افغاني مو سيقۍ ته د مير من ژيلا دستا ينې وړ هنري خد متو نه

دکتور لطيف ياد 04.07.2009 21:14

په ډېرې خو اشينۍ سره مو خبر تر لا سه کړ چې دګران هيواد افغا نستان ډيره تکړه او دښه غږ لرو نکي سند غاړې مير من ژيلا دروان عيسوي کال د جون د ميا شتي په ٢٨ نيټه د يکشنبې په ورځ چې د ١٣٨٨ کال د چنګاښ يا سر طان د ميا شتې د ٧ نيټې سره سمون خوري د امر يکي د متحده ايا لتو نو د وير جينيا په ايالت کې له دې فا ني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې چې پخپلې مړ ينې سره يې دخپل خوږ غږ ټول خو ښوونکي او او ريدونکي خپه او غمجن کړل٠
مير من ژيلا د ١٩٥٥ عيسوي کال نه نيولې بيا تر ١٩٧٨ عيسوي کال پورې دافغا نستان مشهوره او نا متو سندر غاړې او هنر منده وه چې په پښتو اودري دواړو ژبو کې يې خو ند ورې سندرې و يلي دي٠
مير من ژيلا په افغا نستان کې هغه وخت ښه وځليده او ډيره مشهوره شوه چې د هيواد تکړه مو سيقي پوه او کمپوز جوړوونکی او سندر غاړی استاد حفيظ الله خيال په را ډيو افغا نستان کې دمو سيقۍ لوی مدير و٠
ښا غلي استاد حفيظ الله خيال مير من ژيلا ته نه يوازې ددې ز مينه بر ابره کړه چې هغه ښه وځليږي، بلکې استاد خيال د هغې سندرو ته کمپو زونه هم جو ړول او دهغې سره يې يو ځای سندرې هم و يلي دي٠ دا هغه وخت و چې په را ډيو افغا نستان کې نورو ښځينه هنر مندانو لکه خدای بخښلې مير من پر وين، مير من ر خشا نه،ازاده،نا هيد، قمر ګلې او استاد مهو ش هم د مو سيقۍ ډګر ته را وتلې وې٠
ژيلا په خپل هنري ژوند کې د استاد حفيظ الله خيال، د کتور صادق فطرت نا شناس او د هندو ستان د مشهور فلمي سندر غاړي ار واښاد محمد رفيع سره هم په ګډه سندرې ويلي دي، خو ډېرې سندرې يې يوازې هم و يلي دي٠ مير من ژيلا په ډيرو افغا ني کنسر تو نو کې د هيواد دننه او له هيواده بهر ګډون کړی دی، په تيره بيا د افغا نستان د خپلواکۍ په جشنو نو کې ددې خو ږو او زړه را کښو نکو سندرو د نورو سندر غاړو په مينځ کې ځا نګړی ځای در لود٠
دمير من ژيلا هغه سندرې چې د استاد حفيظ الله خيال سره يې ويلي دي شعر ونه يې د شهيد اما ن الله سيلا ب ساپي دي چې نو موړي هم په را ډيو افغانستان کې کار کاوه اوپه فرهنګي حلقو كې د يو هنرمند غزلبول شاعر په حيث پيژندل شوى واوپه ادبي پروګرامونو كې د برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په آوازونو كې دده د غزلو او ليريكو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په ګڼو پرګنو او ولسونو كې دده له پيژندګلوۍ او شهرت سره زياته مرسته وكړه.
سيلاب ساپی د راډيو د كار په دوران کې نه يوازې د يو شاعر ، بلكې د يو ليكوال، مبصر او لــه فرهنګي مسايلو سره د علاقمند په حيث د كابل او د افغانستان په نورو سيمو كې يوه پيژندل شوې څېره وه.
زه دلته دمير من ژيلا د هغو دوو سندرو شعر ونه وړاندې کوم چې داستاد حفيظ الله خيال سره يې يو ځای و يلي دي او شعر ونه يې د شهيد اما ن ا لله سيلاب ساپي دي ، هغه شعر ونه په لا ندې ډول دي:

زما د ګلو لښتې
مغرورې په زړه سختې
يو سوال درته كومه

لاليه لېونيه
سرتوره صحرانيه
زه ستا په غم كې يمه

دا ستا د خولې خبرې
خوږې لكه شكرې
پرې زړه ټكورومه

راځه شيرينه ياره
كړې مينې ناقراره
سوالونه ستا منمه

مينې دې ډير يم ځورولی
بېلتون بې اوره سوزولی
د ګلو لښتې! د سمندر غوندې په اور كې ژوندكوومه

ماته له خپله ځانه ګرانه
زار و قربان شمه له تانه
لېونيه! د تورو زلفو ټال به تاته جوړومه

ناز لوبولې نازولې
يو ځل خواته راشه غلې
د ګلو لښتې! سېلابه څو به د رېبار منت كومه

زما د ګلو لښتې
مغرورې په زړه سختې
يو سوال درته كومه

كابل – راډيو

٦ / ٣ / ١٣٤٣

دا سندره په لا نديني لينک او ريد لای شئ

http://www.tolafghan.com/sailab/media.shtml


د مير من ژيلا دو يمه سندره چې داستاد حفيظ الله خيال سره يې په ګډه ويلې ده د هغې شعر هم د ښا غلی شهيد اما ن الله سيلاب سا پي دی او هغه په لا ندې ډول دی :
ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره
ياره، ياره
راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه
دنا زو لو ياري کله ده اسا نه
ګرانه، ګر انه
مينه کې قبول کړه تکليفونه
ته ويره وکړه د زخمي زړه
ياره،ياره
را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه
ګرانه، ګر انه
مينه کې قبول کړه تکليفونه
زړه مې ما شوم شو راته ژاړي
هره شيبه رانه تا غواړي
دا غبر ګې ستر ګې مې نيو لي ستا په لاره
ياره، ياره
را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه
دنا زو لو ياري کله ده اسا نه
ګرانه، ګر انه
مينه کې قبول کړه تکليفونه
ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره
ياره، ياره
راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه
دزړګي سر دستر ګو توره
ګرانه سودا ليرې کړه نوره
زه به مې تورا وربل لو ګی کړ مه له تا نه
ګرانه،ګرانه
مينه کې قبول کړه تهمتو نه
ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره
ياره، ياره
راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه
دنا زو لو ياري کله ده اسا نه
ګرانه، ګر انه
مينه کې قبول کړه تکليفونه
ته ويره وکړه د زخمي زړه
ياره،ياره
را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه
سترګي مې ستا لور ته کږې دي
د عشق سندرې دې خوږې دي
سيلاب دې مينه کې ژړيږي تر سهاره
ياره،ياره
راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه
دنا زو لو ياري کله ده اسا نه
ګرانه، ګر انه
مينه کې قبول کړه تکليفونه
ته ويره وکړه د زخمي زړه
ياره،ياره
را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

همداراز مير من ژيلا دهيواد دتکړه او وتلي هنر مند ښا غلی دکتور صا دق فطرت نا شناس سره هم يو سندره ويلې ده چې د هغې سندرې شعر هم د ښا غلی شهيد سيلاب سا پي دی، دسندرې شعر په لا ندې ډول دی :
راشه خواله غلې
اى نازولې
ما منلي ستا نازونه
زما بلبلې!
زه هم ستا په مينه
اى نازنينه
تيروم مياشتې كلونه
زما لاليه!

راځه راځه په مينه مينه
د زړګي سره نازنينه
د ژوند تابلو مې كړه رنګينه

راشه خواله غلې
اّى نازولې
رانه لرې كړه غمونه
زما بلبلې!

زما ګوګل كې ناسته ياره
سترګې مې سرې له انتظاره
څارمه ستا د راتلو لاره

زه هم ستا په مينه
اى نازنينه وړم د هر چا منتونه
زما لاليه!

د نوي ژوند نوى دوران دى
بشر روان مخ په آسمان دی
جوړ بيا د مينې امتحان دی

راشه خواله غلې
اى نازولې
د سېلاب واوره عرضونه
زما بلبلې!
كابل – نوى ښار

١٧ / ٨ / ١٣٤٣
د مير من ژيلا بله پښتو سندره چې د تر انې په بڼه يې ويلې ده شعر يې دښا غلي سيلاب سا پي دی په لا ندې ډول :


نن چې په جهان كې هسكه غاړه سر اوچت لرو
مونږ جمهوريت لرو

زړه د ايشيا كې لرغونى شان و شوكت لرو
مونږ جمهوريت لرو

سرومال به زار كړو څو چې دا وطن ودان كړو
لوړ به ددې شان كړو

سر به ددې خاورې د عمرو ملي ارمان كړو
لوړ به ددې شان كړو

عزم فولادي باور په خپل مټ او طاقت لرو
مونږ جمهوريت لرو

داشاړې مېرې به اوس په مينه ګلزارونه شي
ټول ژوند به ګلونه شي

هم رڼا رڼا به د وطن غرونه رغونه شي
ټول ژوند به ګلونه شي

لاخوبدخشان جنت نشان غوندې ثروت لرو مونږجمهوريت لرو
اوس د مينې ډك نوى ژوندون دى راروان په مونږ
ښه رنګين دوران په مونږ

جوړ د خوشالۍ د مرغلرو دى باران په مونږ
ښه رنګين دوران په مونږ

زړونو كې سېلابه د وطن مينه نعمت لرو
مونږ جمهوريت لرو

كابل – د راډيو ستوډيو

3/1/1353


د مير من ژيلا يوه ډيره خوږه دري سندره داده:
مرو و قهر مکن سفر شهر مکن
روستا زاده من عا شق ساده من
ماوتو هردو درين جا شا ديم
در همين قر يه خدا با ديم
ددې سندرې د ليد لو لپاره په لا ندېني لينک کليک وکړئ !


همداراز مير من ژيلا د هند د مشهور فلمي سندر غاړی ارواښاد محمد رفيع سره هم په کال ١٩٧٥ کې درا ډيو افغا نستان په سټو ډيو کې يوه په زړه پورې دري ګډه سندره و يلې ده٠ د سندرې مطلع دا سي ده :
ای تازه ګل تو زينت ګلزار کيستي
ای مرغ با غ دل تو ګر فتار کيستي
ز ګلزار تو ستم
ګر فتار تو ستم
ما ئيم وهردو زيب ګلستان زندګي
ددې دري سندرې داو ريدو له پاره په لا ند يني لينک کليک وکړئ !


زه ددې مقالې ليکوال د ار واښادې مير من ژيلا د پښتو او دري سندرويو علا قمند او خو ښوونکی يم دنو موړې په مړ ينې ډېر خو اشينی شوم ٠ زه د هغې مړ ينه افغا ني مو سيقۍ ته يوه ستره ضا يعه بولم ، دهغې مر حو مي کو رنۍ سره په وير کې ځان شر يک ګڼم او د افغانستان د اطلا عاتو او کلتور دوزارت او په تيربياه شمشاد د تلو يز يون نه هيله کوم چې دهغې دخد متو نو يا دونه وکړي ٠


Benz_herat


د ليکوال څو نورې لیکنې


Comment_form_icon

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...