افغان مقاومت پرته د حکمتیار له مشرۍ څخه = ذلت
04.07.2009 21:28کله به چې پیغمبرانو (ع) خلک دین ته راغوښتل، تل به یې ورته ویل چې دوی د دې بلنې په بدل کې له خلکو څخه اجر او کوم ځانګړی مقام نه غواړي، بلکې د دوی (پیغمبرانو) اجر له الله (ج) سره دی او یوازې الله (ج) به یې ورکوي . لکه نوح (ع) چې خپل قوم ته وویل :
وَمَآ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ ((الشعرا، 109 آیه))
ترجمه : زه په دې (بلنه) سره له تاسې څخه اجر نه غواړم، زما اجر په الله (ج) دی .
همدغه ځواب د هود (ع)، صالح (ع)، لوط (ع) او شعیب (ع) وو چې د الشعرا په سوره کې په ترتیب سره په 127، 145، 164 او 180 آیت کې ذکر شوی دی . دغه ځانګړتیا ښایي چې هر اسلامي لارښود هم ولري. په دې مانا چې اسلامي مشران او لارښودان باید د خدای (ج) د رضا لپاره جهاد او د ټولنې او ولس مشري وکړي، نه د خپلې شخصي ګټې لپاره .
خو له بده مرغه په افغانستان کې د جهادي ټیکه دارانو لارښوونه، مشري او جهاد د خدای (ج) د رضا لپاره نه، بلکې د خپل جېب، چور او تالان لپاره وو. لکه ښاغلي رباني، ښاغلي سیاف، قانوني قسیم فهیم او نور یې . ښه بېلګه یې د دوی لاندې وینا ده چې په وار وار یې تکرار کړې ده :
"په افغانستان کې امنیت له دې امله خراب شو چې مجاهېدین له حکومت څخه واېستل شول . "
دا په دې مانا چې که دوی ته په همدې فاسېد حکومت کې ځای ورکړل شي، نو دوی به د دولت له مخالېفت څخه لاس واخلي، خو که دوی ته واک ورنه کړل شي، نو بیا به امنیت خرابوي .
دغه ډول کسان نه د خدای (ج) د رضا لپاره جهاد کوي او نه هم د مظلومانو استازیتوب . که ښاغلي رباني، ښاغلي سیاف، قسیم فهیم، قانوني، عبدالله عبدالله او کرزيانو ته وویل شي چې له هغو روپیو څخه چې د جهاد، یتیمانو او وطن په نامه یې راټولې کړې دي، یوه وړه برخه پر یو څو یتیمانو او بې وزلو کورنیو ووېشي، بې له شکه چې ځواب به یې د تېرو هغو په څېر وي :
برو ګم شو، بې احترامي ما را نکو!
درځغله مخ دې ورک کړه!
نور له دوی څخه د انسانیت، جهاد، وطنپالۍ، زړه سواندۍ او ملت ته د جوپړ تمه د ځان غولول دي .
طالبانو هم تر خپله وسه همدا لوبه وکړه او لا یې کوي . لمړی یې ویل چې ګواکي دوی به یوازې غله او پټکوال ورکوي، واک به نیسي، سوله به ټینګوي او بیا به کار اهل کار ته سپاري . خو په کړن کې یې بل څه وکړل . کله یې چې واک ونیو، اول یې مسلکي، وطنپال او پوه کسان د پنجاب په امر له منځه یووړل . ښه بېلګه یې شهید ملا بورجان دی چې د کابل تر نېولو مخکې یې شهید کړ او له هغه وروسته یې ډاکتر نجیب الله هم پرته له کومې محکمې وواژه . کله یې چې کابل ونیو، هر چړي او ملا او هر هرزه برزه خیرن لونګی او ږیره وال او . . . هم اخوندزاده وو، هم مولي، هم سیاستوال، هم ډاکتر، هم انجینر، هم وزیر، هم یې په استخباراتو کې کار کاوه، هم اسلامي عالم وو، هم ساینس پوه او هم د جهالت په تیارو کې ډوب، هم یې د یوه شي په ضد فتوا ورکوله او هم یې همغه کار په خپله کاوه، هم قاضي وو هم مجرم، هم یې موزیک ته غوږ نیوه او هم یې پر ضد د جهاد اعلان کاوه، هم یې وطن پلوره هم یې د ساتنې چیغې وهلې، هم یې عدالت غوښت هم یې بې عدالتي کوله، هم د جومات ملا وو هم ښاروال، هم یې له امارت څخه "حق" اخېست هم د ملت پر دسترخوان سپور وو، هم غل وو او هم څارنوال . . .
د طالبانو په علم او پوهه کې شک وو، خو د دوی جهالت او ناپوهي تر اسمانه ښه ترا پېژندل شوې او تر لمر روښانه وه او ده. . صليبي نړۍ د قرآن شریف په مټ چې زموږ مسلمانانو کتاب دی، برېښنا جوړه کړه، د علم په زور یې سپوږمۍ او نور ستوري ونیول، خو طالبان د جهالت له امله په خپله خونه او خندک واک نه لري . بده لا دا چې په جهالت سره د ټولو مسلمانانو د آزادولو ټټر هم وهي . طالبان د اسلام او قران کریم نارې وهي، خو نه یې په احکامو پوهېږي او نه هم پرې عمل کوي . که طالبانو ته جهالت ونه ویل شي، نو جهالت او تیارې نه کومه مانا لري او نه هم شتون . له دغه بدمرغه او ترخه حقیقت څخه هېڅوک انکار نه شي کولی . هر ګوره د یادولو وړ ده چې ښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف او ښاغلی ملا متوکل هغه ملي شخصیتونه دي چې دیني او سیاسي پوهه او وطنپالي یې نه یوازې پنجاب او نور طالبان نه شي زغملی، بلکې همداسې ترې صلیبي نړۍ هم ډارېږي . او داسې ملي شخصیتونه باید تل له جاهلو طالبانو څخه جلا وګڼل شي .
د طالبانو په لس کلنه دوره کې نه یوازې پنجاب یرغل وکړ، بلکې د دوی په شتون کې ټولې نړۍ ته دا پلمه په لاس ورغله چې پر لر او بر افغانستان یرغل وکړي . صلیبي نړۍ په افغانستان کې په ټول ځواک سره د مظلوم او بې دفاع ملت په ټول وژنه لاس پورې کړي دی، او دا هم د پنجاب او طالبانو په مټ . په 2007 کال کې له طالبانو سره د انګرېزانو نقدي مرسته د طالبانو په اړه خورا ژورې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې . همداسې په 2008 کال کې د امریکایانو د وسلو ورکېدل او بیا له طالبانو سره د هغوی راڅرګندېدل د خورا لوی تشویش وړ دي .
که څه هم چې لر افغانستان (پښتنونخوا) له ډېره وخته د پنجاب غلامۍ ته ملا ټیټه کړې وه، خو بیا هم پنجابيانو نه شوای کولی چې هلته خپل فزیکي شتون یقیني کړي . هرګوره د همدې ناپوه طالبانو په خوځښت کې یې خپل د پېړیو قهر او غضب پر پښتنو وکارولو او خپل شتون یې یقیني کړ. مخکې له دې چې پنجابیان پر پښتونخوا یرغل وکړي، او د پښتنو مېرمنو پوړنې وروسېځي، کله نا کله به له ځینو ریښتینو خپلواکۍ مینو پښتنو سره دا هیله پیدا شوه چې یوه ورځ خو به له پنجابي غلامۍ څخه وژغورل شي، خو اوسمهال د طالبانو په شتون کې دغه په خوب کې خوب لیدلې هیله او هڅه شنډه او د خلاصون لاره ړنګه شوه . په لنډه توګه سړی ویلای شي چې طالبي مشران د پنجاب او انګلیس غلامان دي . ښه بېګله یې په پښتونخوا کې ستر جوپړوال حمید ګل او مولانا فضل الرحمن دی چې آره دنده یې د اسلام تر نامه لاندې د پښتنو ځوانانو او ماشومانو پر ککریو او د پښتنو مېرمنو په ټیکریو انګلستان او پنجاب ته جوپړ دی او بس .
د طالبانو د تېرو او روانو کړو وړ پر بنسټ افغان ولس د دوی (طالبانو) د احتمالي بریا په اکر کې یوه بل انقلاب ته اړ دي . او دغه انقلاب به د جهالت او غلامۍ په وړاندې وي . د داسې یوه انقلاب هڅه یوه سپېڅلې هغه ده، خو بدمرغي یې دا ده چې څومره پښتنې ککرۍ به بیا خاورې شي . طالبان به د افغان ولس هغه بچیان د کفر په نامه وژني چې د علم او پوهې په زده کړه بوخت او وطنپالۍ او د ولس جوړولو ته ژمن او په کار لګیا وي . نو ځکه افغانانو ته لازمه ده چې له طالبانو سره د یو ځای کېدا تر مخه په خپله موخه او راتلونکې ښه غور وکړي .
ځکه چې د پښتنو اوسنی حال د خپلې ناپوهۍ، خپلمنځي دوښمنۍ او د ناپوه ملایانو او غلامو مشرانو له امله داسې دی چې په خپل ټاټوبي کې وره پر وره، د مساپرۍ، بې عزتۍ او غلامۍ سپک ژوند تېروي . پرون د بر کلي انارګل بې کوره شو او خپل دوه کلن زوی یې وپلوره، نن د کوز کلي د سپین ګل کور وسځېده او خپله دوه میاشتینۍ لور پلوري . دا هم شو د پښتنو د یو ویشتمې پېړۍ ژوند!
اوسهمال پوښتنه د ښاغلي حکمتیار په اړه ده :
آیا ښاغلی حکمتیار به د ابراهیم (ع) په څېر هم یوه ځانګړتیا ولري او د خپل زوی قربانۍ ته به تیاري وښیي؟
ښاغلي حکمتیار په خپله یوه لیکنه کې ځانګمریو بریدونو ته د نورو مجاهېدونو په پرتله ډېر ستر امتیاز ورکړی وو . ده لیکلي ول چې جهادي ګروپونه باید له سلو مجاهېدونو څخه یو ځانمرګی واسکټي غوره وګڼي . خو که ریښتیا هم له ځانمرګیو بریدګرو سره د جنت قباله شتون ولري، نو :
آیا ښاغلی حکمتیار به خپل زوی صلاح الدین ته ځانمرګی واسکټ ور واغوندي؟
د دې تر څنګ ځینې نور ټکي هم شتون لري چې د ښاغلي حکمتیار په اړه پوښتنې راولاړوي، لکه :
آیا ښاغلی حکمتیار تیار دی چې خپلې تېرې سهوې او تېروتنې ومني؟
آیا ښاغلی حکمتیار تیار دی چې له پاکستان او د دوی له په نامه اسلامي ټیکه دارانو په وړاندې چې جهاد یوازې په افغانستان کې روا ګڼي، یوه مالومه کړنلاره غوره کړي؟
آیا ښاغلی حکمتیار تیار دی چې نور یوازې د افغانستان د جوړولو په موخه مټې راونغاړي او خپل هغه شعارونه پرېږدي چې له افغانستان څخه به نړۍ آزادوي؟
سعدي عرب، کوېټ، اوردن او نورو عربي اسلام پلورونکي چې خپله مځکه، هوا، سمندر او تېل د عراق د مسلمانانو د وژن په وخت کې امریکایي ځناورو ته په واک کې ورکوي، ښاغلی حکمتیار نو ولې د اسلامي نړۍ د خلاصون په شعارونو سره نور هم د صلیبي نړۍ ځناور سپي پاروي او هغه هم د داسې یوه ملت په وړاندې چې تر اوسه لا سلګۍ وهي؟
ملا عمر هم امریکا ته وویل چې تر څو له عربي نړۍ څخه ځواکونه ونه باسي، نو دی (ملا عمر) به اسامه بن لادن نړۍ ته ونه سپاري . دا هم په داسې اکر کې چې صلیبي نړۍ پر عربو نه، بلکې پر افغانستان د یرغل تابیا کوله .
د افغانانو دغه امیر المظلومین (بل څوک یې د امیر په توګه نه مني) څه لاس ته راوړل؟
افغان ملت په وینو کې پروت دی، د افغانستان هر کنج صلیبي او پنجابي ځناورو ونیو، په هره لوېشت مځکه بمونه اوري، پښتنې میندې بورې او ورارې کېږي، پښتانه یتیمان کېږي، خو طالبان د عربي نړۍ د خلاصون چیغې وهي. متل دی :
یو سړی چا په خیرات کې نه پرېښوه، خو ده ویل چې لکڼه مې د خان کره کېږدئ .
طالبان د عربي او نورې نړۍ د خلاصون چیغې وهي، خو همدغه عرب طالبانو ته د ترهګرو خطاب کوي، افسوس د داسې پښتنو پر حال چې خپلواک نړۍ ته راشي، په تیارو او غلامۍ کې ستر او زاړه شي او د ناپوهۍ له امله د ترهګر په نامه وژل کېږي!!!
خو ښاغلی حکمتیار بیا هم له نورو جهادي لارښودانو او طالبانو څخه ډېر ستر توپیرونه لري چې د ده ځانګړی شخصیت زبادوي . له همدې کبله روان مقاومت ورته اړه دی . ځکه چې ښاغلی حکمتیار د یوه ریښتوني اسلامي لارښود او ملي شخصیت ځانګړتیاوې لري :
ښاغلي حکمتیار تر اوسه د حزب په روپیو او شتو ځانته یوه جونګړه نه ده جوړه کړې، دی په خپله نه یوازې یو اسلامي عالم دی، بلکې یو سیاستوال او په نظامي ډګر کې پوره تجربه لري . ښاغلي حکمتیار د ښاغلي رباني په څېر تر اوسه کوم ملګري او خپلوان ته په غاړه کې د ډالرو د بنډلو امېل نه دی ور اچولی چې کاناډا ته یې یوسي، د سیاف په څېر ماڼۍ او مارکېټونه نه لري، د قانوني، عبدالله عبدالله او فهیم په څېر نه غل دی نه ډاکو . ښاغلی حکمتیار د طالبانو په څېر د علم او زده کړو سره ناباندې نه دی . ده که یو خوا د جهاد سنګر توود ساتلي، بلخوا د علم په ډګر کې مشغوله دی . ښاغلي حکمتیار نه کوم کارمن وژلی، نه د پسونو په څېر انسانان حلالوي، نه په تېلېفوني محکمه څوک وژني، نه خبریال، نه زده کړیال او نه ښوونکی وژني، نه ډاکترانو ته بم اېږدي، نه د ملت ودانۍ ته اور اچوي، نه ښوونځی، نه پوهنتون او نه کتاب سېځي .
ښاغلی حکمتیار د طالب چارواکو د مشرانو د سر شمېر په اندازه شل ځله ډېر کتابونه لیکلي دي . دی د طالبانو په څېر ځانته د اسلامي علومو ستر عالم نه وایي، خو بیا یې هم تفسیر شریف لیکلی دی . هر ګوره، ډېری طالب مشران تر اوسه په خلاصه کیداني هم نه پوهېږي، خو د افغان وژنې د فتوا په ورکولو کې د فلسطین تر مفتي هم ګړندي دي . بده لا دا چې طالبان له جګړې وروسته افغانانو ته د هېڅ حکومتي نظام د جوړلو وړتیا نه لري .
ښاغلي حکمتیار تر اوسه پورې نژادي تبعیض نه دی کړی، تر اوسه یې د پښتو او دري، د تاجک او پښتون، د هزاره او ازبک توپیر نه دی کړی . په دې مانا چې ښاغلی حکمتیار یو ریښتونی مومن مسلمان دی چې په افغانستان کې د قومي جوړښت پر بنسټ نه، بلکې د الله سبحانه تعالی د وحدانیت پر بنسټ او د علم او پوهې پر بنسټ د حکومت جوړول غواړي . او دا هم یوازې د الله (ج) د رضا لپاره، نه د خپل جېب د ډکولو لپاره . که د خپلې شخصي ګټې په غم کې وای، د جهاد په وخت کې یې چې کومې مرستې اخېستې دي، په همغه به یې قناعت کړی وای او اوس به یې د سویس په بانک کې زېرمه کړی وای، یا به یې د کابل کوم کونج چور کړی وای او هلته به یې یو څو ماڼۍ جوړې کړې وای .
ځینې نوي دېموکرات شوي ناپوهان (زه پوره باور لرم چې تر اوسه دوی د دېموکراسي په مانا نه پوهېږي) او د لویدیځ غلامان ادعا کوي چې ښاغلی حکمتیار اخواني دی او اخوانیان هغه ښندواله (افراطي) اسلامپاله ډله ده چې د دوی کړنلاره، نظر او الواک د اوسني وخت سره نه جوړېږي . دغه نوي او تازه سیاستوال دا هېروي چې :
د عیسوي ورولي یا اتحادیه چې د پینځوسو ملکونو څخه د پردیو ملکونو د چور او تالان پر بنسټ جوړه شوې ده، اوسهمال په افغانستان کې لاس پر لاس د افغان ملت د ماشومانو په وژنه بوخت دي او ټوله نړۍ یې راکابو کړې ده، نو اسلامي اخوانیزم چې د الله تعالیٰ د قوانینو پر بنسټ جوړ شي، ولې به غلط او له موډه وتلی وي؟
د خدای بښلي سید جمال الدین افغان نظر چې د پان-اسلامېزم په نامه یادېده، موخه یې یوازې د اسلامي هېوادونو یو ځای کیدل ول، خو د هغه وخت د ترکیې مشر د انګرېزانو ستر غلام او ځانغاړی حمید الله د خدای بښلي سید جمال الدین نظر څخه تل کرکه درلوده . دا ځکه چې صلیبي نړۍ نه غوښتل چې اسلامي هېوادونه سره یو ځای شي . او اوس هم همدغه لوبه روانه ده . دوی مسلمانان سره جلا کوي، خو په خپله ورته ځانونه جوړوي، کله ځان اروپایي اتحادیه بولي، کله "کولېشن او وېلېنګز" او کله هم ناټو .
سربېره پر دې افغان ملت باید ښاغلی حکمتیار په پټو سترګو ونه مني . یوه ورځ چاراته کیسه وکړه چې ښاغلی حکمتیار په وردکو کې د کوم سیمه ییز سربولن (قوماندان) مېلمه وو . دغه قومندان د حزب او ملت څخه د چور او تالان په روپیو ځانته ډېر غټ او عصري کور جوړ کړی وو . کله چې ماښام شو، نو ژر یې د برېښنا لپاره جنراتور روښانه کړ . د ښاغلي حکمتیار خوا په ښکاره سره ډېره بده شوه . مخ یې سیمه ییز سربولن ته ورواړوه او ویې پوښت :
آیا تا جهاد د دې لپاره وکړ چې ځانته دومره عصري ژوند جوړ کړې؟
والله یعلم چې دا کیسه به ریښتیا وي که دروغ، خو که ریښتیا وي، نو ښاغلی حکمتیار پازوال دی چې په راتلونکې کې د داسې مفسېدو کسانو مخه ونیسي . که چېرې د ښاغلي حکمتیار خبر وي او بیا هم د حزب کوم غړی د ملت او دولت په روپیو کور جوړ کړي، نو افغان ملت باید شخصاَ َ ښاغلی حکمتیار مسئول ونیسي . افغان ملت باید ښاغلي حکمتیار ته څرګنده کړي چې د زرداد په څېر انسان خوړونکي کسان نه په ټولنه کې زغملای شي او نه ځای ورکوي. افغان ملت باید ښاغلي حمکتیار ته سپین ووایي چې نه ځانمرګي بریدونو ته تیار دي او نه یې مني او نه په جومات، کور، ګودر، خندک، دفتر، ښوونځي او پوهنتون کې دا ډول بریدونو او بریدګرو ته ځای ورکوي . افغان ملت باید له ښاغلي حکمتیار سره یوه څرګنده کړنلاره او یوه مالومه موخه وټاکي . دغې موخې ته د رسېدا لپاره باید یوه منښت وړ وسیله مالومه شي . داسې یوې سپېڅلې موخې ته په فاسېدو، غلو، غلامانو او فاجرو سره رسېدا کېدون نه لري . نو ښاغلی حکمتیار باید وار له وړاندې د فاسېدو کسانو مخنیوی وکړي؛ حزب، مقاومت، ملت او حکومت له دوی څخه پاک وساتي . ښاغلی حکمتیار باید د ښځو په وړاندې د صلاح الدین ایوبي دریځ غوره کړي چې په هغه کې ان ښځو ته د نظامي زده کړو موکه ورکول شوې وه .
خو دغه ټول کارونه یواځې ښاغلی حکمتیار نه شي کولای . هر افغان باید تر خپله وسه د ښاغلي حکمتیار تر لارښوونه لاندې خپله ایماني او وجداني دنده سرته ورسوي . له مجاهېد څخه نیولې، تر ډاکتر، تخنیک پوه، لیکوال او ژورنالېست پورې باید د وطن په خپلواکۍ کې د الله (ج) د رضا لپاره، او د وطن د مظلومانو، یتیمانو او کونډو د ژغور لپاره خپل وس وکړي . الله (ج) هر کس په خپل وس سره مسئول کرځولی دی، نو ځکه باید اوسمهال د افغان ټولنې هر غړی، ښځینه وي که نارینه، ځوان وي او که پېغله، خپل ایماني مسئولیت سرته ورسوي .
دغه اوسنی دروغجن، غولوونکی، فاسېد او باطل حکومت به انشاالله له منځه ځي، لکه څنګه چې الله (ج) فرمایي :
وَقُلْ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَزَهَقَ ٱلْبَاطِلُ إِنَّ ٱلْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً (اسراه 81 آیت)
ترجمه : ورته ووایه (اې محمده) چې حق راغی او باطل له منځه ولاړ، په تحقیق سره چې باطل له منځه تلونکی دی .
همداسې به انشاالله تعالیٰ صلیبي تاړاکګر مات شي ځکه چې الله (ج) همداسې غواړي :
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلْغَالِبُونَ (الصافات، 173 آیت)
ترجمه : په تحقیق سره چې زموږ لښکر به بریالی کېږي .
نو د دغې بریا لپاره باید افغان ملت ځان تیار کړي . همدا اوس وخت دی چې افغان ملت د صلیبي ځناور په وړاندې د مقامت مشري ښاغلي حکمتیار ته ورکړي او له ده سره په هر څه کې پوره مرسته وکړي . که نه، خدای مه کړه د هر بچي مرګ، د هرې مور اوښکې او د هر شهید د وینې ثمر به مو پنجاب او ایران خوړلی وي او د مقاومت پایله به د بریا په رڼا کې یو نوی ذلت، خواري او غلامي وي .
محمدکریم نور
د ليکوال څو نورې لیکنې
- د سولې مشورتې جرګه او هر اړخېزه توطئې
- ښاغلي سید حکمت زرمتي ته مننلیک او یادونه (ځواب)
- د ملا برادر نیول او د طالبانو چوپتیا
- د ژغور ملي میثاق، وروستۍ موکه
- د اسلامي ګوند د سوله ییزو هڅو شنډول
- د طالبانو پر ضد د قومونو پاڅون
- د تیارو د لارویانو متحیرالعقولې نیوکې
- سوله ییزې هڅې او د غلیمانو ورانوونکي ګوزارونه
- د طالبانو اپلتې
- پارترې (انځور) : د بابا جامع الکمالات، د لمسیانو جامع الجرایئم











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠
دوستانو رسول(ص) حديث دي چي مؤمن انسان د يوي سوړي نه دوه ځله نه چيچل كيږي......نو وس خبره داده چي وس هم د حكمتيار نه تمه كوي ...دا ټول د يو باغ ګلان دي مسعود رباني سياف ........شخصپرستي پريدي وطن ملت پرسته شي........بي حكمته خپل تنظيمي انتخابات بيلود چي كوم دده په خوښه شوي وو ...بيا ځني دحزب نه ووتل.......ډيري خبري او دلايل شته چي دغه ځهري څرګنده وي خو ده بحث ځاي نه دي.......ز
salam mr khalil.
u r knowledge is to weak Hekamtyar and doustam never meet in kabul city,in 1996 when hekmatyar enter kabul that dostum was in mazar . say sorry
دقدرت وږي به خدای په قدرت نه مړوي. هغه ورځې او شپې می والله که هیریږي چی دحکمتیار له خولی به رادیوګانو او اخبارونو رانقل کول چی ویل به یی، ترڅو چی ګلم جم ملیشی په کابل کی وي زما جنګ به روان وي زه غواړم دغه کمیونستې ملیشی له دغه ځایه ورکی کړم، خو کله چی دهمغږۍ شورا د همدغو ملیشو دسردار دوستم لخوا جوړه شوه او حکمتیار ته یی په کی برخه ورکړه نو پرسبا یی حکمتیار په کابل کی و او بله ورځ چې دوستم ناروغه شو همدغه حکمتیار یی څلورسوه بستریز روغتون ته دپوښتنی لپاره ورغې چې د وخت شهادت ورځپاڼې چې دحزب ورځپاڼه وه او په پیښور کی چاپ کیده دغه تصویرونه چاپ کړل او لاندی یی ورته لیکلی و چې ورور حکمتیار د سترجنرال الحاج عبدالرشید دوستم پوښتنې ته ورغې. دا و جهاد چې دقدرت په نشه کی یی حکمتیار مست کړې و. هغه شپه چې طالبان کابل ته ننوتل استاد رباني غوښتل چی ورسره مذاکرات وکړی خو حکمتیار ورته ویل چی نه باید ورسره جنګ وکړو او دبی بی سی له ماښامانۍ خپرونې سره یی په مرکه کی په تنده لهجه وویل ، په کابل کی به راڅخه څوک په زور حکومت ونه کړي (اشاره یی طالبانو ته وه) خو چې زور یی ونه رسید او طالبان دپل چرخی نه ورواختل نو حکمتیار هم پښې سپکې کړې او له خپلو ګلم جم، نظارشورا او هزاره ګانو سره خدای خبر کومې خوا وتښتید.
داچی زه دحکمتیار یو خاص معتقد وم او اوس می یی هم دشور او زوګ انګازی له غوږونو نه دی وتي شکمن شوم چی حکمتیار صیب ستا هره هڅه خو دقدرت لپاره ده او اوس دصلیبیانو په وړاندی له طالب سره نه یو کیږی چی ستا راتلونکې قدرت درته خراب نه کړي نو ځکه اوس دغه شعار چی زمونږ ورور ستاسو یار حکمتیار حکمتیار ته د شک په نظر ګورم.
ټول افغان او دټول افغان دپاڼې درندو کارکونکوته درناوی!
ما په اول سرکې او په اوله تبصره کې دحکمتونو اوغلطولاروکې دجمیع الکملات بایسکیل ساز صاحب په یوڅه کم اوزیاتو اوصافو خبرې وکړی،خوداسی معلومیږی ،چې دحکمت یارانو نه دنورصاحب لیکنه ښه په غور لوستې او نه یې زما دخوار ملا ازانونه اوریدلی ، خبره به نه اوږده وم ، چې ذهن ته مې بیادشمشتو دنمرود یانو دامارت نارواکړنې رایادیږی ، او دټول افغان له ځینو با عزته لیکوالواو لوستونکوڅخه مې حیا سترګوته راځې ،که نه نوکوالای شم ، چې ددغه د شیطانې حکمتونو د رسوایې ،بې حیایې او دافغان دسپڅلو بچیانو سره دظلم او زور دټولو ګوډو او جوالونو سرونه رابرسیره کړم ، او بل داچې دټول افغان پاڼه اصول لری او داد پښتون دجرګو او مرکو دروند نغري او ټغر دی ، باید حد او دجرګې کورته په درنده سترګه ولیدل شی ، او ددې ښاغلي جمیع الکملات او دهغه یاران د په دی پوه وی چې افغان ولس او پرګنې به که څه هم ډیر ژوبل او ځوریږی ،خو هغه به نن وی او که سبا دخپل خدای جلجلاله او دخپلو شهیدانو دسرو وینو په مرسته اوبرکت خپل تقدیر ټاکی ، انشآالله ورحمن . را به شودیته چې ولس بیدار دی نور نه دکرزی برګه دیموکراسې منی او نه هم د((اوو او اتوتنطیمونو + طالبی ))اسلامستې او نه هم بګیله مارکسیستې. . نو په پای کې امیر خیل صاحب او دهغه نورو یارانو ته چې خوله یې بیا هم دحکمتونو یار سوچه اسلامی ؟؟؟امارت ته ګوړې ګوړې کیږی ، دا ګز او دا میدان دا بې بدیله شخصیت ؟؟؟ دکورزی دانتخاباتو وزلوبې غوبل ته ورکش کړی او تاسی یې هم بدرګه ښه په خرپ سره په اهسته برو تر کابله وکړی ، نو بیا به معلومه شې ، چې ناوې مو ترکابله رسیږې که نه ؟ که بیا هم په چهار اسیاب کې د آی ـاس
آی ، او نورو دسوچه اسلامی ؟؟؟ پنجابې وروڼو !!!! حکم ته انتظار باسی . امیر خیل صاحب که شپه تیاره دی ،مڼې په شماردی ، باور ولره چې پردی خوپرځای پریږده چې څومره بېګناه پښتانه ددې شمر په کومانده وژل شوی ، ان تر دې چې ډیر تکړه دحزب اسلامی غړی په پښوراو دجهاد په سنګرونووژل شوی له شمیره وتلې ، خود حزب اسلامی داطلاعاتو او نظامی کمیټو غړی قصابان تر اوسه لاژوندی دی ، هغوی په خپله پوهیږی ، یوه ورځ به ځواب ورکوی ؟؟؟ که خیروی. دشهیدانو بچیان یوه ملی اورښتونی اسلامی عدالت او حکومت ته په مبارزه لګیا دی ، نو هیله ده چې دخدای ((ج)) لمن ونیسی ،نور دبایسکیل ساز او ټټار لمن پریږدی . وما علینا اللبلاغ
خالص بابا داسی وایی
کوڅه ډب
شيطان ترينه جوړيږی چی انسان شی کوڅه ډب
ياران شی تری بيزاره، چی ياران شی کوڅه ډب
نن دلته، سبا هلته ، کله سم ، او کله کوږ شی
سم جوړشی منافق، چی مسلمان شی کوڅه ډب
نوکرد استعمارشی، خپل ملت په نورو پلوری
دکوم هيواد چی پوه ملی ځوانان شی کوڅه ډب
وبا شی قام کښ ګډه، د ژوندون بيړی چپه شی
د چا چه ملايا ن، او واعظا ن شی کوڅه ډب
وطن سا تلی نشی په چوکی چی کړی جنګونه
ګيدړی ترينه ښی دی چی زمريان شی کوڅه ډب
دهری کوڅی سپی شی، دهرچا ډول ته به ناڅی
ځان پلوری په پيسو چی ماموران شی کوڅه ډب
پرون ئی د خلقيانو، نن زمونږ به مداحی کړی
چه کله شرميد لی شا عرا ن شی کوڅه ډب
وجدان تری کډه واخلی، لياقت ئی رزالت شی
کم سيالو نه کم سيال شی چی سيالان شی کوڅه ډب
خالصه خيردی غواړه چه شپی ورځی دی ترخيږی
که غله شی مجاهد، او رهبران شی کوڅه ډب