قرآن او تخنيک

درفيع الله ستانکزي ژباړه 04.07.2009 18:34

Quran

په پښتو ژبه کې د اسلامي حقايقو يوه نوې ډېرونه

 (( قرآن او تخنيك )) د هغه گلالي كتاب نوم دى، چې گران رفيع الله ستانكزى پښتو كړى. د دغه كتاب ليكوال شعبان دوغن دى، چې د اسلامي نړۍ له لويو ليكوالو څخه دى. په دغه كتاب د قرآن او تخنيك د تړاو په اړه هر اړخيز بحث شوى او دا پكې ښه په ډاگه شوې، چې قرآن او تخنيك څومره يو له بل سره نژدېوالى لري. دكتاب پر منځپانگې ځكه له ډېر بحث نه تېرېږم، چې د گرانو لوستوالو هغه تلوسه چې د كتاب په اړه يې لري، كمه نه شي او په پوره مينه او په ډېره لېوالتيا او تلوسې سره يې تر پايه پورې ولولي، خو دومره به ووايم، چې دغه كتاب ډېر گټور او په زړه پورې دى او هر چاته بويه، چې يو ځلې يې ارو مرو ولولي، کتاب په هرې موضوع ښه په وړ اندازه بحث کړی او د کتاب په لومړيو کې د ښاغلو: قاضي محمد حسن حقيار، محمد آصف ننګ، سيد نظيم سيدي او په خپله د ستانکزي سريزې راغلي او ورپسې يې د کتاب آره منځپانګه راغلې.
په کتاب کې ښه په ډاګه څرګنده شوې، چې قرآن يوازې يو مذهبي کتاب نه دی، بلکې د هر علم او پوهې په اړه په کې وړ بحث شوی، خو ځيرکې سترګې او لوړې پوهې ته اړتيا لري، د کتاب په ژباړه کې ډېر زيار اېستل شوی، چې د ټولپوهې ژبې څخه کار واخيستل شي او تر ډېره بريد ښاغلی ستانکزی په کې بریالی شوی.  نوموړی کتاب د صميم ادبي ټولنې له خوا په ښه پوښتۍ او ښه کاغذ د چاپ په ګاڼه پسولل شوی او مينه وال يې کولای شي، له صميم ادبي ټولنې په کابل او د هېواد په لويو لويو کتابپلورنځيو کې ترلاسه کړي.
صميم ادبي ټولنه – کابل
اړيکشمېرې:
0706141013
0700308908
د ژباړن د برېښليک پته: rafiullah.stanikzai@gmail.com


  • Quran

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف