امریکائي پوځیان که لېونیان ؟

انجينرعبدالخالق ساپې 03.07.2009 16:01

په افغانستان کې جګړې اوس داسی قوت اخیستې چه امریکائي نورمال وګړي نور د جګړې څخه ستومانه شوي او نه غواړي چې نور ځان د امریکائي پانګوالو د پراختیاغوښتونکي سیاست قرباني کړي .

اوس دا مهال د امریکا د دفاع وزارت د امریکاد ټولو مرستونو او کوڅو څخه لېونیان افغانستان ته د دموکراسې او د بشر د حقوقو د ساتنې په مؤخه د جګړې لپاره را لېږي دغه افراد اکثره مور او پلار نه لري او ټول په رواني لحاظ جوړ ندي . او کله چې دلته په جګړه کې مړه او یا لادرکه شي نو په امریکا کې هیڅ ډول ټولنیز غبرګون نه ښودل کېږي ځکه چې هغوې کورنې نلري او څوک به دا غبرګون وښې او حتی داسی تصور کېږي چې همدلته په افغانستان کې سوځول کېږي .

د امریکائي عسکرو د لېونتوب تصدیق په بېنوا وېبپاڼه کې د اېتلافي ځواکونو مرکز هم په ۲/۷/۲۰۰۹ کړې .پدې خبر کې راغلي چې د اېتلافي ځواکونو یو پوځي چې عصبي ناورغي درلوده په خپل سر دپوستې وتې او لادرکه شوې دې . اوس به قضاوت پریږدو ښاغلي اوبا ما ته چې جګړه په لېونیانو ګټې ؟ په افغانستان کې د بېګناه ملکي وګړو وژنه تېروتنه ده او که د امریکائي لېوني پوځیانو موجودیت دې چې له ترس او هراسه ورته ونه ، غر ، کلې اوکور ټول ددوې په اصطلاح طالب ښکاري . د اېتلافي ځواکونو له اعلامیې داسې ښکاري چې د امریکا د پوځ اکثره هوائي او ځمکني پوځیان په عراق او افغانستان کې د لوړو جنرالانو په شمول عصبي او رواني مریضان دی نو ځکه دوې دلته او هلته د انسان زورولو په لوړه کچه جرمونو لاس پورې کړې .افغانستان اوس د امریکایانو په مرستون بدل شوې او څو کاله وروسته به د هغوې په ګورستان بدل شي .

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو