپلاتون او د اسلامي نړۍ ځيني صوفيان وايي چې وگړو د ازل په ورځ د لوى ښايست د سپيڅلو جلوو عاشقانه ننداره کړې ده،چې هماغه جلوه د خورو ورو کايناتو پر مخ هم خپره ده .
کله چې انسان يو ښکلى انسان گوري په لاشعور کې يې ابدي ښکلا غځونې کوي او په زړه کې يې د مينې اور غرغنډه کيږي، دا اور بل راز دى هو پرته د محبوب له مخه هر څه سيځي،خو مينه د زړه په جام کې هغه لاهوتي شراب دي چې د الفاظو د کليمو په وړو پيالو کې نه ځايږي .
بيا هم سره له دې هرڅه د نړۍ نامتو ليکوالو داسې عاشقانه ليکونه ليکلي دي چې نور مينان په کې د خپلو احساساتو رنگ گوري د پښتو ژبې زلمي ليکوال محمود مرهون هم د نړيوالو مينانو يو شمېر ليکونه پښتو کړي دي، دغه ليکونه لوړ شاعرانه او عاشقانه ارزښت لري اوښايي د کيفيت رالېږدولو يو لامل يې دا وي چې انگېزه يې د ليکوال خپله مينه ده .
لېکوال ايي :(که چيرې د مينې ليک کتاب پر شا وکتل شي،هلته ما ډالۍ ليکلې ده،او ما دا کتاب يو خاص دوست ته ډالۍ کړى دى،دا د انسانيت فلسفه ده چې انسان د ژوندانه له پيله يا په پيدايښت کې مين پيدا شوى دى،نو زما مينه ددې سبب شوه چې زه هم د مينې ليکونه پښتو ته راوژباړم))
خوشحال بابا وايي:
چې ديدن د محبوب وکړمه تازه شم
لکه کښت چې په باران سره اوبه شي
يوه اروپايي مينه سارا برنهارټ خپل مين ته په همدې سترگه گوري او د مينې د يو ليک په ترڅ کې وايي:
((ستا خبرو او سپيڅلې مينې ته لکه ژوند چې لمر او هوا ته ضروت لري ،ضرورت لرم.
زه ستا و پارونکو مينه ناکو او سپيڅلو خبرو ته تږې تږې يم،لکه څنگه چې د ورځې په بيلابيلو وختونو کې اوبو او خوراک ته ضرورت لرم هم هغسې زه ستا د خبرو د سپيڅلې چينې د اوبو تږې يم_ ستا سارا))
مينه شريک نه مني د ختيځ شاعران خو کله کله د پسرلي د وريښيمن شمال دا نازونه هم نه مني چې د معشوقې پر زلفو يې خور وور شي،او چې داسې ده نو بل انسان خو هيڅکله د خپل محبوب په مينه ناک زړه کې نه شي ليدى او حمزه بابا خو لا وايي:
چې د بل چا د حوري هم وي يرې نظر پريوتى
رضوانه داسې حوره څه کړمه پښون يمه زه
مشهور انگليس ليکوال ويليم شکسپير هم خپل جانان ته ليکي چې يوازې او يوازې له ما سره مينه وکړه:
((اى زما محبوبه!
زړه مې غواړي چې يوازې له ما سره مينه ولرې،او د ځان پر لور مې په مينه او خلوص در وبولې.
هغه وخت چې زه ستا د مينې له شتمنۍ نه برخمن شم نو نه د شپې له تيارې څخه ويره لرم او نه د طوفان له مستۍ څخه.
يوازې له ما سره مينه وکړه او په مينه او مهربانۍ مې پر خپل لور در وغواړه ځکه پرته له دې ښايي ماته ژوند هيڅ مانا ونه لري ستا مينه ماته زما لاره روښانه او پاکه ښکاره کوي))
د کتاب ژباړن وايي چې د مينې ليک يو کتاب نه دى بلکې د کتابونو يوه لړۍ ده:
((د مينې ليک کتاب چې کله بشپړ شو ددې دويم ټوک مې هم چې اوس تر چاپ لاندې دى د ،ژوند ساز دزړه اواز، په نوم مې وژباړه،له هغه وروسته ددې لړۍ دريم ټوک ،تل مې د ياد پردو کې ته يې،چې دا کتاب مې هم نيمايي ته رسولى دى،دا ټول يوولس ټوکه کېږي چې له ترکي،اردو،فارسي او انگليسي ژبو څخه ژباړل شوي ليکونه دي))
خداى خبر چې مينه ناکو زړونو به دا خواږه خواږه ليکونه چې په حساسو زړونو کې خوږې خوږې څړيکې زيږوي د کومو موخو لپاره ليکلي وي،خو دوه گټې يې څرگندې دي يوه دا چې دا ليکونه لوړ ادبي کيفيت لري چې په لوستلو سره يې د ذوقونو کنډولي د سرور له ميو لبرېزېږي بله دا چې د ليکونه تر ډيره ځايه د معشوقو د پام را اړولو په موخه ليکل شوي دي که چاته د مينې پيغام ورکړې ښايي هغه هم در سره مينه وکړي لکه چې وايي:
له يو زړگي نه بل ته لار وي
چې زما خوښ يې ستا به ولې بدې شمه
يا دا چې
راشي محبت له محبت سره
اور چيرې بې اوره لگيدى نه شي
مصطفى سالک - کابل

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف